fbpx

بهرني او کورني لوړپوړي چارواکي کندوز ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نن غرمه مهال د بهرنیانو عمومي قومندان، د برتانیا سفیر، د کورنیو چارو وزیر او د ملي دفاع وزیر یو ځای کندوز ته ورسېدل.

د رسنیو د راپورنو پر اساس جنرال نېکولسن، د برتانیا سفیر، ویس احمد برمک او طارق شاه بهرامي به د کندوز د امنیت په اړه خبرې وکړي.

جنرال نېکولسن څه وړاندې فراه ته هم سفر وکړ او له ځايي چارواکو سره يې د هغه ولایت د امنیتي وضعیت ارزونې اړوند بحث وکړ.

دغه چارواکي په داسې حال کې کندوز ته سفر کوي، چې د حکومت له لوري د اختر له اوربند وروسته د پراخو عملیاتو اعلان شوی دی.

په ورته وخت کې په شمال کې د نظام الدین قیصاري نیول کېدو د جنبش او جمعیت او حکومت تر منځ یو ځل بیا اوبه خړې کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د