افغانستان

المان نږدې اویا تنه افغان کډوال بهر کړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): الماني چارواکو پرون وویل، چې له خپل هېواد څخه يې ۶۹ هغه افغان کډوال ویستلي دي چې د پنا اخیستو غوښتنلیکونه يې رد شوي دي.

د چارواکو په وینا د افغان کډوالو دغه ډله په یوه الوتکه کې له مونیخ نه کابل ته لېږل شوي ده.

دا له المان څخه د ویستل کېدونکو افغان کډوالو تر ټولو لویه ډله بلل کېږي.

د ګډ حکومت له پیله تر اوسه پورې له بېلابېلو قاچاقي او سختو لارو ګڼو ځوانانو او ځينو کورنیو اروپا ته د تګ هڅه کړې ده.

دوی له سختو سفرونو وروسته هم له ګڼو اروپايي هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته را شړل شوي دي.

اروپا ته ډېری تلونکي ځوانان پخپل هېواد کې بې کاري، اقتصادي کمزوري، نا امني او په دولت کې شته فساد د وطن پرېښودو لوی علتونه بولي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close