fbpx

کابل کې د کانکور ازموینه پیل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي د کانکور د ازموینې په لړ کې د کابل حوزې د لومړي دور ازموینه نن پیل شوه.

د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري وویل، په ازموینه کې د ټولو ګډونوالو شمېر ۵۷۹۲۹ تنه دي، چې په لومړي دور کې يې د ۵۰۴۴ نجونو په ګډون ۱۴۶۶۴ تنه ګډونوال دي.

د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د مؤسسو د نوي تعلیمي کال لپاره د کانکور ازموینه په ولایتونو کې د وري په څلورمه پیل شوې وه، چې د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو په وینا په ۳۲ ولایتونو کې پای ته رسېدلې ده.

نجیب الله خواجه عمري دا هم وویل چې د ټول هېواد په سطحه پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو ته د لارموندنې لپاره ۱۴۵۸۹۸ تنو نوم لیکنه کړې ده.

کابل کې د ازموینې ګډونوال ټينګار کوي چې د پایلو د شفافیت په اړه باید ډاډ ورکړل شي.

دوی د ازموینې لپاره د بایومټریک پروسه هم یوه جنجالي او له ستونزو ډکه پروسه یاده کړه، چې په ځينو حوزو کې يې له مسؤلینو سره د نوم لیکونکو فزيکي شخړې هم رامنځته شوې وې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د