fbpx

طالب او له ولس څخه مالیه

لیکنه: بخت الرحمن ((شرافت))

مالیه چې زمونږ اوستاسو هیواد کې ډیر زوړ (پنځه زره) کلن غیر رسمي تاریخ لري، په رسمي ډول دلومړي ځل لپاره د ستر امپراتور احمد شا بابا په وخت کي ددیوان بیګي په نوم یوه اداره جوړه سوه چې اوسنی نوم یې دمالیې له وزارت څخه عبارت دئ، هغه وخت کې مالیه په لاندي ډول سره وپیژندل سوه:

مالیه دهغې اجباري ورکړې څخه عبارت ده چې خلګ یې ددولت دمصارفو دتمویل په منظور ددولت دغیر مستقیمو خدمتونو په مقابل کي ورکوي.

یا په بل عبارت مالیه دهغه مکلفیت یا مسؤلیت نوم دئ چې خلګ یې ددولت دپایښت، تقويې او دمصارفو دتمویل په منظور تسلیموي:

حکومتونه او ادارې مالیه ولي اخلي:

یوه تشکیل شوې اداره یا حکومت د ټولنې دنظم او ادارې لپاره یو شمیر سازمانونو ته اړتیا لري، لکه دفاعي سازمان، اداري سازمان، اقتصادي سازمان او داسي نور او ددغو سازمانونو له یوځای کیدو څخه حکومتونه جوړیږي.

حکومتونه دیو شمیر دندو او وظایفو د اجرا لپاره مصارفو ته اړتیا لري چې د مجموعي مصارفو په نوم یادیږي، حکومتونه او منظمې ادارې مکلفي او مجبوره دي چې ددغو وظایفو او دندو دسرته رسولو لپاره یو اندازه عایدات لاس ته راوړي او داعایدات له دولتي مؤسساتو شرکتونو او اشخاصو څخه دمالیي په صورت کې جمع کیږي.

او واضح خبره ده چې ازاد، خپلواک او مستقل هیوادونه ددې لپاره چې دبهرنیانو تر ناوړه اثر لاندی رانه سي، قوي مضبوط او منظم حکومت ولري باید کورني عایدات ولري او داعایدات باید خپله هیواد کې دننه لاس ته راوړي ترڅو کوم بهرني هیواد ته یې دمرستې دلاس غزولو ضرورت پیدا نشي.

تاریخ ګوادئ هغه حکومتونه چې په منظمه توګه یې له ولس څخه مالیه ټوله کړې شفافو او پاکو لاسونو ته لویدلې او په سمه توګه یې مصرف کړې دغه هیوادونه دپرمختګ اوپیشرفت اوج ته رسیدلي، د ولس دمالیې په زور او مټ یې نورو هیوادونو او ملتونو باندي حکومتونه کړې.

برعکس هغه هیوادونه چې له ولس څخه په منظمه او شفافه توګه دمالیې راټولولو کې پاتې راغلي یا خویې کمزورو څخه مالیه اخیستي سرزوري یې بې مالیې پریښي او یا له ولس څخه مالیه اخیستل شوې، پرخای ددې چې په سمه توګه یې مصرف کړي، دهیواد دپرمختګ په لار کي ولګول سي دګوتو په شمیر څو ناپاکو لاسونه ته لویدلې دا ډول هیوادونه او ملتونه بیا دهمیشه لپاره دبدبختیو په غیږه کې پاته سوي، همیشه مجبوره او اړوي، له ښه امن، قوي لښکر او منظم حکومت څخه برخمن نه وي د ژوند په ټولو اړخونو کې یې بدبختي مېلمنه وي.

پرهیواد مین، د استقلال او ازادۍ طرفداره ملتونه هغه ملتونه دي چې خپلو حکومتونو ته مالیه ورکوي او باخبره هوښیار او حقجو ملتونه بیا هغه دي چې حکومتونو ته دورکړل شوې مالیې پوښتنه کوي، او د ادا کړل شوې ماليې په بدل کې له حکومت څخه د رښتني چوپړ غوښتنه وکړي.

(( طالب او له ولس څخه مالیه)):

ښه مي یاد نه دي تیر کال همدغه ورځي او شپې به وي یا به له نن څخه یو ((بشپړ او بل نیم کال وړاندي زمانه وه)) چې کله به هم چاسره مخامخ سوم، که به یې اوله خبره دطالب او ولس څخه مالیه نه وه دوهمه او دریمه به یې هرو مرو همدغه پوښتنه کوله، او داسي به یې هم نه ویل چې طالبانو ولس باندي مالیه حواله کړې ده،، (( بلکې ویل به یې پلانيه نه به یې خبر طالبانو خو هم راشل کړه،، دهغه لوټ مار اپراتفرۍ، شکونو او لوټونو په مقابل کې چې یې مشر له کندهار څخه د یا الله مدد چیغه تر خوله ایستلې وه او په تش لاس یې مقابل کې راپورته سوی وه اوس طالبانو خپله با الفعل همهغه لوټونې او شکونې پیل کړي.

دهر دوهم کس خوله کې داخبره وه، وروره طالبانو هلمند کې د لارو په اوږدو کې پاټکونه او ځنځیرونه اچولي (( په لومړي سرکي د هلمند دخلګو دغه ابتکار په برخه شوی)) نو به چې کله هم چا طالب پسي دپاټک او ځنځیر خبره کوله هلمند به یې ضرور ورسره ذکر کاوو.

درته به یې شروع کړې، وروره په سپینه ورځ یې دماليې په نوم شکول پیل کړي، خلګ پر نفس راغلي، لري نه ده چې ولس به یې مقابل کي عمومي پاڅون وکړي او طالبان به داسي له افغانستان څخه وشړي لکه په نویمه لسیزه کي یې چې ټوپکسالاران وشړل.

خداي شته ډیر به مي موډ خراب وه، هغه فدایان، استشهادیان، دباګرام، پول چرخي او دګوانتانامو زندانیان به مي سترګو ته ډلي ډلي ولاړوه، سړه سا به مي واخیسته زما قادره ربه دغو ټولو خو دا فداکاري او قربانۍ دداسي انجام لپاره نوې ورکړې، که رښتیا درته ووایم ډیر خوابدی وم، داچې د ویني ګروپ مي ((A+)) دئ، دغه ګروپ والا خلګ هغه خلګ وي چې دنورو غمونو یې ویښتان توی کړي وي، خپله به یې دماښام لپاره کورکي سپېره وړه نه وي، دی به دنورو غم په سراخیستی وي.

هلمند ته هم نه سوی تللی ځکه هلمند ته تګ دزمري زړه غواړي او د ((A+)) ګروپ خلګو زړونه بیا کمزوري وي او ژر دزړه په ناروغي هم اخته کیږي باید ډیر محتاط وي اوما ته چې بیا څوک دهلمند نوم یاد کړي د نبض رفتار مي دقیقه کې یو سل او اویا ته ورسیږي.

ولسه حقیقت درته وایم ډیره مي خوابده وه او زیاته هڅه مي کوله چې څه ډول حقیقت باندي ځان پوه کړم،، پروانه لري که مي زړه دشغال ده ورسره څنګ کي مې دترحم او عاطفې ماده ډیره قوي ده چرګي نه غلا کوم که څه هم دکوډلې دروازه یې خلاصه وي، اندروني احساس مي دشامخو او جګو غرونو سره ټټر وهي او لوږیزه غریزه مي دجرګانو غوښو باندي بوي هم نه کاږي دزمریو غوښه خوړل غواړي.

داچې زما سره رښتنې انديښنه راسره وه ډیر مي فکر خراب وه ځګه هر ((للوبلو، چولوپولو)) به ویل چې طالبان له خپل مسیر څخه منحرف شوي دکوم فساد دتدارک او مخنیوي لپاره چې راوتلي وه اوس یې خپله هغه فساد ته ملاتړلې ځاي ځاي یې پاټکونه خلاص کړي او ولس شکونه یې پیل کړې.

فکر کوم دماپښین قضا او مازیګري غټ څلور بجې به وي د کوم ملګري کورکې ناست وم یو دوه نورو ملګرو هم حضور لاره دغه موضوع ښه ګرمه وه چې یو کس وویل پلانی تیره ورځ له هلمند څخه راغلی او له هغه کمیسیون سره یې کار کاوه کوم چې خلګ وایي پاټکونه او ولس شکونه یې پیل کړې او دهغه کمیسیون له مشرانو څخه څه ناهیله غوندي راغلی کیدای شي ددې موضوع په اړه به یې ښه مالومات را وړي وي.

چې څرنګه مي داخبره واوریده دوې پښې مي خپلې او دوې نوري کړې مجلس مي پریښودی، برخه والو راباندي غږ کړ څه کوې ولي داسي ناببره له مجلس څخه ولاړسوې، ورته مي کړه بس ماته لږ اجازه راکړۍ ولاړم.

داچي دا ملګری زما شناخته وه ورسره ملګرتیا مي هم لرله ښه مي پیژندی راستګو او صادق انسان وه همیشه به یې دخداي لپاره خبره کوله ((دلایخافون لومة لائم)) ژوندی مثال وه نو ځکه نور هم ډاډه وم چې راته رښتنی او حقیقي صورت الحال به بیان کړي.

ورغلم کورته سړي سره کیناستم دومره مي تلوسه وه، چې هرڅه راڅخه پاته سوو کیداي سي زما دغه لیکنه که یې ولوستله هغه صحنه به يې سترګو ته ودریږي، یو دم مې ورته وویل ښه راته کیسه کوه هلمند کې څه حال وه،، خلګ وایې چې هغه کمیسیون کوم چې تا ورسره ښه موقف باندي دنده لرله او اوس ورڅخه لږ ناهیلی راغلی یې او کاردي هم خوشی کړی ده،، ولس شکونه پیل کړې ده لارو په اوږدو کي یې پاټکونه جوړ کړي، هلمند دنویمي لسیزي دټوپکسا لاریزم او انارشیزم انځور وړاندي کوي.

ما فکر کاوه چې دی خو خوابدی هم راغلی او وضعیت یې هم له نږدې لیدلی وي، لومړی به مشرانو ته بد رد ووایي وروسته به راته دلوټمار او شکونو کیسې پيل کړي،
خو ملګري ارامه سا واخیسته او وروسته یې راته وویل،، وروره ډاډه اوسه رهبرمو داسي لښکر نه دئ روزلی، چې ولس شکونه به کوي یا به ولس ورڅخه په تکلیف کیږي،، دا کاروان دولس له منځ څخه راټوکیدلی او ټولې کړنې یې دولس لپاره او دولس په مشوره دي.

د ولس له ډیر ټینګار، غوښتنې او دسیمي دعلماؤ په مشوره طالبانو ولس باندي یوه اندازه شی ((پیسې دمالیې او محصول)) په نوم حواله کړې چې په بدل کې یې ولس ته هغه امن ورکړي چې نه ورته دنړې پرمخ تللي جنګي ټیکنالوژۍ، نه بي حسابه ډالرو او نه دافغانستان د دوه سري حکومت څلور سوه زره اردو ورکړی.

د ولس غوښتنه وه چې طالبانو ته له دې څخه زیات څه ورکړي دا دطالبانو له ملت سره مینه وه چې ډير کم شی یې ورباندي حواله کړی، داچې ولس خپل (ورک او نادرک شوي مشران)) یو ځل بیا خپلو منځونو کې ویني د اطمئنان او ډاډ سا اخلي دخوشحالۍ نغارې غږوي او دقدمونو خاوري یې ښکلوي.

دملګري خبرو راباندي دومره ښه اثر وکړ بې اختیاره مي ککرۍ باندي لاس راتیر کړ فکر مي کاوه چې دلسو کلونو توي شوي ویښتان به مي ټول راشنه شوي وي، خو داچي انساني جوړښت داسي دئ چې دسرتللي ویښان بیرته نه راشنه کیږي، که یې لږ امکان وی او له دې څخه وړاندي دداسي پیښي شاهدان مو درلودای دغه ورځ په زما رڼه ککرۍ ضرور په ویښتانو توره شوی وای.

هاغه وې دخلګو اوازې غیبتونه او بهتانونه او دا وه دملګري دسترګو لیدلی حال

دیوه بل ملګري دسترګو لیدلی حال به هم درته بیا ن کړم چې لږ مو نور هم ډاډ وسي، سید اکبر مي دطالب العلمۍ د وخت ملګری وه، داچې امریکایان راغلو امارت سقوط وکړ هیواد اشغال سو، بهرنۍ او لاسپوڅي میډیا د طالبانو په خلاف منفي پروپاکند ته زور ورکړ، ځیني دمجازببلانو، دظاهري او موقتي ښکلا عاشقانو او سرسرکي فکر لرونکي کسانو باندي یې اثر وکړ چې اوس به مو هیواد ګل ګلذار سي، ښه سو چې طالب ووتی، رښتیا چې طالب د پرمختګ او ترقي مخه نیولې وه، نور مفکر او کافر لاس سره ورکړی له هیواد څخه به پاریس او لندن جوړ کړي.

سید اکبر هم د طلوع، یک، دو، سه، لمر او اریانا تشو تبلیغاتو متاثره کړی وه، کله کله به یې ژبه دطالب په خلاف وخوځوله، دخداي شپې او ورځي تیریدلې نه کافر ګټه وکړه او نه مفکر، هیواد اشغال سو، فساد اوج ته ورسیدی ملي شتمنۍ لوټ سوې، بي کاري دومره زیاته سوه چې ډیری هیواد وال مو دیوې ګولې ډوډۍ په تمه نورو هیوادونو ته پرلار د نهنګانو او حیوانانو خورک سوو، سیداکبر هم یو له هغو ځوانانو څخه وه چې دمفکر له حکومت څخه پر نفس راغلی اخیر یې ایران ته مخه کړه،،، دوې اونۍ وړاندي له ایران څخه دنیمروز ښارته راغلی وه.

سید اکبر کیسه کوي:

له نیمرزو ښار څخه کوم باري موټر کې له موټر چلونکي سره خواکي ناست وم، کله چې څو کیلومټره له ښار څخه هدف په لوري را وواتو که ګورم لاره کې دیوې کوچنۍ څالې پر سرباندي سپین بیرغ رپیږي، موټروان ته وایم، داڅنګه بیرغ دئ اودا خلګ څوک دي؟؟؟

وایي دا دطالبانو دمحصول اداره ده دلته طالبان مالونه او موټر محصولوي، سید اکبر وایې داچې ږیره مي کونډۍ وه لږ څه وارخطا سوم، خو چې کله به مي خواکي موټروان ته وکتل هغه چې به څومره وړاندي نږدې کیدی څیره باندي به یې د خوشحالۍ ا و ډاډ اثرات زیاتیدل او دموټروان څیرې ته په کتلو سره ما هم ځان ته ډاډ ورکاوو چې ان شاءالله کومه ستونځه به نه وي، ځکه موټروان ږیره زما د ږیري په پرتله زیاته کمه کړې وه.

وایي کله چې څالې ته ورسیدو خړکالی طالب سپینه کتابچه لاس کي نیولې وه موټر کړکۍ ته رانږدې سو، موټروان ته یې ورقه ورکړه او موټروان ورته تعین شوې مالیه تسلیم کړه،،، وایي طالب چې کله مخ بیرته شا ته اړوي ماباندي يې سترګي ولګیدلې.. راته وايې ستا له حسرت څخه ډکو افغاني سترګو او له پښتني غرور او میړاني ډکي وړوکي ږیري څخه جار سم پرسپین ګلابي مخ باندي درسره توره منوره ږیره څومره خوند کوي کاش چې لږ نوره هم اوږده وای.

خوندوره نقطه اوس درته لیکم::: وایي چې کله څو قدمه دګمرک له خونې څخه وړاندي ولاړو موټروان دطالب دمحصول ورقه له جیبه څخه را وایستله یو ځل یي له سترګو سره ونیوه بیا یې په مینه ښکل کړه،،، او دا جملې یې استعمال کړې (( ستا ترتورپټکي او سپینو باړخوګانو قربان سم،،، هغه څه دي وکړو کوم چې کافر او مفکر دواړه یې په وړاندي عاجزه دي)).

له تورپټکي څخه یې مطلب پر ورقه باندي دامارت نښان وه او سپین باړخوګان یې ورقي ته اشاره وه، سید اکبر وایې موټروان راته کړه:،،، سید اکبر جانه په ایمان درته وایم دغه دوې ګوتي سپینه ورقه کې چې کوم ځواک او طاقت پروت دئ، نه دامریکا په ایټم بم کي شته او نه هم ددوه سري حکومت له څلورسوه زره په جدیدو او پرمخ تللو وسلو سمبال اردو کي سته، وایي موټروان دموټر د سیټ له شا څخه قیمتي موبایل را وایست، اوزیاته يې کړه اوس به ټوله دا رایي او شتمني ښکاره کوو تر کومه ځایه چې ددغي ورقي دخلګو راج او واک چلیږي، هوټلونو او دکانونو باندي به خلګو ته پایه کشاني کوو، وایي یو ځل یې بیا راباندي غږ کړ سید اکبر جانه وروره کله چې مونږ دغي سیمې ته داخل سو داسي فکر کوو لکه عمر بن عبدالعزیز چې بیا را ژوندی سوی وي.

سید اکبر وایې موټروان وروسته اوږده سا واخیسته او د سترګو په موښلو سره ګویان سو، ماليم نسیم ته دي الله اوه سره جنتونه ورنصیب کړي د پاکستان دسورخاب دکډوالو په پنډ غالي کې زمونږ دمکتوب مالیم وه، راته به یې دعمر بن عبدالعزیز د وخت د انصاف او عدالت کیسې کولي وايې کاش اوس ژوندی وای او ورته مي تلیفون کړی وای چې مالیم صاحب زه دعمر په کلي کې روان یم.

وایی بیا یې دموټر له هنداري څخه بهر ته وکتل غږ یې و کړ، دسهار نسیمه که مالیم نسیم نسته دسهار نسیم خو شته لاړ شه دمالیم نسیم دقبر شناخته وښوره ورته ووایه چې پلاني دعمر بن عبدالعزیز له کلي څخه درته سلامونه ویل.

سید اکبر وایې زما بیا صبر ونه سو دلته مي یوځل بیا موټروان ملګري ته وویل، وروره ته ولي دومره ډاډه یې داسپیره دښته ده دلته هرڅه پیښیدلی سي، زه خو نه طالب وینم او نه دطالب شوبلي او الوتکي او نه مي دګزمي په ډول ددوي کومه سپرلۍ ترسترګو کیږي، نو امن چا ټینګ کړی،، دومره ساده مي جوړیږه موبایل دي پټ کړه داسي نه وي له کومي ناوړې سره مخ سو.

موټروان ملګري راته وویل که په شوبلو او الوتکو کیدلې، کافر او مفکر دنړۍ پرمختللې شوبلي او الوتکي افغانستان ته راوستلي، هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړې،، دلته دطالب دعدل او انصاف شوبلي دخلګو پر زړونو حکومت کوي، هوښیار او رښتنی ځواک هغه دې چې دولس زړونه یې خپل کړو، طالب دخلګو زړونه خپل کړي چې زړونه دي خپل کړو بیا هیڅ ظاهري مناورو او ګزمو ته اړتیا نه لیدل کیږي سید اکبر جانه ډاډه اوسه.

ملګرو دا ډول رښتني واقعات بي شماره دي ددې لپاره چې لیکنه ډيره اوږده نه سي اوستاسو ډیر قیمتي وخت ضایع نه کړم زه به دوو نورو ته اشاره وکړم ترڅو خبرشۍ چې طالب له ولس څخه مالیه اخلي او که ولس طالب ته مالیه ورکوي.

د تیري یوې اونۍ خبره ده: یو ملګری مي یوه اونۍ وړاندي هلمند، فراه او نیمروز درو سره ولایتونو ته تللی وه، تیره ورځ د درملنې لپاره راغلی وه، الله دي ورته شفا ورکړي دویني دسرطان په ناروغي اخته دئ، داچې ما وړاندي درته وویل چې همیشه یې دنورو په غم نیولی یم،،، ورڅخه مي یوځل بیا دطالبانو دماليې په اړه پوښتنه وکړه،،، ورته مي وویل چې دطالبانو له لوري پر ولس باندي حواله کړل شوې مالیه خو به یو ډول مالي بوج نه وي، ولس خوبه یې په ظلم او جبري شکونه او لوټونه باندي نه تعبیروي، څه فکرکوې ولس مطمئن دئ چې زمونږ مالیه امینو لاسونه ته لویږي او په سمه توګه مصرفیږي که څنګه؟

نوموړي راته وویل داخو پریږده چې ولس دطالبانو تر تسلط لاندي سیمو کې مونږ ته په خپله خوښه مالیه راکوي،، ویل یې حتا ځیني ځایونو کې واردات او صادارات کیږي مونږ ورباندي علم نه لرو دسیمي خلګ کوم چې دغه صادرات او واردات کوي خپله ورشه طالبانو ته ووایې چې دغه نقطه کي ګمرک خلاص کړۍ، ترڅو ولس درته مالیه درکړي او ستاسو اړتیاوي پوره شي، ولسونه راڅخه غوښتنه کوي چې ددوي سیمي ته دګمرګاتو جال وغزوو او وار وار راته وایې او حتی دسیمي علماء واسطه کوي ((سبحان الله)).

نوموړي زیاته کړه له غټو ښارونو لکه کابل، کندهار، هرات، جلال اباد او مزارشریف څخه لوي لوي پانګوال راسره اړیکي نیسي او وایې زمونږ څخه دمحصول او مالیي غوښتنه وکړۍ، ترڅو مونږ ته بهانه پیدا شي او هغه مالیه چې دحکومت په نوم یې راڅخه څو غله او لوټ ماران وړي او زمونږ دتندي دخولو او موټو په زور ګټل شوې پیسې راڅخه اخلي له هیواد څخه یې بهر باسي هغه ورسره نیمایې کړو ورته ووایو چې زمونږ څخه یې طالبان هم غواړي، ترڅو وکولای شو که ټوله مالیه را ونه ګرځوو نیمايي خويې دغلو له جیبونو څخه راوباسو او تاسوته یې درکړو ترڅو درښتني او سپیڅلي هدف لپاره یې مصرف کړۍ.

له نوموړي څخه مي پوښتنه وکړه چې ولس ولي خوښوي چې حکومت ته نه بلکې امارت ته مالیه ورکړي؟

نوموړي زیاته کړه طالبانو ورته ډاډمن امن ورکړی او زمونږ ملت دامن تږی دئ،، دغه غیرتي او میړنی ملت هرڅه خپله پیداکوي یواځي دامن په ارمان دۍ او طالبان چې چیری هم مسلط دي داسي امن یې ورکړی چې نړۍ کي یې مثال نه لیدل کیږي.

نوموړی دطالبانو دامن په اړه یوې نقطې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه (( دفراه او ایران پولي ترمنځ یوه ولسوالۍ ده، له دغې ولسوالۍ څخه بیا دفراه ترښار پوري شپیته کیلومټره سړک دئ،، څلويښت کیلومټره باندی طالبان او شل کیلومټره باندي دوه سری حکومت مسلط دئ،، نوموړي زیاته کړه تیرو دوو کلونوکي هیڅوک نسي ویلی چې د امارت تر واک لاندي څلویښت کیلومټره لار باندي دي کله هم دغلا، لوټونې او شکونې کومه ناوړه پیښه رامنځ ته شوي وي.

ولي دحکومت تر ولکه لاندي شل کیلومټره سړک باندي هره ورځ ولسي وګړي دکومي شکونې او لوټونې سره مخ کیږي، حتی دلویو لارو موټروانان چې کله د امارت له واک لاندي سیمي څخه وړاندي تیریږي کله کله ځیني ارزښتناکه او قیمتي شیان له طالبانو سره دامانت په توګه پریږدي چې بیرته راوګرځي ورسره یې وړي.

ولس او طالب ته اخیر کې څو ټکي:

ملته تاسو باندي دي افرین وي چې نهايی سختو شرائطو کې طالب ته مالیه ورکوۍ او په سختو حالاتوکې مودغه کار ته په نره ملاتړلې ده،، دا ستاسو مالیه ده چې طالب دنړۍ له متجاوز کافر او تش په نوم مفکر سره دزمري په څیر ټټر وهي، ستاسو مالیه ده چې طالب توانیدلی په بدل کې یې تاسو ته ډاډ من امن درکړی، ستاسو مالیه ده چې طالب یې ونورو ناوړو کړیو ته له لاس اوږدولو او مرستې غوښتلو څخه خواتوری کړی دئ.

ولسه که غواړۍ چې مشران مو ازاد مستقل او دچا لاسپوڅي نه وي په صداقت او ایمانداري سره مالیه ورکړۍ، رښتنې مشران انتخاب کړۍ، کومو ملتونو چې په سمه توګه مالیه ورکړې هغه ملتونه وړاندي تللي، نن چې امریکایې سوربریتي زما اوستا دکور په دروازه کي له سپي سره یو ځاي ولاړ دي ددوي د ولسونو دمالیاتو په زورسره توانیدلي.

خو فکر مو وي چې ستا سو په خولو او دلاسونو په تڼاکو باندي ګټل شوې پیسې ډیري قیمتي دې، پام کوۍ چې تر حکومتي پوښښ لاندي مو غله او ډاکوګان چور او لوټ نه کړي ،ستاسو پیسې ستا سو د ارادو په خلاف او دهیواد دملي ګټو په تاوان مصرف نه کړي او یایې هیواد څخه بهر دهوا او هوس څخه قربان نه کړي.

تاسو پوهیږي چې طالب فعلا داسي موقف کې نه دئ چې ستاسو د ورکړل شوې ماليې په پیسو باندي درته سړکونه ورغوي، روغتیایې چاري وړاندي بوزي، مدارس او مکاتب درته جوړ کړي،، طالب اوس په ډير ترینګلي حالت کې قرار لري، طالب دهیواد دازادۍ او خپلواکۍ قضیه په وړاندي اخیستي، له درې برخې نړۍ سره په سپیڅلې جګړه اخته دئ.

هوکي تاسو دومره حق لري چې طالب څخه پوښتنه وکړۍ، چې رښتیا ستاسو دمالیې په روپو باندي سپیڅلې جګړه وړاندي بیایې او که یې دخپلو هوسونو لپاره مصرفوي، که مو کله هم شک پیداشو چې طالب ستاسو دمالیې له پیسو څخه ناوړه استفاده کوي او یا کومو شخصي جیبونو ته ځي سمدستي دامارت مرکزي مالي ادارې ته خبر ورکړۍ او دخپل حق غوښتنه وکړۍ.

د اوس لپاره پریږدۍ چې طالب ستاسو په پیسو باندي دیرغلګر دښمن په مقابل کې مقدسه جګړه وړاندي بوزي، دجګړي دزخمي او ټپي درملنه ور باندي وکړي، که کله هم دښمن مات او طالب بریا ته ورسیدی بیا حق په حانب یاست، طالب به درته سړک هم جوړي، روغتیایې، تعلیمي او ټولنیز خدمتونه به هم درته کوي او ځوانانوته به دکار او روزګار فرصتونه هم لټوي.

داسي نه چې طالب سره دپرمختګ او سمسورتیا فکر نشته، طالب هرڅه ته متوجې دئ تاسو اورۍ او وینۍ چې کله کله څه په لاس ورشي هغه د ولس دښيرازۍ او خوشحالۍ په لارکي مصرفوي، پرنړیوالو خیریه مؤسساتو او پانګوالو باندي غږ کوي چې راسۍ دطالب تر واک لاندي سیمو کې د ډاډ او امن په فضا کي ولس ته خدمتونه وکړي ورته دکار او روزګار فرصوتونه پیداکړۍ.

او طالبه تا ته یواځي همدا دوه توري لیکم،، طالبه کومه مالیه چې ټولوې دا د ډیر مظلوم او دردیدلي ملت پیسې دي، پام کومه اوپام کوه………….. بیا پام کوه…. كنه بیا به افسوس کوې.

بخت الرحمن ((شرافت))

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هلال احمد
ایډیټر
هلال احمد

ماشاءالله ماشاءالله
وام بیرقت در بیست و چار ولایت بلند

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

شرافت صاحب، الله ج دی اجرونه درکړی ، ستاسی لیکنی په ډیر دقت او لیوالتیا لولم، دیری اموزنده او په حقایقو ولاړی دی ، مګر دی لیکنی دی له ډیری خوشالیو وژړولم ستا خبره چه بی ویښتو سره یی راله په ویښتانو بیا ډک کړو . د صدر اسلام ۱۴ پیړی تیری شوی کتابونه به مو لوستل کله کله به شیطان شکونه رادمخه کړل چه تاریخو کی کیدی شی کم وزیات څه ویل شوی . مګر د امارت اسلامی مجاهدینو او رهبرانو هماغه د صدر اسلام د سحابه کرامو تاریخ په ژوندی بڼه کی بیا رانوی کړو ، یعنی د… نور لوستل »