fbpx

طالبان وايي د بهرنیانو سره د اشغال پر سر ستونزه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سولي عالي شورا د دار الانشاء رئیس اکرم خپلواک هغه ادعاوي رد کړي چې ویلي وه په راتلونکو اونیو کې کیدای شي د طالبانو سره خبرې پیل شي.

مجاهد ویلي چې اسلامي امارت څرګنده پالیسي لري چې په ځلونو یې اعلان کړې هم ده او هغه د اشغالګرو سره د اشغال پر سر ستونزه ده چې د نورو ټولو ستونزو مور بلل کیږي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان د اشغال مسئله مهمه او کاملا بهرنۍ ده چې د کورني او بی اختیاره اړخ سره باندي خبري کول بې ګټي دي.

باید وویل شي چې طالبانو ددې تر مخه په ځلونو ویلي چې د افغانستان د مسئلې د حل په موخه لومړی غواړي د بهرنیانو سره خبرې وکړي او د هغوی سره تر مسئلې حل کولو وروسته د کورني اړخ سره د یوه ګډ او ټول شموله حکومت جوړولو ته اماده دي.

امریکایانو په دې وروستیو کې د طالبانو سره د مذاکراتو د پیل اشارې ورکړي او ویلي يې دي چې په دغو مذاکراتو کې به د بهرنیو ځواکونو د ایستلو پر سر هم خبرې کوي خو تر اوسه لا طالبانو په دې اړه علني عکس العمل نه دی ښودلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د