فوټبال نړیوال جام: فرانسه او بیلجیئم لوبډلې نیمه پایلوبې ته ووتلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د فوټبال نړیوال جام په کوارټر فاینل سیالیو کې د فرانس او بیلجیئم لوبډلو بریا خپله کړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

وړمه ورځ فرانسې لوبډلې د یوروګوای لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه چې په کې فرانس یوروګوای لوبډلې ته په دوه صفر ماتې ورکړه.

د یوروګوای لوبډلې لپاره بدبختانه تکړه لوبغاړی ایډنسن کواني په دې ورځ ټپي شوی وو چې له امله یې لوبډله کې نه و شامل شوی.

د لوبې په لومړي نیمايي کې د فرانسې لوبډلې ګول وواهه، چې ورپسې یورګوای لوبډلې څو حملې وکړې خو په ګول وهلو ونه توانېدل، چې په دویمه نیمایي فرانسې دویم ګوال وواهه او بریا یې یقیني کړه، چې په همدې ډول فرانسې یوروګوای ته په ۲-۰ ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

په دویمه سیالۍ کې په حیرانونکي ډول بیلجیئم د یاد جام تکړه لوبډلې برازیل ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

د لوبې لومړی نیمایي د بیلجیئم لپاره ښه ترسره شو، چې دوه ګولونه یې ووهل، او د برازیل لوبډله یې له سخت فشار سره مخ کړه، چې په دویم نیمایي کې بیلجیئم درېیم ګوال ونه واهه خو برازیل لوبډلې یوازې یو ګول وواهه او سیالۍ په ۲-۱ د بیلجیئم په بریا پای ته ورسېده.

د فوټبال مینوالو ته د برازیل پر وړاندې د بیلجیئم بریا حیرانونکې وه، چې برازیل د یاد جام له تکړه لوبډلو څخه شمېرل کېده، او تمه کېده چې یاده لوبډله به د نړیوال جام پایلوبې ته لار ومومي.

په زړه پورې داده چې د دوه اروپایي هېوادونو لخوا دوه امریکایي هېوادونو ته په کوارټر فاینل کې ماتې ورکړل شوه.

په همدې ډول په لومړۍ نیمه پایلوبه کې به فرانسه د بیلجیئم پر وړاندې لوبیږي، او د دویمې نیمه پایلوبې لپاره به نن ورځ د سویډن او انګلستان، او د روسیې او کروشیا ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي، چې دواړه ګټونکې لوبډلې به نیمه پایلوبه کې مخ کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د