fbpx

آیفون روان کال درې نوي په زړه پورې ځیرک مبایلونه وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نوي راپورونه ښیي چې ایپل شرکت د آیفون درې نوي ځیرک مبایلونه وړاندې کوي چې یو شمېر ځانګړتیاوې او بیه به یې له تېرو مبایلونو ښه وي.

د ۹ ټو ۵ میک نومې ویبپاڼې د یوې چینایي ورځپاڼې په حواله ویلي چې ایپل شرکت روان کال درې نوي ځیرک مبایلونه وړاندې کوي، چې له تېرو مبایلونو څخه به مختلف وي.

لومړی مبایل چې ۵.۸ انچه ډیسپلی لري، آیفون ایکس وي، چې د تېر ځیرک مبایل په مقابل کې به یو شمېر نورې ځانګړتیاوې ولري او په بیه کې به له هغې څخه کم وي.

دویم مبایل چې ۶.۵ انچه او ایل اي ډي ډیسپلی به ولري، آیفون ایکس پلس، او درېیم به ۶.۱ انچه ایل سي ډي ډیسپلی ولري چې د مخ پیژندې آی ډي به هم په کې موجوده وي، وروستي دواړه مبایلونه به شا خواته دوه کامرې او یوه سیلفي کامره ولري.

سربېره پر دې آیفون شرکت غواړي د نورو په پرتله دغه مبایلونو په نویو رنګونو پوښل شوي وړاندې کړي، په دې کې به شین، سور او نارنجي رنګونو ډوله مبایلونه وي.

د راپورونو له مخې د ۶.۵ انچه لرونکي مبایل بیه به ۱۰۰۰ امریکايي ډالره بیه ولري، ددې څخه اندازه کیږي چې دا به د آیفون ایکس دویم ورژن وي چې بیه یې له لومړي کمه او ځانګړتیاوې یې زیاتې دي.

همدا ډول د ۶.۱ انچه لرونکي مبایل بیه به تر ۷۰۰ امریکایي ډالرو وي، خو ددې مبایلونو د حافظې او نورو تفصیلاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په دې ځیرک مبایلونو کې به تر ټولو ارزان بیه مبایل ۵.۸ انچه وي، چې شونې ده وروسته به دوه کامرې هم ونه لري، خو په بیه کې به تر نورو دوه مبایلونو ارزانه وي.

آیفون شرکت غواړي د نویو مبایلونو په وړاندې کولو سره د خلکو توجو ځان د مختلفو رنګونو په پار واړوي، له دې وړاندې دغه ځانګړتیا په آیفون ۵ سي کې هم وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د