غور کې ولسوال او غزني کې د سپیشل فورس قومندان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غور ولایتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د یاد ولایت د چهارصدې ولسوال محمدابراهیم د ښخ کړای شوي ماین په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي، د چهارسدې ولسوال محمد ابراهیم نن خپل کارځای ته پر لاره و، چې موټر یې د سړک د غاړې پرماین وربرابر شو. او نوموړی یې ځای پرځای وژلی دی. که څه هم د دغي پېښې پړه چا تراوسه نه ده منلې خو د والي ویاند وایی چې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

بلخوا طالبانو په غزني کې د زنخان ولسوالۍ د ځانګړو ځواکونو د قومندان د وژل کیدو خبر ورکړی دی. طالبانو پر خپل رسمي ویب پاڼه لیکلي چې د سپیشل فورس دغه قومندان محمدظریف د لسو نورو پولیسو سره یوځای په مخامخ جګړه کې وژلی دی.

طالبانو زیاته کړي ده چې بیګاه شپه یې د غزني مرکز ته څیرمه د روضې په سیمه کې د باغ په نامه لویه پوځي قراره له منځه وړي، د طالبانو په وینا ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې هم له دولتي ځواکونو څخه ترلاسه کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د