دریمنډ ډیوس له نیولو څخه وروسته اول ډرون برید

droneتیره ورځ جنوبی وزیرستان اعظم ورسک ته نژدی پر یو کور باندی امریکایی بی پیلوټه طیارو دری پرله پسی بریدونه وکړل چې په نتیجه کی یی شپږ کسان شهیدان شول، دسیمی خلګ وایی چی شهیدان شوی کسان ټول ملکی وګړی وه اوله طالبانو سره یی هیڅ ډول اړیکي نه درلودی.
دریمنډ ډیوس له نیولو څخه وروسته دا دامریکایانو له طرفه اول ډرون برید دی، چی یوار یی بیا بیګنا وګړی په نښه کړل.


له تیری یوی میاشتی راپدی خوا دامریکایانو لخوا دارنګه بریدونه درول شوی ول اوداسی ګمان کیده چی ددا رنګه بریدونو کولو دځمکنی معلوماتو لوی طرحه کونکی به ریمنډ ډیوس وی، اوله نوموړی سره ځینی داسی شواهد هم موندل شوی ول چی له دارنګه بریدونو سره یی تړاو درلود.
له بله پلوه برطانوی ورځپاڼی ګارجین خبر ورکړیدی چی په لاهورکی نیول شوی امریکایی ریمنډډیوس د سی آی ای ایجنټ دی اوپاکستانی چارواکو ته ټول حقیقت څرګند دی، خو دا چی دامریکایانو له لوری ترسخت فشار لاندی دی، پاکستانی چارواکو پرحقیقت سترګی پټی کړیدی اوهره ورځ دنوموړی په اړوند ډول ډول نوی بیانونه ورکوی.

بخت الرحمن بخت



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.