سعودي وایي، روانه اونۍ کې د افغان سولې په تړاو د علماوو غونډه جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): سعودي رسنیو د حکومتي چارواکو له خولي خبر ورکړی، چې روانه اونۍ کې به د افغان سولې په اړه په جده ښار کې د دیني علماوو یو کنفرانس جوړشي.

سعودي چارواکو ویلي، د روانې میلادي میاشتې په لسمه او یولسمه نیټه په جده کې د افغانستان د سولې په تړاو د دیني علماوو غونډه جوړوي، چې ویل کیږي د اسلامي نړۍ له ګوټ ګوټ نه دیني علماء ورته رابلل شوي.

د سعودي حکومت ویلي، دوی غواړي په افغانستان کې د تلپاتي ثبات لپاره هڅه وکړي، له همدې امله یې د دغه نړیوال کنفرانس تابیا ته زړه ښه کړې.

سعودي رسنۍ وايي، چې د علماوو په دغه غونډه کې به د ترهګرۍ او سخت دريځۍ سربېره د افغانستان روانې جګړې پر ضد هم اعلاميه خپره شي.

باید وویل شي چې د افغانستان د سولې په تړاو تر دې وړاندې هم ګڼ کنفرانسونه جوړ شوي مګر طالبانو تل هغه د امریکايي دسیسې برخه بللي او د دې کنفرانسونو پرېکړې یې د حکومت او امریکا په خوښه پرېکړې بللې وې.

طالبانو په خپله وروستۍ اعلاميه کې له افغان حکومت سره د سولې هر ډول خبرې رد کړي. د کابل اداره يې د سولې په اړه «بې واکه» بللی او د افغانستان په اړه په سعودي کې کېدونکې د علماوو غونډه يې هم د امریکا په لمسون بللې، او په وينا يې په دغه ډول غونډو کې فقط او فقط « د امريکايي اشغال» لپاره دلايل لټول کېږي.

ټاکل شوې وه، چې د سعودي په کوربه توب د اسلامي کنفرانس «او آی سي» دغه غونډه په ۲۰۱۶ کې جوړه شي، خو هغه مهال طالبانو دغه غونډه د «استخباراتي کړيو» هڅه بللې وه او په هغه کې يې له ګډونه د نټي ترڅنګ له علماؤو د نه ګډون غوښتنه کړي وه، چې له امله يې یاده غونډه هم وځنډول شوه.

طالبانو یوځل بیا له ديني علماوو خپله غوښتنه تکرار کړي او ویلي یې دي «د امريکايي پروژې» په دغه کنفرانس کې دي له ګډونه ډډه وکړي.

طالبانو د افغانستان او اسلامۍ نړۍ پر علماوو ږغ کړی چې د امریکا پر ځای باید له دوی سره مرسته وکړي، تر څو په افغانستان کې «د امریکا پر ضد مقاومت» غښتلی شي، او په وینا یې اشغالګر د هیواد پریښودلو ته اړ ایستل شي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صدیقی
میلمه
صدیقی

به همه افغانها: اگر واقعا میخواهید که الله متعال را راضی بسیازید، برادر کشی و قتل افراد ملکی(اعم از اطفال زنها و جوانان و محسن سفیدان)خاتمه یابد، و اگر واقعا به دین و ملت مخلص هستید، و اگر واقعا میخوهید که در وطن صلح دائمی بیایدو مردم به آرامش خاطر به زنده گی شان دامه بدهد، و اگر واقعا میخواهد که امریکائی هاو دشمنان افغانستان شکست بخورند، پس یکدیگر را در آغوش بگیرید و به داعیه صلح لبیک بگویید. از الله بترسید و دین را بشکل درست و دقیق مطالعه کنید، مقاصد شریعت را درست درک کنید، اهداف و حکمتهای… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

اقای صدیقي

اشغالګران چطور میشود تا با لبیک ګفتن مقاومت به صلح شکست بخورند؟

درک شما عاطفي و نصیحت شما نیز مبني بر فکر ګروهی شماست.

اففان
میلمه
اففان

صدیقی صاحب ! اګر خانه شمارا مثل افغانستان ( که خانه کلان افغانها هست ) قبول کنم ، و سر خانه شما کسی تجاوز نموده خانه و کاشانه شما را به یاری یک تعداد اعضایی دور و نزدیک شما اشغال نمایید. و ان چند نفر از اعضایی شما را منحیث واکدار خانه شما استخدام نمایید ومعاشات می دهند . طبیعی است که یک تعداد اعضایی با غیرت ان اشغال و اشغالګر و غلامان شانرا قبول ندارد در مقابل شان مقاومت می کنند اشغلګر و غلامان شان برغلاوه اینکه در صدد از بین بردن ان مقاومت بوده مردم عوام را هم… نور لوستل »

نورالدین
میلمه
نورالدین

اھل سعود دی دخپلی غرب غلامی چارہ وکړ‎ی مؤمنان ددہ دفتواوو او بلواوو څخہ دخیر ھیلہ نہ لری څوک چی داھل سعودو لار وھی ھغہ دی ھم دیھودو او نصٰراو لارہ څاری نہ دمؤمنانو

اقبال
میلمه
اقبال

تاسی همدی لیکنه کی د سعودی بیرغ ته وګوری پاس کلیمه طیبه او لاندی د توری نشان دی یعنی هغه کلیمه یی د توری په زور د ساتنی معنی لری چه په توره یی ګتلی او په توره به یی ساتی . کوم چه د اسلام د لید لوری سره په مخالف اړخ کی قرار لری. اسلام په زور او توره نه راغلی او نه به ساتل کیږی اسلام د سولی د پاره هغه څه لری چه شیطانی ( دموکراسی ) نظام یی نه لری یعنی اسلام د الهی عدالت په مټ سوله او دموکراسی د حرص او استثماروی روحی… نور لوستل »

فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

مجاهد وروره وروره وتاته وايم تادي جفاه وه نکړې د يتيم ، کوندي په سر ګوره سودا وه نکړې تاته دي ‌‌‌‌‌‌ډيري هيلي د ځوريدلي ولس ستا په لور سترګي کږې د ربريدلي ولس د اميدونو غوټۍ چي خزان نسي پام کړه د بې وزلانو بڼګۍ درنه وران نسي پام کړه څيري ګريوان يتيمان په ميليونو در پسي کوندي او بوري ميندي چي خاورې نه کړې اسرې لومي دامونه پراته چي دي راښکيل کي پکي په کې شيندلي دانې چي دي را ايل کړي پکي درته پراته غمازان د يون ګوښونه دي کړي ټګ و ټګمار ټګماران ستا دخوړو په… نور لوستل »