fbpx

کابل: د امریکا سفارت د خونړي برید د ترسره کیدو خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی چې ښایي په راتلونکو 48 ساعتونو کې یو خونړی برید رامنځ ته شي.

د سفارت پر ویبپاڼه امریکایی اتباعو ته د احتیاط لارښوونه شوي، او لیکلي یې دي چې له خپلو مراکزو دې نه وزي او د خوندیتابه ټول امکانات دې په کار واچوي.

د یاد سفارت پر ویبپاڼه ویل شوي ښایی په کابل کې له ناورینه ډک خونړی برید ترسره شي.

د امریکايي سفارت پرویبپاڼه د برید په تړاو نور جزئیات نه دي ورکول شوي. او نه د کابل حکومت په دې اړه نورڅه وضاحت کړی.

که څه هم په کابل او نور ټول افغانستان کې طالبانو په وار وار د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د افغان ملاتړو پرضد ستر ستر بریدونه ترسره کړي، خو په تړاو یې د امریکايی سفارت له لوري مخکي له مخکي خبرداری نه دی ورکول شوی.

په دې وروستیو کلونو کې چې د داعش ډله را پیدا شوي، د هغوی له لوري هم په کابل کې وخت نا وخته د شیعه خلکو پر مذهبي مراسمو او نورو ګڼ میشتو ځایونو کې خونړي بریدونه ترسره شوي دي.

د شنونکو په باور د امریکایی سفارت له لوري تر برید وړاندي خبرداری یو لړ شکونه هم رامنځ ته کولای شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

هو ، د امریکایانو د خبرداری له دی خبره زما ارزونه هم دا ده چه: د دی خونړی پیښی رامنځته کول خپله د امریکایی استخباراتو او لا د بلیک واتر ( داعشیانو ) له خوا ترتبیب شوی چه قربانیان به یی لمړی قدم کی اهل تشیع او لا د نورو بیګناه او بی دفاع ګڼه ګوڼه کی انتفجار او انتحار کول وی . مګر میدیا به یی هڅه لری چه طالبان پکی بدنام کړی . مګر طالبان نه یواځی په نظامی او سیاسی ډګر کی میدان ګتلی بلکه اسلامی میدیا یی تر دجالی میدیا د کیفیت له مخی ډیر مخکی… نور لوستل »