افغانستان

کويټ کابل کې خپل سفارت پرانېزي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي کويټ به ډېر ژر په افغانستان کې خپل سفارت پرانېزي.

دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي کړې دي.

هغه چې کویټ ته په سفر تللی و، ویلي له کویټي چارواکو سره يې د اړیکو په پراختیا خبرې کړې.

کرزي وویل، هغوی ورسره په روغتيايي چارو او د پوهنې او زده کړو په برخه کې د مرستو ژمنې هم کړې دي.

نوموړي د کويټي سفارت د پرانیستو د کره وخت په اړه څه ونه ویل، خو ويې ویل چې هغوی د اړیکو پراختیا غواړي او باید سفارت ولري.

کویټ تر اوسه په افغانستان کې کومه رسمي نماینده ګي نه لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د اروبا حریصو صلیبیانو چه په راست کی یی انګریزان قرار لری د هند په لویه وچه کی یی د الهی نظام د مخنیوی د پاره د هند لویه وچه داسی وویشله چه د دواړو هیوادو مشران یی پکی له نسلو نسلو غلامان وټاکل یعنی هماغه پوستونه چه دوی اداره کول اوس یی په غلامانو اداره کوی . او هم یی منځنی ختیز او شمال افریقا کی یی د عربی او ترکی نشنلیزم په مټ د الهی نظام مخه ونیوله . له هغه وروسته یی د عربو په دغه مهمه سوق الجیشی سیمه کی چه د تورو طلاوو معدنیات پکی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close