افغانستان

عبدالله: له درغلۍ ډکې ټاکنې مو نړیوال ملاتړي هم خپه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ښځو یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، که په ټاکنو کې درغلۍ وشي نو زموږ نړیوال ملاتړي رانه خپه کېدلی شي.

هغه وویل د ټاکنو شفافیت او نه شفافیت په ولس پورې تړلی دی، خو ښه به دا وي چې درغلي ونه کړي.

اجراییه رییس چې پخپله د متنخب نه؛ بلکې د شریک حکومت یو برخه وال دی، وړاندې وویل که ټاکنې شفافي نه وي، نو زموږ هغه نړیوال همکاران چې د ټاکنو لپاره پیسې راکوي د خپه کېدلو حق لري.

هغه د ولسوالیو شوراګانو اړوند هم وویل چې په اړه يې غلطې څرګندونې رسنیزې شوې دي.

نوموړي په ډاګه نه کړه، چې کومې څرګندونې خو څه موده وړاندې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې رسماً یادونه وکړه چې د ولسوالیو شوراګانو د غړو لپاره هيڅ ډول امتیاز نشته.

ټاکل شوې راتلونکې ټاکنې د تلې په اته ویشتمه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

سره د دی چه ع او غ ( د جان کیری انتسابی ریسان ) په غلامی کی د کرزی په کچه هم له سره خط تیر شوی مګر د عبدالله په دی یادونه کی چه د ښځو په یوه مجلس کی یی یاده کړی څه ناڅه د مجازی رښتونولی بوی تری راځی او هغه دا چه: د لیکنی عنوان کی په ټاکنو کی درغلی باندی باداران خوابدی کیږی ( په داسی حال کی چه دغه درغلی د هماغو بادارانو په قومانده ترسره کیږی ) او وروسته یی لیکلی چه افغانان خوابدی کیږی ( په داسی حال کی چه افغانان کله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x