افغانستان

سمنګان: جنبشیانو د کابل – مزار لاره تړلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د اقینې بندر له تړلو وروسته د کابل – مزار لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د نظا الدین قیصاري په ملاتړ کې د جنبش ګوند او جمعیت اسلامي د لاریونونو لړۍ تر سمنګانه ورسېده او په دې ولایت کې يې د کابل – مزار لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړله.

دغه لاره چې شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي، تر نامعلومې نېټې پورې تړل شوې ده.

لاریون کوونکو له دولته غوښتي چې د دوی نیول شوی پوپکوال دې ور خوشي کړي، کنه هلته به دولتي فعالیتونه په ټپه ودروي.

د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج هم مني چې لاریون کوونکو د کابل – مزرا لاره تړلې ده او زیاتوي حکومت لا هم د دوی غوښتنې نه دي منلې.

هغه وايي د دوی لاریونونه پنځمې ورځې ته اوږه شوې او حکومت لا هم د قیصاري د خلاصون په اړه څه نه دي ورته ويلي.

د جنبش ځايي ټوپکوال نظام الدین قیصاري چې په فاریاب کې د دوستم استازی، د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او د ځايي اربکیانو مشر و، تېره اوونۍ د حکومت له لوری ونیول شو او کابل ته راوړل شو.

د جنبش ویاند وايي چې لاره یوازې د ناروغانو او ناروغ لرونکو پر مخ خلاصه کړې، خو دولتي نقلیه وسایط او تجارتي موټرو ته پرې اجازه نه ورکول کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځدران

جمیعت، جنبش او داسی نور نومونه عملی بڼه کی بی ماهیته او هر یو یی په جلا جلا رنګ کی غلامان دی .
دا چه قیصار بندی کیږی ، دا چه عطا نور لیری کیږی ، دا چه دوستم د ایشجی سره د لواطت په تور ترکی ته د لمړی معاون په حیثیت تبعید کیږی ، دا چه ګلبدین له باګرامه دارلامان ته راوړل کیږی ، دا چه فریادی له لندن څخه کابل ته راوړل کیږی ، دا چه ارګ کمونستانو ( غنی ، اتمر او ستانکزی ) ته حواله کیږی او دا چه ارګ د شمال او جنوب نمایندګان ځای په ځای کیږی چه نیمایی واک به لری یعنی یو هیواد به دوه دشمن جمهور ریسان لری چه یو به د جنوب او بل به د شمال اړخ ته زور وهی ، همدا رنګه بلیک واتر په داعش بدلول او د هغی د پاره شمال کی د عطا نور ، دوستم او داسی نورو مشری او جنوب کی به د بلیک واتر ( داعش مشری ګلبدین او داسی نورو ) ته ورکوی او……. دا ټول د روسانو له وتلو وروسته چه کوم خپل منځی جنګونه رامنځته شول د هغه جنګو دوهم ځل تکرارول دی اشغلګر هڅی لری که یی طالبان په سولو کی د وړو پوزو کیشودل هم ونه منی نو د خپل منځی جنګو په رامنځته کولو به طالبان هم په شمال او جنوب یا پشتون او غیر پشتون وویشل شی یعنی جهادی روحیه به په قومی او سمتی روحیو بدله او ټول اړخونه به امریکا تمویل او تجهیزوی او یوه لسیزه وروسته به هیواد په شمال او جنوب وویشی او په هره برخه به خپل ایزمی غلامان چارواکی او له هغه وروسته به بیا خپل استثمار په بله بڼه کی شروع کړی .
کیدی شی تر قیصار وروسته ورته نوری او نوری پیښی هم رامڼخته کړی او بلاخره خبل اصلی هدف چه زمونږ تر منځ خبل منځی جنګونه دی ورسیږی مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close