افغانستان

سمنګان: جنبشیانو د کابل – مزار لاره تړلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د اقینې بندر له تړلو وروسته د کابل – مزار لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د نظا الدین قیصاري په ملاتړ کې د جنبش ګوند او جمعیت اسلامي د لاریونونو لړۍ تر سمنګانه ورسېده او په دې ولایت کې يې د کابل – مزار لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړله.

دغه لاره چې شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي، تر نامعلومې نېټې پورې تړل شوې ده.

لاریون کوونکو له دولته غوښتي چې د دوی نیول شوی پوپکوال دې ور خوشي کړي، کنه هلته به دولتي فعالیتونه په ټپه ودروي.

د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج هم مني چې لاریون کوونکو د کابل – مزرا لاره تړلې ده او زیاتوي حکومت لا هم د دوی غوښتنې نه دي منلې.

هغه وايي د دوی لاریونونه پنځمې ورځې ته اوږه شوې او حکومت لا هم د قیصاري د خلاصون په اړه څه نه دي ورته ويلي.

د جنبش ځايي ټوپکوال نظام الدین قیصاري چې په فاریاب کې د دوستم استازی، د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او د ځايي اربکیانو مشر و، تېره اوونۍ د حکومت له لوری ونیول شو او کابل ته راوړل شو.

د جنبش ویاند وايي چې لاره یوازې د ناروغانو او ناروغ لرونکو پر مخ خلاصه کړې، خو دولتي نقلیه وسایط او تجارتي موټرو ته پرې اجازه نه ورکول کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ځدران
میلمه
ځدران

جمیعت، جنبش او داسی نور نومونه عملی بڼه کی بی ماهیته او هر یو یی په جلا جلا رنګ کی غلامان دی . دا چه قیصار بندی کیږی ، دا چه عطا نور لیری کیږی ، دا چه دوستم د ایشجی سره د لواطت په تور ترکی ته د لمړی معاون په حیثیت تبعید کیږی ، دا چه ګلبدین له باګرامه دارلامان ته راوړل کیږی ، دا چه فریادی له لندن څخه کابل ته راوړل کیږی ، دا چه ارګ کمونستانو ( غنی ، اتمر او ستانکزی ) ته حواله کیږی او دا چه ارګ د شمال او جنوب نمایندګان… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close