افغانستان

غورچارواکي: طالبانو دولینه کې یوه قرارګاه نیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غور چارواکي وايي طالبانو د دې ولایت په دولینه کې د شاجوی سیمه وروسته له هغه بشپړه تر واک لاندې کړه چې پکې قرارګاه د دوی له ګوتو ووته.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیب وايي، طالبانو د جمعې په شپه پر یاد مرکز برید وکړ او سهار ته نږدې يې ونیوله.

د ځایي اوسېدونکو په قول په جګړه کې د ۱۰ شاوخوا عسکر وژل شوي، خو د والي ویاند د ځواکونو د تلفاتو له شمېره ځان ناخبره ښيي.

په ورته وخت کې د امنیه قومندانۍ ویاند اقبال نظامي بیا په دې سیمه کې له جګړې ناخبري ښيي.

هغه وايي دوی نه دي خبر، چې دلته کوم نظامي مرکز سقوط شوی دی کنه.

طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو په شمالي ولایت بلخ کې يې د چمتال ولسوالۍ اړوند د یوې قرارګاه د نیولو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځدران

حیرانونکی ده په عین ولایت کی یا د ولایت په عین ودانۍ کی د هغه ولایت والی عبدالحی خطیب وایی چه طالبانو هغه قرارګاه نیولی او قوماندان یی خبر نه دی او یا وایی چه نه یی ده نیولی . دا معنی چه دوی د شپی په شرابو او عیاشیو پرسیدلی شپه تیره کړی تر دی کچی نیشه شی چه میرمنی یی هم سره بدلی رابدلی شی حتی د اشغالګرو مشاورینو د عیاشیو ښکار شی سهار دولس بچی له خوبه راویښ شی چه د دوی سرونو ته طالبان ولاړ نه وی هر څه سم او په خبل ځای پراته دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x