ورزش

کرېکټ: انګلستان هند ته ماتې ورکړه او تېر غچ یې ترې واخیست

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د هند او انګلستان ترمنځ دویمه شل اوریزه سیالۍ کې انګلستان هند لوبډلې ته ماتې ورکړه او تېر غچ یې ترې واخیست.

په دغې سیالۍ کې هند لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه چې لومړي توپوهونکي یې ونه توانېدل چټکې منډې جوړې کړې، او ژر ژر یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، خو وروسته لوبډلمشر ویرات کوهلي، راینا او دهوني مسوولانه لوبه ترسره کړه او د هدف په لوړولو کې یې مرسته وکړه.

هند په شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۴۸ منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه، ددوی لخوا ویرات کوهلي ۴۷ او دهوني ۳۲ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د الیکس هیلز په مسوولانه لوبه ترسره کولو انګلستان لوبډلې له سختې لوبې وروسته هند ته د ۵ ویکټو او ۲ توپونو په توپیر ماتې ورکړه.

انګلستان لوبډلې ته په وروستي اور کې د ۱۴ منډو اړتیا وه چې د الیکس هیلز په زړه پورې شپږیزې او څلوریزې یې لوبډلې ته بریا ورکړه او وتوانېدل چې له هند څخه د تېرې لوبې غچ واخلي.

د انګلستان لخوا په توپوهنه کې الیکس هیلز ۵۸ مسوولانه ناسوځېدلې او بیرسټو ۲۸ منډې جوړې کړې.

یاده دې وي چې د هند او انګلستان ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو سیریز ۱-۱ مساوي شوی، چې په لومړۍ سیالۍ کې هند انګلستان ته ماتې ورکړه وه، او درېیمه سیالۍ به په زړه پورې وي چې هره لوبډله به د جام ګټلو سرسخت کوښښ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x