افغانستان

له طالبانو سره د حکومت د مذاکراتو د ادعاوو مهمې پیښې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو او حکومت ترمینځ به ډیر ژر مخامخ خبرې پیل شي.

د سولې شورا د دارالانشاء مشر (اکرم خپلواک) د تېرې چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې غړو ته په وینا کې وویل چې په یوې اونۍ کې به له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. خو تېره ورځ یې طالبانو دا ادعا رد کړه، هغه یې د «بې اختیاره جهت د وارخطایۍ» بېلګه وبلله، چې په وینا یې، غواړي د خلکو اذهان مغشوش کړي.

په تېرو اولسو کلونو کې دا لومړی ځل نه دی چې له طالبانو سره د حکومت د مخامخ خبرو ادعا کیږي، خو واک ته د ګډ حکومت د رسېدو او له امریکایانو سره د امنیتي تړون له لاسلیک کولو وروسته، چې د یوې شمېر شننونکو په اند د سولې مړژواندې هیلې یې په نهیلۍ بدلې کړې، افغانان تر بل هر وخت زیات په تمه کې ساتل شوي چې ګویا د سولې مذاکرات کیدونکي او ډیر نږدې دي.

په دې جریان کې د شور او ځوږ تر ټولو ډکه مرحله د ۲۰۱۵ لومړۍ میاشتې وې، د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په دې ګومان چې پاکستان کولای شي طالبان خبرو ته حاضر کړي، دې هیواد سره اړیکي ډیر نږدې کړل، د افغان او پاکستانیو چارواکو به یوه پښه په اسلام اباد او بله په کابل کې وه، او ګډحکومت په پرلپسې ډول له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو د پیل وړاندوینې کولې.

نن ټکی اسیا په تېرو څلورو کلونو کې له طالبانو سره د مذاکراتو د ادعاوو مهمې بېلګې راغونډې کړي. په دې کې ځینې ادعاوې طالبانو رد کړي او ځینې همداسې بې رده پاتې شوي، چې د وخت په تېرېدو سره پخپله ناسمې ثابتې شوي.

۱۶ ډیسمبر ۲۰۱۴: د ازادۍ راډیو پښتو څانګې د سولې عالي شورا د اړیکو د کمېټې منشي (موسی خان هوتک) له خولې ولیکل چې په قطر کې به له طالبانو سره د سولې خبرې اترې «ژر» پیل شي.

خو کله چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد افغان اسلامي اژانس سره په مرکه کې دا راپورونه ناسم وبلل، د سولې شورا خپلې خبرې بیرته واخیستې او اسماعیل قاسمیار چې د همدې شوری یو بل لوړپوړي چارواکي دی، دا راپورونه «ناسمې ګونګسې» وبلل. موسی خان هوتک په خپلو څرګندونو کې دا هم زیاته کړې وه چې په مذاکراتو کې به د پاکستان استازي هم ګډون ولري.

۳ فبروري ۲۰۱۵: رسنیو راپور ورکړ چې افغان حکومت د طالبانو له پلاوي سره په متحده عرب اماراتو کې مذاکرات پیل کړي. خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دا راپورونه رد کړل او له رسنیو یې وغوښتل د راپورونو په خپرولو کې له دقته کار واخلي.

۱۹ فبروري ۲۰۱۵: رویټرز او بي بي سي راپور ورکړ چې د طالبانو سیاسي دفتر مذاکرات پیلوي، بي بي سي پښتو څانګې خو دا هم ورزیاته کړې وه چې ذبیح الله مجاهد «دوی ته منلې ده» چې په همدې موخه یې استازي «قطر ته تللي دي». د مذاکراتو دا خبر ځینو رسنیو کابل ته د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د سفرونو سره تړلی و. ازادۍ راډیو خو دا مذاکرات د پاکستانیو چارواکو د هغو څرګندونو تعقیب بللی و چې ویلي یې و، طالبان خبرو ته تیار دي.

خو ذبیح الله مجاهد اعلامیه خپره کړه، دا اوازې یې په کلکه رد کړې او خپرونکې رسنۍ یې په «بې مسئولیتۍ» تورنې کړې. د ښاغلي مجاهد د سپیناوي نه وروسته د بي بي سي په شمول یو شمیر رسنیو خپلو راپورونو کې ایډیټ او بدلون راووست.

۲۳ فبروري ۲۰۱۵: د طالبانو تر سپیناوي وروسته لا هم په ځینو رسنیو کې ګونګسې روانې وې چې ګواکې طالبان د پاکستان د فشار په نتیجه کې مذاکراتو ته ناست دي، له امله یې طالبان یو ځل بیا اړ شول چې خپل موقف تکرار کړي، هغه راپورونه یې له حقیقته لرې وبلل او د رسنیو خپل شخصي تحلیلونه یې وګڼل.

۱ مارچ ۲۰۱۵: د ترکیې (اناتولیا خبري اژانس) خبر خپور کړ چې دوی ته د طالبانو د سیاسي دفتر غړي (قاري دین محمد حنیف) د تلیفون پر کرښه ویلي چې «له ګډ حکومت سره به ډیر ژر خبرې پیل کړي».

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې قاري دین محمد حنیف له هیڅ کومې رسنۍ سره مرکه نه ده کړې. ښاغلي مجاهد په رسنیو غږ وکړ چې «د پروپاګند پر ځای حقایق خپاره کړي».

۳ مارچ ۲۰۱۵: له یاد سپیناوي وروسته بیا هم په رسنیو کې د مذاکراتو خبره توده وه، طالبانو یو ځل بیا د مذاکراتو «اوازې» رد او هغه یې «افواهات» او تر شا یې د مرموزو جاسوسي کړیو لاس وباله او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې هېڅ مذاکرات د پردې تر شا نه کوي. د طالبانو اعلامیې ولیکل چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د مذاکراتو د «افواهاتو» ډیرې هڅې شوي، چې دوی ته یې هیڅ زیان نه دی رسولی او «دا ځل به هم دا دروغجنه څپه همداسې بې نتیجې تیره شي او وخت به هر څه ثابت کړي».

۱۲ مارچ ۲۰۱۵: د طالبانو سیاسي دفتر د غړو او کابل حکومت ترمینځ د خبرو راپور ورکړل شو. خو د طالبانو سیاسي دفتر د اعلامیې په ترڅ کې وویل چې نه یې د کابل ادارې سره اړیکي نیولي او نه یې بل چا ته دنده سپارلې. طالبانو دا یوه تبلیغاتي جګړه وبلله.

۲۷ مارچ ۲۰۱۵: د ګډ حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله وویل چې په راتلونکو څو اونیو کې به د طالبانو سره خبري پیل شي. نوموړی واشنګټن ته تللی و او هلته یې یوې خبري غونډې ته وویل چې له طالبانو سره د مذاکراتو په وخت کې به د ښځو ګډون حتمي وي. خو له هغه وخته تر اوسه درې کلونه تیر شوي او د ډاکټر عبدالله څو اونۍ به لا رارسیږي.

۲۴ می ۲۰۱۵: پژواک خبري اژانس د سولې شورا ته نږدې یوې سرچینې په حواله خبر ورکړ چې د طالبانو یو څلور کسیز پلاوي چین ته سفر کړی او له معصوم ستانکزي سره د چین په سوداګریز ښار ارومچي کې کتلي دي. راپور زیاته کړې وه چې د طالبانو په استازیتوب ملا حسن رحماني، ملا جلیل، ملا عبدالرزاق او ملا نور الدین ترابي چین تللي دي. خو ذبیح الله مجاهد یې په اړه غبرګون وښود چې هیڅ ضرورت نه لري چې د سولې له جعلي شورا سره پټې ناستې وکړي. نوموړي وویل چې له یادو کسانو سره یې تماس نیولی او هغوی ټول په خپلو خپلو ځایونو کې دي.

۳۰ می ۲۰۱۵: د سولې شورا وویل چې راتلونکو لنډو ورځو کې به د طالبانو استازو سره د خبرو اترو يوه ځانګړې ناسته ولري. خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپورونه ناسم وبلل او زیاته یې کړه چې د سولې شورا غواړي، د داسې پروپاګندو او اوازو له لارې خپل ژوند اوږد کړي او له امريکايانو د ډالري تنخواګانو لړۍ وغځوي.

۶ جولای ۲۰۱۵: د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړ چې په اسلام اباد کې د طالبانو د مشرانو او د حکومت د استازو تر منځ مذاکرات شوي او زیاته یې کړه چې په دغو خبرو کې د طالبانو سیاسي دفتر دوه غړي قاري دین محمد حنیف او شیرمحمد عباس ستانکزی هم ګډون لري. خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم له نن ټکي اسیا سره په اړیکه کې دا خبرونه ناسم وبلل.

۳۰ جولای ۲۰۱۵: د سولې عالي شورا وویل چې نن ـ پنجشنبه ـ به په اسلام اباد کې له طالبانو سره د سولې دوهمه ناسته کوي. طالبان یو ځل بیا وضاحت ته اړ شول او هغه یې ناسمې «اوازې» وبللې.

۱۰ جنوري ۲۰۱۶: د مذاکراتو هیلې یو ځل بیا په پاکستان پورې غوټه شوې او رسنیو د افغان سرچینو په استناد راپور ورکړ چې د اسلام اباد په څلور جانبه ناسته کې به د طالبانو لوړپوړی مشر سراج الدین حقاني هم ګډون وکړي. خو طالب ویاند د اکسپریس ټریبیون خبریال (طاهر خان) ته وویل چې ښاغلی حقاني دومره وخت نه لري چې په دغسې جعلي غونډو کې ګډون وکړي.

۲۴ فبروري ۲۰۱۶: په اسلام اباد کې د څلور اړخیز جریان څلورمه ناسته وشوه او د ناستې په پای کې وویل شول چې په راتلونکو دوه اونیو کې به د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د حکومت او طالبانو ترمینځ مخامخ خبرې پیل شي. خو د دوه کلونو په تېرېدو لا هم د دې خبرو څرک نه لیدل کیږي.

۵ مارچ ۲۰۱۶: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد (د شنبې په ورځ) وویل چې راتلونکې پنجشنبه به په اسلام اباد کې د طالبانو له یو باصلاحیته پلاوي سره مخامخ خبرې وکړي. نوموړي وویل چې دوی د دې مذاکراتو په چمتووالي بوخت دي. خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو وویل چې دوی په دې اړه هیڅ نه دي خبر.

۲۱ مارچ ۲۰۱۶: افغان حکومت یو ځل بیا څرګنده کړه چې له طالبانو سره په پاکستان کې مخامخ خبرې کوي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت کرزي له IBN تلویزون سره په مرکه کې وویل چې پاکستان ورسره د طالبانو د کېنولو ژمنې کړي او دوی تمه لري چې د میاشتې تر پایه له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي.

۱۰ اپریل ۲۰۱۶: رسنیو راپورونه خپاره کړل چې د طالبانو د رهبري شورا غړي ملا عبدالقیوم ذاکر طالب مشرانو ته یو ۱۲ ماده ییز وړاندیز کړی او غوښتنه یې کړې چې طالبان دې له امریکا او کابل حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي. خو نوموړي په یوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې دا راپورونه ناسم وبلل او زیاته یې کړه چې «ما هیڅکله د مذاکراتو خبره نه ده کړې او نه هم د مذاکراتو په تېرایستونکې پروسې باور لرم».

۲۵ اپریل ۲۰۱۶: بي بي سي خبر ورکړ چې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی پاکستان ته رسیدلی تر څو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښیني. هغه مهال طالبانو ته نږدې سرچینو دغه راپورونه ناسم بللي و، او د وخت په مرور سره جوته شوه چې اصلا طالب استازو پاکستان ته سفر نه و کړی.

۱۸ اکتوبر ۲۰۱۶: ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړ چې د دولت لوړ پوړو چارواکو په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي او د سولې اړوند یې مذاکرات کړي. ورځپاڼي زیاته کړه چې د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی قطر ته تللی او هلته یې د طالبانو د پخواني مشر ورور (ملا عبدالمنان) او سیاسي دفتر د غړو سره په لویه سطحه دوه ځله ملاقات کړی. طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ دغه راپورونه رد کړل او همدا راز د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن ټکی اسیا ته په خپلو څرګندونو کې د ګارډین راپور له حقیقته لرې وباله.

۱۶ اکتوبر ۲۰۱۷: د سولې شورا غړي قاضي امین وقاد د پاکستان ټوډي ورځپاڼې ته ویلي و چې د عمان په پلازمینه مسقط کې به د څلوراړخیز جریان په ناسته کې طالبان هم ګډون کوي. دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف هم امریکاغږ راډیو ته ویلی و چې په راتلونکو څو ورځو کې به د حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرې وشي.

۱۴ جنوري ۲۰۱۸: د سولې شورا په ترکیه کې غونډه وکړه او ادعا یې يې وکړه چې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي (رحمت الله وردګ) په شمول یو شمېر طالب استازو هم په کې ګډون کړی. خو ذبیح الله مجاهد وویل چې نه یې هلته کوم استازی لیږلی او نه یې هلته کوم ګډونوال استازیتوب کولی شي. دغه راز د طالبانو سیاسي دفتر هم خبر ورکړ چې د (رحمت الله وردګ) په نامه هیڅوک له دوی سره تړاو نه لري.

هغه مهال یو خبریال د غونډې له یو ګډونوال (ملا عبدالروف) څخه د ښاغلي مجاهد د څرګندونو په اړه غبرګون وغوښت، نوموړي په ځواب کې وویل «ذبیح الله مجاهد مه شوروه». وروسته همدا خبره په ټولنیزو رسنیو کې طنزي سوژه وګرځیده.

۱ جون ۲۰۱۸: افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال (جان نیکلسن) وویل چې د طالبانو د منځنۍ او لوړې کچې مشرانو د کابل حکومت سره پټ مذاکرات روان کړي. خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یې ادعا رد کړه او ویې ویل چې د مذکراتو په اړه د دوی دریځ «په کراتو اعلان شوی او هیڅ پټ او پوښتلی اړخ نه لري».

۱۲ جون ۲۰۱۸: د ناټو ملکي استازي کورتلیوس زیمرمن وویل چې د کابل حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې اړوند غیر رسمي خبرې روانې دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي دوی د سولې اړوند کوم پټ جریان نه لري او نه هم غیر رسمي خبرې روانې دي.

۲۶ جون ۲۰۱۸: رسنیو راپورونه خپاره کړل چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ په اذربایجان کې خبرې روانې دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا راپورونه «تشې اوازې، بې حقیقته او جعلي افواهات» وبللې او زیاته یې کړه چې که داسې څه شتون ولري نو مخامخ یې له رسنیو سره شریکوي.

۴ جولای ۲۰۱۸: د سولې شورا د دار الانشاء مشر (اکرم خپلواک) وویل چې په راتلونکې اونۍ کې به د حکومت او طالبانو ترمینځ مخامخ خبرې پیل شي. خو دوه ورځې تېرې نه وې چې طالبانو یې ادعا رد کړه او په هیوادوالو یې غږ وکړ چې د کابل حکومت د «بې وسۍ او وارخطایۍ» راپورونو ته توجه ونه کړي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې اساسي ستونزه د «اشغال» په سر ده. نوموړي «اشغال» د ټولو ستونزو مور وبلله او زیاته یې کړه چې دا مسئله کاملا بهرنۍ ده چې په وینا یې، له کورني او «بې اختیاره» اړخ سره پرې خبرې کول بې ګټې دي.

هېره دې نه وي چې پورتنۍ پیښې د مذاکراتو د ناسمو ادعاوو ټول مثالونه نه، بلکې فقط د تېرو څلورو کلونو په موده کې د (مهمو) پیښو له جملو څخه ځینې مثالونه دي، چې په دغې موده کې افغان ولس هره شپه د سولې په یوې جعلي تمه ویده شوی او په بله راویښ شوی.

د یادولو وړ ده چې د مذاکراتو د ادعاوو دا بهیر له کابله شروع، په اسلام اباد، مري، چین، ایران، دوبۍ، قطر او ترکیې تېر شوی، تر جنوبي قفقازه ورسېد او تېره میاشت د اذربایجان په پلازمینه (باکو) کې تم شو. داسې ښکاري چې راتلونکی تمځای یې د سعودي عربستان د جدې ښار وي، او تر هغې وروسته معلومه نه ده چې دا خیالي سفر به په کومه لور وغځیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پښتون

دجالی قوتو نه یواځی په نظامی ډګر کی تر اخری کچی ماتی سره مخ شوی ، لاپی به یی کولی چه [[ مونږ به طالبانو په اونیو او لا په میاشتو کی ختموو او مهاروو ]] کلونه یی تیر او لسیزی یی شروع شوی او د دی په ځای چه طالبان له منځه یوسی او لا مهار کړی خپله دوی مهار شوی که د روسانو په شان له هوښیاری کار وانه اخلی د نمرودانو او فرعونیانو په شان به یی راتلونو نسلو ته صرف قیصی پاتی وی . په سیاسی ډګر کی هم د شرمیدلو ماتو سره مخ شول او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x