فیفا: حکومت له ټاکنو د «ماشومانو لوبه» جوړه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا؛ وايي حکومت له ټاکنو د ماشومانو لوبه جوړه کړې ده.

د دې بنسټ اجراییه مشر یوسف رشید د حکومت له لوري د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون له صلاحیته وتونکی یاد کړی دی.

یوسف رشید له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي حکومت هڅه کوي ټاکنې سمې پر مخ لاړې نشي.

هغه وویل دې وضعیت اندېښمن کړي او باوري دي چې یا به عدالت پلی نه شي یا به ورسره ګڼې ستونزې تړلې وي.

هغه وویل: «موږ د انتخاباتو په تړاو د ماشومانو د یوې لوبې شاهدان یو.»

دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې هم د ټاکنو کمیسیون وویل، په ګڼو ولایتونو کې د کمېشنرانو نشتون لا هم د دوی کارونه له خنډ سره مخ کړي دي.

پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماندانو ابتدايي لیست وړمه اوونۍ خپور شو، چې د شکایاتو لپاره یوه میاشت وخت ټاکل شوی دی، خو د ټاکنو کمیسیون ولایاتو کې ټول ټال ۲۷ تنه کمېشنران لري، په داسې حال کې چې د هر ولایتي ټاکنیز دفتر لپاره حد اقل درې کمېشنرانو ته اړتیا ده.

د ټاکنو کمیسون دوه ورځې وړاندې وویل چې ارګ ته يې د ۱۰۲ تنو نومونه د کمیشنرۍ لپاره وړاندې کړي و، خو ارګ يوازې ۲۷ تنه تر ګمارلي دي او د نورو په اړه يې ورته د نه ګمارنې دلیل هم نه دی ویلی.

په ارګ کې د یوه ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي دوی د ټاکنو کمیسیون یوازې په امنیتي او مالي برخه کې ملاتړي دي، تخنیکي چارې يې په دوی پورې اړه نه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

لمړی : دغه د فیفا نوم باید له ملی ژبو انتخاب شوی حروف وی چه دوی لیکلی د [ افغانستان د عادلانه انتخاباتو موسسه ] بل ځای یی لیکلی [ مسلکی ، بیطرفه، رضا کارانه مشارکت او داسی نور ] په هر صورت که دغه نومونه په انګریزی ترجمه کړی ( فیفا یا ) تری نه جوړیږی که یی زه هر ټکی په انګلیسی کی ژباړم تبصره به اوږده شی کیدی شی اخری ټکی موسسه د اسوشیشن په معنی سم وی او لا اولنی نوم د فونډیشن، ازاد، سم او داسی نور ( اف ) لغاتو سره سمون ولری مګر… نور لوستل »