تواضع د مومن ښکلا ده!

ژباړنه او زیاتونه: م. حمد الله دانشمند

“ابن عبد البر” – رحمه الله تعالی – د علماوو د تواضع په بیان کې لیکلي: له ډېرو مخینو شیوخو مې په وار وار اورېدلي، چې ویل به یې: “غازي” د “قیس” زوی – رحمه الله تعالی – چې کله مدینې منورې ته د علمي ښکلا موندنې له پاره رحلت وکړ؛ نو هغلته یې له “مالک” رحمه الله تعالی – نه حدیثونه واورېدل او قرائت یې په “نافع” – رحمه الله تعالی – سر ته ورساوه.

یوه ورځ په لومړي ځل مسجد نبوي ته ور ننوت، ناڅاپه “ابن ابي ذئب” – رحمه الله تعالی – هم د لمانځه د ادا کولو په پار راغی، کېناست، دوه رکعته “تحیة المسجد” (د جمات د ننوتو دوه رکعته) یې و نه کړل.

غازي ورته وویل: اې دغه! ولاړ شه، دوه رکعته ادا کړه؛ ځکه ستا ناستې – بې له دېنه چې دوه رکعته د جمات لمونځ وکړې – ناپوهي ده. دا، یا دېته ورته سخته جمله یې ورته وکاروله. هغه سمدستي ولاړ شو، دوه رکعته لمونځ یې وګزارل او کېناست. کله چې جماعت ادا شو، نوموړې ډډه ووهله، خلک پرې را ټول شول. غازي د یاد حالت په ليدو زیات اغېزمن شو، رنګ یې وتښتېد، له حیا نه خولې پرې را ماتې شوې، پر کړې کړنه پښېمانه شو! د هغه په اړه یې له چا نه وپښتل: دا څوک دی؟! هغوی ورته کړه: دا “ابن ابي ذئب” د همدې مبارک ښار له سترو او مخورو فقهاوو نه، ګڼل کېږي. یاد غازي ور وخوځېد او دعذرځـولۍ یې ورته وغوړوله. هغه ورته کړه:

يا أخي لا عَليك أمَرتَـنَـا بخَيـرٍ فأطعناك”.

ژباړه: وروره! هیڅ خبره نه ده، را ته دي د خیر سپارښتنه وکړه، ما دي پیروي وکړه.

التمهيد لِابنِ عَـبـدِ الـبَـرّ: 20 / 106].
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
عبرت: څوک تر ځان ټيټ مه ګڼه، کنه شونې ده، چې له ندامت او پښيمانې سره مخ شې.

– و چاته ترخه خبره مه کوه؛ بلکې په نرمښت یې و سمې لارې ته را دعوت کړه.

– تحیة المسجد دوه رکعته نبوي لمونځ د امکان تر صورته مه پرېږده.

– که چا درته د سمې لارې امر وکړ، که څه هم ته د ښه استعداد څښتن یې، امر یې ومنه.

– که په چا ملامت غوندي هم شوې؛ د عذر ځولۍ ورته وغوړوه، بښنه ترې وغواړه.

– که چا عذر ستا و مخې ته کېښود باید له الله پاک نه ورته عفوه او بښنه و غواړې او عذر یې و منې.

– که له علمي پلوه بډای یې؛ نو چې له لمانځه نه فارغ شوې، باید څه مهال د هغوی و پوښتنو ته تم شې.

– تر ټولو غوره لا دا، چې تواضع یوه ثمینه، سنګینه او قیمتي ګېڼه ده، هرو مرو خپل ځان پرې سنګار کړه.

شکایت:

زمونږ په ټولنه کې انانیت او خودبیني زیاته شوې؛ که د اصلاح او ښه نیت په موخه ورته د سمې لارې ښوونه وکړې، دی یې په ځان بده مني، در سره د کرکې او عناد شپېلۍ غږوي.

تکبر، غرور او لویي هم په انسانانو کې ورځ تر بلې وده او نما کوي؛ ځکه ستا اصلاحي وینا په هغه بده اغېزه کوي، سره له دې چې په هغې کې به د ده دیني، دنیوي او د آخرت تلپاتې ګټې نغښتې وي.

– کینه او حسد هم د دې عمده لامل دی، چې ستا اصلاحي وینا ته هغه د شک په سترګه وګوري او په عملي بڼه یې منلو ته تیار نشي.

– د اصلاح د نه منلو تر ټولو ستر لامل د جاه، منصب او نامه د له منځه تللو وېره ده.

الغرض: پورته په لیکه بد خویونه ټول شیطاني خویونه دي، الله جل جلاله دي مونږ ته ترې خلاصون او نجات را په برخه کړي، په امین یې را سره بدرګه کړئ!

پای.

كتاب: التمهيد