مطلب او طلب 

شاعر: عبدالقديم نظام

مطلب غواړي له طلبه ناخبر دي

بعضي خلګ هم عجبه ناخبر دي

پر حرامه غذاء ټېغ د شکر کاږي

د لحد له اخ او ډبه ناخبر دي

دوی له خدايه سره هم مکر او چل کړي

مګر دوی يې له غضبه ناخبر دي

حرکات يې د پردو په اشاره وي

له خپل دين او له مذهبه ناخبر دي

د پلرو وياړمن تاريخ يې لوټل کيږي

د احرارو له نسبه ناخبر دي

اِرتقاء او پر مختګ له دوی مه غواړه

دوی له پوهې او ادبه ناخبر دي

ستا خبرې هم ضائع بوله نظامه

و هغو ته چې له ربه ناخبر دي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د