fbpx

د زخمونو امېل

عُقابي جانان

بيا ګلاب خزان وهلی، که شهيد پرهر پرهر دی
څه په سرو وينو لت پت دی لګېدلی په ټټر دی

په سينه يې د مرميو د زخمونو امېل جوړ دی
عجيبه سنګار يې کړی ځي جنت ته په سفر دی

ګڼه ګيره جګ شخ بريتونه يې سنګر په ګردو خړ دي
شونډې وچې، رنګ يې زېړدی ښکاري تږئ دکوثر دی

چپ دی،غلی دی،خاموش دی،او که ستړی دی ويده دی
غږ مې نه اوري خاموش دی که خپه دی مرور دی؟

ډېر په ناز يې پټې کړي، تورې مړاوې مړاوې سترګې
ګل ګلاب دی، که ريحان که ارغوان که صنوبر دی

ټول ياران يې غلې پلې چارچاپېر ورته ولاړ دي
د ابد په لور روان ترې خوږ جانان او خوږ دلبر دی

“عُقابي جانان” يې هم د بېلتانه په درد درمن دی
په څو تورو کې رانغښتی یې د مينې سمندر دی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د