fbpx

پر ځان باندي ظلم منل

 استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

پر ځان باندي ظلم منل، کوم چي امام راغب اصفهاني رحمه الله يې په خپل کتاب ” الذريعة إلى مكارم الشريعة“ کي «الانظلام» بولي هم د ظلم غوندي د اخلاقي فضايلو ضد رذيله او د بې همتۍ لويه نخښه ده. موږ ټول بايد پوه سو چي د نړۍ كفري طاغوتي مادي پال ځواكونه او د اسلام دښمنان څه كوي؟ د نړۍ پر مسلمانانو څه تېريږي؟ زموږ په ګران هيواد كي څه پېښه ده؟ دلته ښکېلاکګر څه ظلمونه کوي؟ پر شپنيو او ورځنيو هوايي او ځمکنيو پوځي عملياتو سر بېره درګرده لګيادي زموږ تر ځمکه لاندي شتمنۍ لوټوي. د هغو ګوډاګيان او تالۍ څټي څومره ظالمان، غله او فاسد سوي او څومره  شتمن او د ارګاه او بارګاه خاوندان سوي دی او په غلاوو او فساد کي څومره له سپين سترګۍ څخه کار اخلي؟ دوی او باداران يې زموږ د مرګ ژوبلي او خوارۍ او در په درۍ له امله زموږ په غم کي خپلي ښې او ښادي او خوند او خوښۍ لټوي. هره خوا د ناامنۍ توري تيارې خپرې دی، بې کاري، ډول ډول غلاوي، ډول ډول وژني او د نرخونو لوړېده اوج ته رسېدلي دي. نو په دغسي حالت كي زموږ دنده څه ده او څه بايد وكړو؟ آيا بايد موږ خپلو خواروونکو او د يرغلګرو او د هغو ملګرو ته نور هم پر خپلو ځانونو باندي د ظلم کولو موکه ورکړو؟ ظلمونه يې پر ځانونو باندي ومنو؟ په پلوي يې هلي ځلي وکړو او پر ځانونو باندي يې حاکمان کړو که يې پر ضد را پاڅو؟ او په مېړانه په بېلو بېلو اورشوګانو کي ډغري ور سره ووهو او مبارزه ورسره وکړو؟ په دې هکله واضح او صريح آيتونه او احاديث بېخي ډېر دي، خو  د خبرو د اوږدېدو له ويري په دې دوو آيتونو بسنه کوو:

﴿ فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (194) وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (195) ﴾ [البقره:۱۹۴ ـ ۱۹۵]

ژباړه : نو هر څوک چي پر تاسي باندي تېرى  وکړي، تاسي هم د هغه د تېري غوندي تېرى پر وکړئ. او له الله څخه وبېرېږئ او په دې ښه پوه سئ چي الله د هغو خلکو ملګرى دى چي د هغه بېره يې په زړه کي وي. او د الله په لار کي شته ولګوئ او خپل ځانونه په خپلو لاسونو په هلاکت کي مه اچوئ او نېکي وکړئ ، بې شکه چي الله نېکي کوونکي خوښوي.

په دې نړۍ کي خو د ژونديو موجوداتو طبيعت داسي را جوړ سوی دی چي که څوک غرض په ولري سمدستي يې پر ضد را پاڅېږي. تاسي به ليدلي وي چي که چا د غالبوزو په  ښور څه غرض درلودلی وي، ټولي غالبوزي يې د غرض دفعي ته ور ودانګي. نور ساکښان هم دغسي دي.

پر ځان د ظلم نه منلو ډېره غوره طريقه په حق ويلو سره د ظلم دفع کول دي:

يوه سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه :

أَيُّ الْجِهَادِ أَفْضَلُ؟ قَالَ: «كَلِمَةُ حَقٍّ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ» (سنن النسائي، كتاب البيعة ، باب فضل من تكلم بالحق عند إمام جائر، 4209 شمېره حديث او اسناد يې صحيح دي).

ژباړه: کوم جهاد ډېر غوره دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: ډېر ښه جهاد د ظالم واکمن په وړاندي حق څرګندول او سپینه او رښتيا خبره کول دی.

او چي ظالم واکمن نه، بلکي تر هغه ډېر ټيټ او زبون ساکښ وي، خو موږ د خپلو ځانونو د ننګي (دفاع) لپاره حق نه سو ورته ويلای دا به نو بيا څونه بې غيرتي وي؟!

دا درسته نه ده چي موږ د اشغالګرو کفارو په مقابل کي جهاد يوازي بدني او په وسلو سره مرګ ژوبله وبولو، بلکي د اسلام او کفر جګړه اساساً د ارادو او عقلونو او ذهنونو مبارزه او جګړه ده، چي زياتره له تاوده جنګه پرته د ژوند په نورو برخو کي روانه وي. يا په بل عبارت دا جګړه پر ډول ډول ډګرونو شامله ده. چي په هغو کي سياسي ډګر، فرهنګي او ادبي ډګر، د رسنيو ډګر، اجتماعي او اقتصادي ډګرونه او داسي نور راځي او مرګ ژوبله د دې جګړې له پړاوونو څخه يو پړاو دى.

هر د عقل خاوند په دې پوهيږي چي دغسي اقتصادي، فرهنګي، تبليغاتي او …. جګړې پر دښمن باندي د بري ستر لاملونه او ډېره ښه وسله ده. خو له بده مرغه موږ په دغو ساحو کي جګړه او مبارزه تقريباً پرې ايښې او هېره کړې ده. په موږ کي، يعني د افغانستان له پنځه دېرش مليونو نفوسو څخه ډېر لږ شمېر کسان وسله واله جګړه پر مخ بيايي، موږ تقريباً لاس تر زنه ورته ناست يو او د دې جګړې متمم او پياوړي کوونکي ډول ډول فعاليتونو ته مو شاورګرځولې، بلکي په موږ کي ځيني په مجاهدينو پسي داسي بې بنسټه او نامعقولي خبري کوي چي د هغو د زړونو د ماتېدو او د دښمن سره د تبليغاتي مرستي په معنا باله سي. دا کار د موزيګيانو او ټيټو ساکښانو رشه ده او دغسي بې همته خلک خورا ډېر دی.

رسول الله صلى الله عليه وسلم به د حق او باطل د جګړې په بهير کي حضرت حسان بن ثابت او کعب بن مالک رضي الله عنهما هڅول چي په خپلو شعرونو کي د کفارو بدۍ او عيبونه بربنډ کړي، هغه به حسان ته ويل:

« اهْجُهُمْ أَوْ هَاجِهِمْ وَجِبْرِيلُ مَعَكَ»[بخاري] (د مشرکينو بد [هجو] ووايه، ځکه جبرائيل عليه السلام پرله پسې ستا تاييد او ملاتړ کوي). او دا به يې هم ويل:

« اهْجُوا قُرَيْشًا فَإِنَّهُ أَشَدُّ عَلَيْهَا مِنْ رَشْقٍ بِالنَّبْلِ »[مسلم] (په شعرونو کي د کفارو هجو وواياست، ځکه چي دا پر هغو باندي د غشو تر وارو ډېر بد پرېوزي).

د اسلامي نړۍ يو نامتو عالم ډاکټر سفر الحوالي وايي:” دا يوه لويه تېروتنه ده چي دغه جګړه په يوه ميدان کي رامنحصره سي او يا يوازي موږ دا واجب وګڼو چي يوازي او يوازي وسله واخلو او د کفارو سره په وجنګېږو او که داسي ونه کړو، نو ګواکي موږ هيڅ نه دي کړي. ترڅو چي موږ پوهيږو چي زموږ دښمن دغونه مکار دى او دا جګړه دغونه پراخه ده، نو موږ ته لازمه ده چي د دې جګړې دغو ټولو مجالاتو او فرصتونو ته پام ولرو.

له دې خبرو څخه معلومه سوه چي د کفارو سره جهاد او د هغو سره سخت برخورد يوازي په تودې جګړه پوري محدود نه دى، بلکي په دې لار کي ټولي هغه هلي ځلي شاملي دي چي د دښمن د ماتي او له اسلامي اورشو څخه د هغه د وتلو، د دوى له مظالمو څخه پخپله زموږ او د خداى د نورو بې وزلو او مستضعفو بنده ګانو د ژغورلو او د إعلى کلمة الله لامل سي. چي په دې کي د دښمن په وړاندي د ټولو مسلمانانو يو والى او په ټولو ممکنه وسايلو او لارو چارو د هغو سره مقاومت او ضديت، په  شتو او سرښندنه، ژبه، قلم، دعوت او تبليغ، وخت لګولو، زيار او زحمت ګاللو، د پوهي او استعداد په کار اچولو او اسلامي دفاعي سياست کولو سره هلي ځلي  چي د غليم د نيواک د طردېدو، د هيواد د خپلواکۍ، د اسکېرلو انسانانو د ژغورني او د اسلامي واکمنۍ د ټينګښت لامل کيږي، دا ټول جهاد او سخت برخورد باله سي. لوى څښتن جلت عظمته فرمايي:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنْجِيكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ* تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴾[الصف:١٠ ــ ١١]

ژباړه: اى مومنانو! آيا زه تاسي ته هغه سوداګري دروښيم چي تاسي له دردناک عذاب څخه وژغورئ؟ پر الله او د هغه پر پيغمبر باندي پر ايمان باندي همېشه توب (مداومت) وکړئ او د الله په لار کي په خپلو شتمنيو او ځانونو سره جهاد وکړئ. دا (سوداګري) ستاسي لپاره (د دې دنيا تر سوداګرئ) ډېره ښه ده که تاسي (د شيانو په تاوانونو او ګټو) پوهېږئ (نو دغه چاري تر سره کړئ).

په دې باره کي آيتونه خورا ډېر دي او رسول الله صلى الله عليه وسلم هم فرمايي:

« جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ» (د مشرکينو سره په خپلو مالونو، ځانونو او ژبو سره جهاد وکړئ). [دغه حديث چي د احاديثو په ډېرو کتابونو کي روايت سوى دى حاکم په المستدرک کي او نورو حديث پوهانو د مسلم پر شرط صحيح بللى دى].

همدا راز علماى کرامو په دې جهاد کي د اشغالګرو په وړاندي د مسلمانانو اعتصابونه، پاڅونونه، تحصنونه، کاربندۍ او داسي نورهم شامل ګڼلي دي.

حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته لارښوونه کوي چي:

«مَن رَأى مِنكُم مُنكَرَاً فَليُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَستَطعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَستَطعْ فَبِقَلبِه وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإيمَانِ)[235] رواه مسلم.

ژباړه: له تاسي څخه چي کوم څوک يو بد کار وويني، نو د لاس او موټه په زور دي بدلون ورکړي، که دا نه سي کولای نو د په ژبه دي بدلون ورکړي او که دا هم نه سي کولای نو په زړه کي دي بد ځني يوسي او دا د ايمان ډېر ضعيف حالت دی.

ښه، په دې خو قانع يو چي زموږ په هيواد کي هره خوا د کفارو او د هغو د پلويانو له خوا رامنځ ته کړی سوي زښتي زياتي بدۍ او منکرات ليدل کېږي او دا هر څه پخپله پر موږ باندي ظلم باله سي، ځکه تاوان يې مستقيماً موږ ته رسېږي. خو آيا موږ د دغو منکراتو چي اصلاً زموږ پر ځانونو باندي ظلم او تېری باله سي په وړاندي لکه څنګه چي ښايي خپله اسلامي دنده د رسول صلی الله عليه وسلم د دغي لارښووني سره سمه تر سره کړې ده ؟ که مو نه وي تر سره کړې، نو د قرآن کريم د دې آيتونو تر خطاب لاندي نه راځو؟

﴿ لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ (78) كَانُوا لَا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ (79) تَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ (80) [المائدة: ٥ / ٧٨ ــ ٨٠]

ژباړه: د بني اسرائيلو کوم خلک چي کافران سول، پر هغو باندي د داود او د مريمي د زوى عيسى په خوله لعنت وويل سو. دا لعنت له دې امله وو چي دوى (پرله پسې د لوى څښتن له فرمانه) سرغړونه کول او (په ظلم، تباهي او نافرماني کي) له حده تېرېدل. دوى چي کومه بدي ترسره کوله، (په ښکاره به يې کول او په خوشاله به وه او) له هغې څخه يې يو بل نه منع کول. حقيقت دادى چي د دوى دغه کړندود ډېر بد وو. (ځکه چي يوې ډلي به منکرات ترسره کول او بلي ډلي به خوله پټه نيولې وه. په دې توګه ټول مجرمان سول او د خداى له رحمت څخه د ليري کېدو وړ وګرځېدل). ته به له دوى څخه  زياتره داسي خلک وينې چي(د مسلمانانو په وړاندي) د (بت پالونکو) کافرانو سره دوستي (ملاتړ او ملګرتيا) کوي. هغو چي(په دې کړنه سره) څه په خپل هکله ترخپلو ځانونو وړاندي (آخرت ته) لېږلي دي، څونه بد دي! چي له هغو څخه د الله د ناخوښۍ (او پر هغو باندي د الله دغضب) لامل سوي دي. او هغوى به تل (د دوږخ) په عذاب کي اوسي.

حضرت شيخ ابوعلي دقاق رحمة الله عليه ويلي دي: ” السَّاكِتُ عَنِ الْحَقِّ شَيْطَانٌ أَخْرَسُ، وَالْمُتَكَلِّمُ بِالْبَاطِلِ شَيْطَانٌ نَاطِقٌ “.([1]).

ژباړه: څوک چي د حق ويلو په باب پټه خوله اوسي، ګونګى شيطان دى او څوک چي باطلي خبري کوي ناطق (ويونکى) شيطان دى.

زموږ بله بدمرغي داده چي په موږ کي ځيني کسان هم د خپلو خواروونکو په وړاندی او هم د ظلم او اشغال د مبارزينو په وړاندي د خپل فکر او رايي د ضعف له امله څرګند دريځ نه سي لرلای او د حق او باطل تميز نه سي کولای. دوی قند او کرت (قروت) ته يوه بيه ايږدي او بې ادبي معاف شمشېر زن او کو…. ته په يوه سترګه ګوری. دغسي کسانو ته په عربي ادبياتو کي ” الْإِمَّعُ “ يا ” الْإِمَّعَةُ “ وايي، چي معنا يې ده: هغه سړی چي د هر يوه ملګری او پلوی وی، يا د هغه چا سره وي چي د ده د غوښتنو او هيلو سره برابر وي، يا چي هري خوا ته باد وي دی خپل غنم هغې خواته بادوي. په دې اړه د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه داسي روايت سوی دی:

«لَا يَكُونُ أَحَدُكُمْ إِمَّعَةً» ، قَالُوا: وَمَا الْإِمَّعَةُ يَا أَبَا عَبْدِ الرَّحْمَنِ؟ قَالَ: يَقُولُ: «إِنَّمَا أَنَا مَعَ النَّاسِ إِنِ اهْتَدَوُا اهْتَدَيْتُ، وَإِنْ ضَلُّوا ضَلَلْتُ، أَلَا لَيُوَطِّنُ أَحَدُكُمْ نَفْسَهُ عَلَى إِنْ كَفَرَ النَّاسُ أَنْ لَا يَكْفُرَ»(د طبراني المعجم الكبير،  8765 شمېره حديث).

ژباړه: له تاسي څخه دي هيڅ يو هم نه ” إِمَّعَة “ کېږي. چا ورته وويل: ای د عبدالرحمان پلاره ” إِمَّعَة “ څه معنا؟ هغه ورته وويل: ” إِمَّعَة “ هغه چا ته ويل کېږي چي وايي: زه د خلکو سره يم، که يې زما يا نورو خلکو سره ښه وکړه او پر سمه لار روان وه موږ به هم د هغو تبع کېږو او په پسې به يو او که يې پرموږ يا نورو باندي ظلم کاوه او بې لاري ول نو موږ به هم همدغسي ظلم کوو او بې لاري کېږو به، خو تاسي په دې هوډ او تکل اوسئ چي که چا ښه در سره کول نو تاسي هم ښه ورسره کوئ او که يې کفر غوره کاوه نو تاسي کفر مه ور سره غوره کوئ.

له دې څخه معلومه سوه چي انسان بايد خپل ځان ته يو شخصيت ولري او داسي ونه کړي چي غله ته ووايي:” ته هم ښه وايې“. او د غلاسوي شي خاوند ته ووايي :” ته هم ښه وايې“. بلکي د حق او باطل د توپیر لپاره بايد د حق د پېژندلو کوښښ وکړي. که د څېړني په پايله کي څوک بې لاري او ظالم ورته جوت سي نو بايد په وړاندي يې ودرېږي، نه داچي پر دواړو د يو شانته ملامتيا يا ترک دعوی فيصله راوباسي او يا يې په هکله خوله پټه ونيسي، ځکه د همت خاوندان په دغسي مواردو کي د ظلم او ظالمانو په مقابل کي په همت او مړانه درېږي او مبارزې ته يې ور ودانګي.

د ظلم د منلو او د ظالمانو په وړاندي د بې تفاوتۍ پايلي:

د ظلم او د هغه د منلو يا يې په مقابل کي د بې تفاوتۍ ځيني نادودي علماى کرامو داسي په ګوته کړي دي: کله چي د ظلم بازار تود سي او خلک يې د رمې د پسونو په شان پر ځانونو ومني، نو د هيواد په ټولو سيمو او ښارونو او وګړو کي ظلم او بې عدالتي عامه او خپره سي، د خلکو مړانه او همت له منځه ولاړ سي ، زړونه يې سخت سي، ګناهونه او نارواوي دود سي، خيانت رامنځته سي، نفسونه او ارادې ضعيفي سي، د خلکو په زړونو کي مايوسي او نهيلي پيدا سي، د حق له ننګي او اقامه کولو څخه عاجز او بې وسي سي، د باطلو چارو تر سره کېده او باطل پالنه دود سي، چل ول او خطا ايسته د خلکو کسب وګرځي، په تول او ترازو کي چل ول کيږي، د خلکو وژني ډېري سي. له دې امله برکت ټول سي، بارانونه نه کيږي، د مځکي اوبه مخ پر وچېدو سي، کښتونه او نور لکه څنګه چي ښايي وده نه کوي او حاصلات يې بې برکته سي او د خلکو واک اختيار کم سي.

علامه شيزري رحمه الله  د المنهج المسلوک  په ٣٦٧ مخ کي ليکلي دي: ظلم د عوامو د ژوند د چارو د ګډوډۍ، د دولت د بې واکۍ، د هيواد د ورانۍ او د آخرت د عذاب لامل ګرځي.

رشتيا هم دغسي ده. دادى موږ وينو چي زموږ په هيواد کي د خپلو او پردو د ډول ډول ظلمونو له امله زموږ د خلکو او هيواد هر څه وران ويجاړ سول، هيواد مو د کلونو کلونو لپاره د نړۍ د تمدن له کاروانه وروسته پاته سو او خلک مو د ډول ډول بدمرغيو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان دي. نو راځئ چي پر ځانونو او پرخپلو همنوعانو باندي د دغو ظلمونو منل، د ظلم غوندي د اخلاقي فضايلو ضد رذيله او د بې همتۍ لويه نخښه وګڼو، حق په زغرده او اسلامي او افغاني مړانه حق وبولو او باطل ته په باطل ووايو، د هيواد او خلکو د ژغورني په مبارزينو پسي بې بنسټه اوتي بوتي ونه وايو، بلکي خپله اصلي دنده چي د قرآن کريم د البقره سورې په (194) آيت کي راته سپارل سوې ده (پورته دغه آيت او د هغه ژباړه رداغلې ده). د يوه متعهد، پوه او با شخصيته مسلمان په توګه تر سره کړو او د ناخوالو پر ضد را وپاڅېږو والسلام

([1])-    دا د شيخ ابوعلي دقاق رحمة الله عليه نيشاپوري، شافعي له مشهورو ويناوو څخه ده. ابوعلي دقاق  د خراسان (پخواني افغانستان) له نوموتو صوفيانو او عارفانو څخه دى. د ده يادونه د شيخ فريد الدين عطار په تذکرة الاوليا او داسي نورو ډېرو کتابونو کي سوې ده. ابن کثير د ده مړينه په ٤١٢هـ کال ګڼي. د ده مقبره د ترکمنستان  د عشق آباد په (٢٠) کيلومتري کي، په باقر نومي کلي کي ، قلعه نسا ته نژدې د ”کوپه داغ“ نومي غره په لمن کي  ده . دغه مقبره او ورسره جومات او څه نوري ودانۍ په (٢٠) هکتاره مځکه کي موقعيت لري او عام زيارت دى چي په ترکمنانو کي په ”شيخ الو بابا“ شهرت لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د