غزني: د امنیتي غونډې په مهال، پر ولایت مقام توغنديز برید شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): غزني کې د ملي دفاع وزیر په مشرۍ د تللي پلاوي پر غونډه توغندیز برید شوی دی.

د ملي دفاع له وزیر طارق شاه بهرامي سره په دې سفر کې د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت مرستیالان هم ملګري دي.

دوی چې د غزني ولایت مقام د ننه د غزني دامنیتي وضعیت اړوند پر غونډه بوخت و، دغه ځای کې را توغول شوي توغندی ولګید.

د ښار اوسېدونکي وايي چې درې پرلپسې توغندي را توغول شوي دي، چې يو يې په ولایت مقام کې د ننه، بل ولایت مقاته نږدې ښاروالۍ ریاست ته څېرمه او بل هم معارف ریاست کې لګېدلی دی.

د غزني د والي ویاند دې توغندیز برید کې یوازې د دوو عسکرو ټپي کېدل مني.

طالبانو د دې برید په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

غزني یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې طالبانو يې پرلپسې د ځينو ولسوالیو او پوځي مرکزونو د سقوط خبرونه ورکړي دي.

یاده دې وي د غونډې له ګډوډېدو وروسته غزني ته له کابله راغلی پلاوی بېرته کابل ته روان شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د