خوست؛ باک ولسوالۍ کې د کمپایني عسکرو له لوري وژل شوي ملکي وګړي

خوست: کمپایني ځواکونو د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په خوست کې کمپایني ځواکونو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو تن يې مرګوني ټپي کړی دی.

پېښه تېره شپه د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې شوې ده، د ځايي اوسېدونکو په قول کمپايني ځواکونو پر یو کور چاپه ووهله او د کورنۍ پنځه تنه يې ووژل او یو سخت ټپي دی.

د باک ولسوالۍ د بهرام خېلو کلي اوسېدونکي وايي کمپايني ځواکونو د کورنۍ د ښځينه غړو تر مخ د دوی نارینه وژلي دي، د دوی په وینا په وژل شویو کې یو تن ماشوم هم شامل دی.

د بهرام خېلو یو تن اوسېدونکي اکبر بابکرخېل نن ټکی اسیا ته وویل، په وژل شویو کې یو تن د شخصي ښوونځي ښوونکی، بل تن د مدرسې د یو مدرس موټر چلوونکی او د کورنۍ نورغړي عام اوسېدونکي و، چې له هیڅ جریان سره يې اړیکي نه درلودې.

د هغه په قول ټپي نور الرحمان نومېږي چې تېر کال د شیخ زاید پوهنتون له حقوقو فارغ شو، هغه د ژورو ټپونو له امله کابل ته لېږدول شوی چې حالت يې نازک ښوودل شوی.

د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر بینا هم دغه خونړۍ پېښه مني او وايي سیمې ته يې یو پلاوی لېږلی دی.

د باک سلګونو اوسېدونکو د دې پېښې په غبرګون کې لاریوون کړی او د قربانیانو جسدونه يې د ولسوالۍ مخې ته راوړي دي.

کمپایني ځواکونه چې د ولایتي ادارې له صلاحیته هم وتلي، په سیمه کې تر دې وړاندې هم د داسې خونړیو جنایتونو عامل شوي دي، چې ولس يې پرې وړاندې لاریونونه کړي خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

ياده دې دې وي د دې ځواکونو یو قومندان قابل تڼی څو ورځې وړانډې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.Bak1Bak3Bak4Bak5

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابودجانه منګل افغان
میلمه

اخ مظلومو او معصومو کلیوالو زړه می ټکان وخوړ او په ګریوان می د غم او درد اوښکی راتوی شوی چی کله می ستاسو په منورو او مظلومو مخونو سری وینی تر سترګو شوی. آی الله دا ستا هغه مظلوم بنده ګان وو چی په خپل ټول ژوند کی یی میږی ته هم ضرر نه وو رسولی. دا څه حال روان دی نه سوال شته نه جواب له یو مخی قتل کیږو په څه جرم؟ په کومه ګناه؟ کوم جرم مو کړیدی ایا د چا په هیواد او کور مو تیری کړیدی مظلوم دهقانان، ډریوران او استادان هم مصون ندی.… نور لوستل »

ځدران
میلمه
ځدران

د خوست کمپاینی او یا د غلامی اداری ټول ځواکونه اصلی تصمیم نیونکی نه بلکه د اشغالګرو وسیله ده دغه مرګونه د خوست کمپاینی ځواکونو نه بلکه اشغالګرو کړی . کله چه یو کس څوک په ټوپک ووژنی خلک نه وایی چه ټوپک هغه کس وژلی خلک وایی احمد یا محمود هغه قتل کړی نو د خوست کمپاینی ځواکونه د هماغه ټوپک حیثیت لری او اصلی وژونکی اشغلګر دی چه دوی یی تمویل او تجهیز کړی او دوی د مظلوم اولس هغه ناپوهه او غریبه طبقه ده چه قصدا یی د همدی اولس وژنی یا غلامولو د پاره د هغوی… نور لوستل »