ورزش

نړیوال جام: انګلستان سویډن او کرویشیا له زړه بوږنونکې لوبې وروسته روسیې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۷): د فوټبال نړیوال جام کوارټر فاینل مرحله پای ته ورسېده چې په کې انګلستان او کرویشیا لوبډلو نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

تېره ورځ د کوارټر فاینل مرحلې په وروستۍ دوه سیالیو کې انګلستان سویډن او کرویشیا له زړه بوږنونکې لوبې وروسته روسیې ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

په لومړۍ سیالۍ کې چې د انګلستان او سویډن لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په کې انګلستان سویډن ته په دوه- صفر ماتې ورکړه، سیالۍ له پېله د انګلستان په طرف وه چې په لومړي نیمایي کې یې یو ګول او په دویم نیمایي کې یې دویم ګول وواهه او بریا یې یقیني کړه.

په دویمه سیالۍ کې چې په زړه پورې او زړه بوږنونکې وه، د کرویشیا او د نړیوال جام کوربه لوبډلې روسیې ترمنځ ترسره شوه، پریکړه په پینالتي شاټونو وشوه چې کرویشیا څلور او روسیې درې ګولونه ووهل.

د لوبې لومړی ګول د روسیې لخوا په ۳۱مه دقیقه کې ووهل شو، چې د کرویشیا لخوا په ۳۹مه دقیقه کې ځوابي ګول ووهل شو، لوبې تر ۹۰مې دقیقې پورې دوام وکړ خو مساوي پای ته ورسېده، چې وروسته په ۳۰ اضافي دقیقو کې کرویشیا لوبډلې په زړه پورې ګول وواهه او د روسیې مینوالو زړونه یې مات کړل، خو د لوبې پای ته رسېدو څخه ۵ دقیقې وړاندې د روسیې لخوا ګول ووهل شو او یو ځل بیا روسیه لوبډله او مینوال یې راژوندي شول.

په دې سره لوبه مساوي پای ته ورسېده چې د پریکړې لپاره پیانالتي شاټونه ووهل شول. د کرویشیا ګول ساتونکی که څه هم سخت ټپي شوی و د روسیې توپونو مخنیوی وکړ، چې په همدې سره به پینالتي شاټونو کې کرویشیا روسیې ته له ۲-۲ مساوي کېدو وروسته په پینالتي شاټونو په ۴-۳ ماتې ورکړه.

په دې سره د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته فرانسه، بیلجیئم، انګلستان او کرویشیا لوبډلو لار وموندله.

د نیمه پایلوبې لومړۍ سیالۍ به د فرانسې او بیلجیئم ترمنځ د سې شنبې په ورځ په لسمه نېټه د شپې په ۱۰:۳۰، او دویمه سیالۍ به د انګلستان او کرویشیا لوبډلو ترمنځ د چهارشنبې په ورځ په یوولسمه نېټه د شپې په ۱۰:۳۰ بجې ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x