fbpx

کولن مونرو: مجیب الرحمن تکړه جادوګر توپ اچونکی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د نیوزېلنډ لوبډلې تکړه توپوهونکي کولن مونرو یوې هندي سپورتي رسنۍ ته ویلي چې مجیب الرحمن تکړه او جادوګر توپ اچونکی دی.

په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې دویم مقام لرونکي توپوهونکي کولن مونرو د هند رسنۍ کریک انفو سره په مرکه کې د مجیب الرحمن په اړه وویلې چې هغه تکړه، ځوان او جادوګر لوبغاړی دی، او کولای شي د خپلې لوبډلې لپاره سترې لاسته راوړنې ولري.

نوموړي زیاته کړه چې زه په آی پي ایل کې مجیب الرحمن سره مخ شوی یم او هغه زما ویکټ هم ترلاسه کړې ده، زه وپوهیدم چې نوموړی پخپلو تاوونکو توپ اچونو کولای شي د نړۍ تکړه لوبغاړي وسوځوي.

کولن مونرو چې په اصل کې سویلي افریقایي دی خو د نیوزېلنډ جنسیت لري، یادونه وکړه چې ”جادوګر“ په دې معنا چې نوموړی څو ډوله توپ تاووي او توپوهونکی نشي کولای د هغه توپ په سمه توګه وپلټي.

مجیب الرحمن اوسمهال په انګلستان ویټالیټي بلاسټ کورني لیګ کې د همپشایر لوبډلې لخوا لوبیږي چې کولن کونرو ورسره هم په دې لوبډله کې یوځای دی، دواړه د یادې لوبډلې لخوا په یو وخت اخیستل شوي ول.

له بل اړخه مجیب الرحمن هم یادې رسنۍ سره په مرکه کې وویلې چې کولای شي څلور یا پنځه ډوله توپ وولي، او غواړي د نړۍ غوره لوبغاړي وسوځوي.

۱۷ کلن سوکه توپ اچونکي زیاته کړه چې دده د خوښې ویکټه د ویرات کوهلي سوځول وو، چې په آی پي ایل کې یې د هغه ویکټه ترلاسه کړې وه.

د یادونې وړ ده چې مجیب الرحمن په آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب لوبډلې لخوا په لومړي ځل واخیستل شو او په لسو لوبو کې یې ۱۴ ویکټې ترلاسه کړې، چې له هغې وروسته په انګلستان لیګ کې د همپشایر لوبډلې لخوا واخیستل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د