ټولنیزه برخه

له بده مرغه ستا ماغزه مينځل شوي دي! / ویډیو

ژباړه: حامد افغان

زما سره ستا لپاره ډېر بد خبرونه دي، ستا ماغزه مينځل شوي دي!

زما د دې خبري دلیل دا دی چې هر شی ته وینې، اورې او لولې، دا ټول ستا پر فکر کولو اغېز شندي.

اوس چې ته خبرونه واورې نو فکر کوې د انسانانو حالات بېخي خراب دي او په ناوړه امنیتي وضعیت کې ژوند کوي، او هر څه خطرناک درته ښکاري.

خو خبره داسې نه ده؛ د هارورډ پوهنتون یوه پروفیسر څېړنه کړې ده، او دې پايلي ته رسیدلی دی چې د انساني ژوند لپاره موجوده زمانه د بل هر وخت په نسبت ډېره د امن او ارام زمانه ده، چې خبره ښه کره شي دلته د امریکا د عدلي ارګانونو او د فډرالي استخباراتو ادارې څو احصائيې رااخلو:

په امریکا کې له 1993م کاله راوروسته په وسلو د وژنو پېښې 39% کمې شوې دي. او په وسلو د ټپي کیدلو پېښې 69% کمې شوې دي.

خو کله چې ته خبرونه واورې او رسنۍ تعقیب کړې نو مکمل به د دې باوري احصائیو پرخلاف فکر کوې، ته به فکر کوې چې حالات د خرابېدو پر لور روان دي، داسې نه ده؟!

راځه اوس د نورې نړۍ په اړه وغږېږو. ایا په نوره نړۍ کې امنیت او ارامي تر پخوا ښه شوې ده؟ بلکل همداسې ده، نوره نړۍ کې امنیت زیات شوی، ټوله نړۍ کې جګړو کې د وژل کیدونکو وګړو کچه د نولسمي پېړۍ د پنځوسمې لسیزې په نسبت 1/12 ته راښکته شوې ده.

نو موجوده زمانه یو انسان ته د ژوند کولو لپاره د پخوا په نسبت ډېره ارامه او د امن زمانه ده.

ښايي تا ته پوښتنه پیدا شي، چې که رښتیا نړۍ د امن په لور روانه وي، ولې د رسنیو خبرونه ټول منفي او په شخړو، وژنو او بدامنیو راڅرخي؟

د دې لامل دا دی چې د رسنیو خلک ستا د ماغزو د کار طریقه پېژني، ستا دماغ د ژوند په منفي شیانو او اړخونو زیات تمرکز کوي، ځکه ستا ماغزه غواړي ته تر ډېره ژوندی پاته شې. له همدې کبله څومره چې رسنۍ منفي خبرونه زیات خپروي هغومره د لیدونکو توجه ورته زیاتیږي، او په دې سره انساني ماغزه د منفي خبرونو ترلاسه کولو عادت واخلي، او رسنۍ له همدې موقع څخه په استفادې خپل سوداګریز اعلانات درباندې ویني چې ډالري ګټه یې همدغه رسنۍ ترلاسه کوي.

له همدې کبله طبیعي ده چې حالات زیات خراب ښکاري او نړۍ تر پخوا زیاته بې امنه او له جګړو ډکه ښکاري. خو لکه څنګه چې موږ وویل، موجوده وخت کې نړۍ د پخوا هر وخت په نسبت ښه امنیت لري او آرامه ده.

اوس به له دې خبرو څه ګټه ترلاسه کړې؟

د دې پرځای چې خبرونه واورې او د نړۍ حالاتو ته له منفي اړخه وګورې او پریږدې چې دغه خبرونه ستا ماغزه ومینځي، د دې پر خلاف ته کولی شې چې پخپله خپل ماغزه په مثبته طریقه ومینځې، هغه داسې چې ته یې د کتاب له لوستلو پیل کړه، ته کولی شې ګټور او تعلیمي فلمونه وګورې، داراز یوټوب کې نور ګټور مواد وګورې، ته کولی شې ګټوري ويناوي واورې. او داسې نور.

ځکه همدا لاره ده، په دې توګه ستا ماغزو ته مثبت او د ګټي مواد لاره مومي، په دې توګه ته پخپله خپل ماغزه په مثبته توګه مینځلی شې. د رسنیو پرخلاف، هغه ستا ماغزه په منفي شیانو ککړوي. او د وخت په تېرېدو سره دې په منفي خبري توکو روږدی او عادي کوي او دا اعتیاد لویه فکري ناروغي ده. خو له نېکه مرغه داسې ناروغي چې علاج یې ستا لاس کې دی او هغه دا چې له رسنیو ځان لیرې ساته او په ګټورو چارو بوخت اوسه.

پورته متن په اصل کې د لاندي ویډیو کټ مټ ژباړه ده:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
د الحاج استاذ بیانزی

افغان صاحب ، نیکی هیلی او سلامونه می ومنۍ ! ستاسی ټولی لیکنی خو د کانی کرښی یعنی په حقایقو متکی دی او ډیری لیکنی مو تیری عبرتی قیصی او یا نوری دینی توصیی وی مګر دا خل دی له یوی امریکایی ویدیو مستقیما استفاده او ژباړلی او مونږ سره مو شریکه کړی یعنی سربیره پردی چه په ډیرو ښو تکو ته پکی ګوته نیولی شوی داسی وانمود کوی چه په انګریزی ژبه هم قابو لری زه به هم حه ورسره شریک کړم : دغه د برین واش یا مغز پریمنخل چه می خبل ژوند کی لمړی ځل واورید زه… نور لوستل »

سوله ،اوربند

بیلکل بیانزی صاحب.ستا خبری سره به زه هم ټکی ور اضافه کړم،هغه دا چه ښه انسان،ښه مسلمان،هیچری د خپل اسلامی هیواد څخه د کفر مملکت او د دجال ښار(لندن)ته پناه نه وروړی،بلکه ښه مسلمان په خپل اسلامی ملک باندی فخر کوی،او دجال (انګریز )ته باید وښایی چه،وږی تږی ناست په خپل اسلامی ملک کی ښه یم.نه د تخت د پاسه ناست ای دجاله(انګریزه)ناست دستا کور(لندن )کی.همدا اوس بکس اخلی روان کیږی،له خپل تربور سره په جمع او جومات کی یو ځای کینی،

غلام حضرت

د ګران حامد څخه مننه چه زیار ئې ګاللی اوپورته مطلب ئې ژباړلی او وړاندی کړیدی. که اجازه وی فقط څو لنډ ټکی د نوموړی مطلب د ترتیب کوونکو د مزخرفی ادعا په هکله وړاندی کوم: ۱- د بشری تاریخ په اوږدو کی نن ورځ غوندی توره او وېروونکې سایه نه ده خپره شوې.لوږه، ناروغی،وژنه،توطئه،د وژونکو او ویرانوونکو وسلو تولید او خرڅلاؤ او کارونه،پر کمزورو پرګنو ظلم او تېری او نوری بدمرغۍ د نن ورځی د استعمارګرانو شوم سوغات دی سالم بشریت ته. ۲- غربی ټولنه خصوصاً امریکائي ټولنه د ډول ډول روحی ستونزو سره لاس او ګرېوان ده، حاکمه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx