دکرنل امام مړی وموندل شو

clo_imamپاکستانی خبری منابعوخبرورکړیدی چی دای ایس ای پخوانی
مشر سلطان امیر تارړ چی په کرنل امام سره شهرت لری تیره ورځ میرعلی
ته نژدی دکرم کوټ په سیمه کی وژل شوی پروت وه
له بله پلوه دپاکستانی طالبانو دپاڅون مشر حکیم الله محسود په یوه
ویډیوی پیغام کی دکرنل امام دوژلو پړه په غاړه اخیستی
اوزیاته کړیده چی کرنل امام یومنافق شخص او
اودوه طرفه لوبیده نو ځکه یی دخپلوکړنو سزا ولیدله
دپاکستانی طالبانو له طرفه دپیښورښارد اسلامی پوهنتون دبرمته شوی
پروفیسر اجمل خان ویډیو هم جاری شویدی اوپه جاری شوی
ویډیوکی نوموړی دخیبرپښتونخوا ایالت له لومړی وزیر څخه غوښتنه کړیده
چی ژرترژره باید دطالبانو غوښتنی ومنل شی، ورنه زما انجام به هم دکرنل امام
په شان وی. دعینی شاهدانو په وینا چی کرنل امام په ډزو سره وژل شوی دی
اواته مرمی یی پربدن لګیدلی دی.

           بخت الرحمن بخت



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.