fbpx

کرېکټ: پاکستان استرالیا ته د درې ملکي سیریز پایلوبه کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او استرالیا ترمنځ د درې ملکي سیریز په پایلوبه کې پاکستان استرالیا ته ماتې ورکړه او یاد جام یې وګاټه.

پاکستان د فخر زمان او شعیب ملک په زړه پورې توپوهنې د استرالیا لوبډلې ستر هدف پوره کړ او د یاد جام اتلولي یې وګټله.

په دغه سیالۍ کې لومړی استرالیا توپوهنه وکړه چې په لومړي سر کې یې چټکه توپوهنه ترسره کړه خو په وروستي اورونو کې په زیاتو منډو جوړولو ونه توانېدل، په همدې ډول یې په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۳ منډې جوړې کړې.

په توپوهنه کې د استرالیا اوپنرانو د ۹۵ منډو ملګرتیا وکړه چې شورټ ۷۶ او فینچ ۴۷ منډې جوړې کړې، په توپ اچونه کې محمد عامر ۳ او شاداب خان ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

په ځواب کې پاکستان لوبډه له ستونزو سره مخ شوه، چې د میکسویل په لومړي اور کې یې دوه پرلپسې لوبغاړي وسوځېدل، خو وروسته فخر زمان او شعیب ملک د ۱۰۷ منډو په زړه پورې چټکه ملګرتیا وکړه او ټاکلی هدف یې په اسانۍ پوره کړ.

په دې سره پاکستان لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو ټاکلی هدف په وروستي اور کې پوره کړ، او استرالیا ته یې ستره ماتې ورکړه.

د پاکستان لخوا فخر زمان ۹۱ او شعیب ملک ۴۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې فخر زمان د لوبې او سیریز غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه سیالۍ د پاکستان، زمبابوې او استرالیا ترمنځ په زمبابوې کې ترسره شوې چې پاکستان لوبډلې یې اتلولي وګټله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د