
افغانستان
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف نن د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسيد.
د ملي امنیت د شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي، هغه له محمد حنیف اتمر سره لیدلي او د د هېواد او سیمې په امنیتي وضعیت يې خبرې کړې دي.
د سرچینې په وینا دوی د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه هم د دوه اړخیزې همکارۍ ژمنې وشوې.
حنیف اتمر په تاشکند کې د افغان سولې اړوند وړاندينۍ ناسته هم د مننې وړ یاد کړه او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا هم د افغان سولې لپاره د هڅو د کوربه توب ټټر وواهه.