fbpx

ترکیه کې ۱۸۰۰۰ مامورین په یوه فرمان له دندو ګوښه شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ترکي چارواکو یو فرمان صادر کړی چې پر اساس یې تر ۱۸۰۰۰ زیات مامورین له دندو لیرې شوي.

د ترکیې رسمي جریدې نن یکشنبه د ۱۸۶۳۲ کسانو نوملړ خپور کړی او ټول یې له دندو ګوښه شوي اعلان کړي. د ګوښه شوو کسانو ډیری هغو د پولیسو او پوځ په لیکو کې دندې ترسره کولې.

دا بې ساری فرمان د ولسمشر رجب طیب اردوګان د وفادارۍ سوګند نه، چې ټاکل شوې سبا ترسره شي، یوه ورځ مخکې صادر شو.

ښاغلي اردوګان د تېرې میاشت په وروستیو کې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او سر له سبا به له پراخو واکونو او صلاحیتونو سره د ولسمشرۍ بله دوره پیل کړي.

د یاد فرمان له مخې ۱۹۹ تنه د مختلفو پوهنتونونو اکاډمیک شخصتونه او د وسلوال پوځ تر ۵۰۰۰ زیات کارکوونکي او شاوخوا ۹۰۰۰ پولیس په کور کښینول شوي.

د ګوښه شوو کسانو په نوملړ کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه د عدلیې وزارت او ۶۵۰ تنه د روزنې وزارت مامورین دي.

په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا نه وروسته د دې هیواد په مختلفو ارګانونو کې ۴۰۰۰۰ حکومتي مامورین د (فتح الله ګولن) تنظیم سره د تړاو په تور زنداني شوي او د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو دفتر د احصائیې پر اساس، له یادې ناکامې کودتا وروسته شاوخوا ۱۶۰۰۰۰ مامورین له دندو ګوښه کړل شوي.

که څه هم د ترکیې د واکمن ګوند مخالفین د ملکي او نظامي مامورینو د ګوښه کولو دا لړۍ غندي، خو حکومتي چارواکي یې د هیواد د ثبات په لار کې اړین اقدام ګڼي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د