fbpx
کابل کې د علماوو په نوم د ناستې یوه څنډه

غونډې ښې غونډې دي، خو خوند يې نيکولسن وړی

خالد رعد

ټاکل شوې د همدې روانې اونۍ په سه شنبه او چهار شنبه د سعودي په جده ښار کې د افغان جګړې او سولې په تړاو د علماء کرامو غونډه جوړه شي. ويل کيږي په غونډه کې به د ۳۷ هيوادونو ديني علماء شرکت کوي، چې دغه موضوع به له شرعي اړخه وڅيړي او په پای کې به متفقه فيصله وکړي.

دا چې د دغې غونډې اغيز به زمونږ په هيواد کې د روان يرغل يا جهاد اړوند څومره او په څه ډول وي، د اندونيزيا او کابل غونډو ته يو نظر مو په دې هر څه پوهولی شي.

د ۲۰۱۸ د مئ په ۱۱مه د اندونيزيا په پلازمينه (جاکارتا) کې او د روان ۲۰۱۸ د جون په ۴مه په کابل کې د ولسي جرګې په تالار کې د کابل دولت يا امريکا په غوښتنه د مذهبي مشرانو کومې غونډې جوړې شوې وې، پايلې يې موږ مشاهده کړې چې هيڅ وې.

که څه هم له دې غونډو وړاندې او وروسته زيات تبليغات وشول او حتی رسنيو په ټول توان سره د غونډو نتېجې د کابل ادارې او امريکايانو په ګټه نشرولې، خو وروسته د غونډو ځينو ګډونوالو په ژوندۍ بڼه په ټولنيزو رسنيو او ځينو تلويزيوني مرکو کې د يو طرفه رسنيو راپورونه رد کړل او واضحه يې کړه چې دوی د جګړې په روا او نارواوالي بحث نه دی کړی.

د کابل له غونډې وروسته رسنيو خبر ورکړ چې علماؤو افغانستان کې روانه جګړه ورور وژنه او ناروا وبلله، خو دا چې حقايق په يو نه يو ډول ځان ښکاروي، له دې غونډې سمدستي وروسته له درباري خادمانو پرته نورو ټولو شريکانو ويل چې موږ نه په کومه مسئله بحث کړی او نه مو فتوا صادره کړې ده، بلکې مخکې ليکل شوې فتوا واورول شوه او چا چې يې مخالفت وکړ، هغوی ونيول شول، آن کابل کې د علماؤو د مجلس رئيس هم له يو تلويزيو سره په مرکه کې خپله بې وسي ښکاره کړه او فتوا يې د ځان او علماؤو نه، بلکې د نيکولسن او اشرف غني فتوا ياده کړه.

لنډه دا چې دې غونډو نه کابل ادارې او نه هم امريکايانو ته ګټه وکړه او نه يې د يرغل ضد مبارزينو ته کوم تاون وکړ، بلکې مهملې پای ته ورسيدې. يادو غونډو ته په کتلو په زغرده ويلی شو چې د سعودي غونډه به هم دغسې مهمله پايله ولري او د افغانستان مسئلې ته به هيڅ ګټه يا تاوان ونکړي.

دا ځکه چې د دې مذهبي غونډو رنګ، خوند او بوی د نيکولسن خبرو وړی. که يرغلګر نيکولسن دغه غلطي نه وای کړې، ممکن په افغان مبارزينو يې دروند مذهبي فشار لرلی وای.

په هيواد کې د ناټو ځواکونو امريکايي قومندان نيکولسن د ۲۰۱۸ د مارچ په ۱۹ (۱۳۹۶-کب-۲۷) کابل کې د ناټو د روزنې ماموريت مرکزي قومندانۍ کې د ۱۳۹۷ لمريز کال په مناسبت غونډه کې وويل چې طالبان د جګړې له لارې بريا نشي ترلاسه کولی او دوی به د سولې د خبرو تر څنګ په طالبانو نظامي، مذهبي او ټولنيز فشار وارد کړي.

نيکولسن د مثال په ډول د لاتيني امريکا کولمبيا هيواد ياد کړ، چې د سولې خبرې او جګړه دواړه پکې روانې وې، خو تير کال پکې د سولې تړون لاسليک شو.

نوموړي په طالبانو باندې په ښکاره ټکو په ټولنيزو شبکو کې د خپلو افغان فعالانو د فشار يادونه هم وکړه او په واضح ډول يې وويل چې: «په اندونيزيا کې د علماؤو کنفرانس له جوړيدو سره به په هغوی (طالبانو) يو ډول مذهبي فشار هم راوړل شي.

د نيکولسن دغه خبرې د دې سبب شوې چې د هيواد په سياسي اوضاع د مذهبي او ټولنيزو فشارونو د منډو ترړو اغيز په اوبو لاهو شو او همدا خبره به وي چې له امله به يې راروانې مذهبي غونډې او ټولنيز پرلتي فشارونه بې اثره او مهمل ثابتيږي.

دا ځکه چې د افغانانو په شمول ټول نړيوال افغانستان اشغال او د امريکا يرغل ناروا عمل بولي او په وړاندې روانه مبارزه يې سپيڅلی جهاد. د دې ښکاره واقعيت په شتون کې د نيکولسن لخوا د نظامي، ټولنيز او مذهبي فشار خبرې تر لمر روښانه کړه چې که د علماؤو غونډې دي او که پرلتي تحرکات، ټول د امريکايانو د ناروا يرغل د پايښت او دوام په پار ترسره کيږي.

نو ځکه وايو چې غونډې او پرلتونه خو ښه په درز کې روان دي، مګر خوند، بوی او رنګ يې د نيکولسن يوې خبرې ترې ځبېښلی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پښتون
میلمه
پښتون

جنګ خو ښه جنګ کوی، خو مزه درنه پاکستان او روسی وړی ده. د ۳۷ ملکونو علماء د نیکولسن په خبر نه کیږی. او تاسی د یو وړوکي هیواد په سطحه دو سلنه هم نه کیږی، د اسلام دعوا کوی. نور درته وایم، بس دغه جنګ بس ده، اسلام ته دومره ګټه نده رسولی، څومره چې اسلام په نړي کې یو وحشی دین معرفی کړي. دا ځکه چې تاسو غوندي### ځان د اسلام ټیکه داران بولي. نه په دین خبر یي، نه به شریعت او نه په سیاست. که په دی کې په یو باندی هم لږ معلومات ولری، او… نور لوستل »

ځدران
میلمه
ځدران

څوک چه تبصره کی چاته کنځل او توهین وکړی هغه نه یواځی چه ښه مسلمان ، ښه پشتون حتی ښه انسان هم نه دی . تاسی د ۳۷ هیوادو د علماوو یادونه کوی مګر د امریکا په مشری د ۴۸ هیوادو اشغال مو هیر کړی نیکلسن د هماغو اشغالګرو وژونکو مشر جنرال دی کله چه یی په نظامی اړخ کی ماتی وخوړه اوس یی د فتنو وخت دی چه د سیاف او ربانی په شان علماوو باندی له سپینه تور او له توره سپین جوړ کړی هغه ویلی وو چه له دی وروسته به طالبانو باندی ( جه جبری روغی… نور لوستل »