دیني، سیرت او تاریخ

ته د اخرت ابدي نېکمرغۍ په څه شي اخلې؟!

ع: حبیبي

څوک چې د خام عمر مهال د دنیا په اړه سوچ کوي نو دا ورته ډېره اوږده ، او ژوند ورته یو ډېر پراخ مهلت ښکاري، خو داسې نه ده، بلکې په دنیا کې پاته کېدل د یوې ورځې او آن ځینو خو یوه نعره وخت بللی. قرآن کریم هم دغه لنډون ته په اشاره فرمایي: یا ایهاالذین امنوا اتقوا الله ولتنظر نفس ما قدمت لغد (الحشر:۱۹)

ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان مو راوړى دى! له الله تعالی څخه ووېرېږئ۔ او هر یو له تاسو دې هغه شي ته وګوري چې ده د سبا ورځې (قیامت) لپاره مخكې لېږلى دى.

او که پرتله یې کړو نو هم په قبر کې د انسان درنګ تردې ډېر اوږد دی ، د قیامت بیا یوه ورځ پنځه سوه کاله او په جنت یا دوزخ کې ژوند بیا ابدي دی چې کله هم نه ختمېږي.

د ژوند هره سا ستا د عمر د ودانۍ خښته ده، هر نفس دي د خپل مرګ ته نژدې کېدو پرلور یو ګام دی او په هره ساه وتلو له تا څخه یوه برخه کمېږي.

رسول الله مبارک فرمایي: اعمار امتي مابین الستین الی سبعین، و اقلهم من یجوز ذالک. (ترمذي:۳۵۵۰)

ژباړه: زما د امتیانو عمرونه د شپېتو او اویاوو کلونو تر منځ دي او لږ خلک به داسې وي چې تر دې به زیات عمر ولري.

نو ته دې هغه عُمر ته چې په دنیا کې یې لرې فکر وکړه، که موږ ستا عمر ۶۰ کاله فرض کړو، نو لومړي شاوخوا ۱۵ کلونه خو به په ماشومتوب کې تېر شي، دېرش کاله به په خوب تېر شي، هغه هم که ته دسهار او غرمې خوب ونکړې، او د پاته نور عمر په ډېره برخه کې به ته دا کارونه کوې چې خپل شهوات پوره کړې ، خوراکونه وکړې، کاروبار او تجارت وکړې، له خپلوانو او دوستانو سره ناسته ولاړه وکړې، د غم او خوشحالۍ مناسبتونه وپالې او داسې نور

تر دې ټولو چې زیات شي هغه وخت خو نو په کار و چې خالص د اخرت په کارو کې لګېدلی وای؛ مګر بیا هم داسې ونشي! یوه برخه په غفلت کې تېره شي او په پاته لږ برخه کې چې ته کوم نېک عمل وکړې، عبادت وکړې، تلاوت وکړې او داسې نور، هغه بیا شیطان درته په خزه کې وي، ځکه نو یا د نیت د خرابۍ له وجې او یا په بېباکانه مجالسو او بې ګټې سیالیو کې ریاء شي.

نو ته ووایه ! چې د ژوند قدرمنه سرمایه دي په دې شیانو خرڅه کړه ، نو ته بیا ځانته د قبر آرام او د اخیرت د ابدې ژوند نیکمرغې په څه شي اخلې؟!

دا سې مه کوه، ته دې د خپل ژوند قدر وکړه، آخرت ته دې توښه برابره کړه او ته دې د خپل ژوند او عمر ارزښت د علماء کرامو (رحمهم الله ) په دغو اقوالو کې پیداکړه:

حضرت معاذ بن جبل (رضی الله عنه) روایت کوي چې: د جنت خلک به په هیڅ یو شي افسوس نه کوي، مګر یواځې په هغه وخت پسې به ارمان کوي چې په دنیا کې یې د الله تعالی له ذکر پرته تېر کړی وي.

حسن بصري ( رضی الله عنه) فرمایي: ما داسې خلک لیدلي چې د خپلو اوقاتو په قدر کولو کې به دومره ډېر حریص ول چې تاسو د دراهمو او دینارونو په راټولولو کې دومره حریصان نه یاست.

حضرت مالک بن دینار(رحمه الله) وایي چې: موږ یو تابعي عامر بن قیس ته ورغلو، هغه ته مو وویل: ته ودرېږه چې یوه خبره درسره کوو! نو هغه راته وویل چې : لمر راته ودروئ! یعني وخت ډېر په تېزۍ تېرېږي، او چې تېر شي بیا نه بېرته راګرزي او نه یې تاوان جبیره کېدای او تعویض کېدای شي.

حضرت عبد الله ابن مسعود ( رضی الله عنه) فرمایي زه په بل هیڅ شي دومره نه یم پښېمان شوی، لکه په هغه ورځ چې لمر یې راباندې په داسې حال ولوېږي چې زما عمر پکې کم شې خو عمل مې پکې زیات شوی نه وي.

ابن عساکر ( رحمه الله) د مشهور فقیه سُلَیم بن ایوب الرازي (رحمه الله) په اړه فرمایي چې، ما د ده په باره کې اورېدلي چې له خپل ځان سره به یې د هرې ساه جلا- جلا حساب کاوو.

امام شافعې ( رحمه الله ) فرمایي: له صوفیاء کرامو سره مې ډېره ملګرتیا وکړه او یواځې دغه دوه کلمې مې ترې زده کړې: لومړی دا چې وخت لکه توره داسې ده ،که مات دي نکړ نو تا به مات کړي ، دووم دا چې که خپل نفس دي په حق مشغول نکړ نو نفس به تا په باطل مشغول کړي.

ابن القیم جوزي (رحمه الله )فرمایي: د وخت له لاسه ورکول تر مرګ ډېر بد دي، ځکه وخت ضائع کول دي له الله تعالی او آخرت څخه ، او مرګ دي له دنیاڅخه لري کوي.

ویښ انسان باید خپله یوه لحظه هم د خیر له کار پرته تېره نکړي، ځکه هره ساه یوه خزانه او یو امانت ده، هغه باید د هرې پوښتنې لپاره ځواب پیدا کړي، ځکه پوښتنه خامخا کېدونکې ده، هغه باید هره لحظه د داسې سفر لپاره چمتو وي چې پته نه لګېږي څه وخت به پرې غږ وشي.

ته په دنیا کې یو بندې یې او خپل ټول وس دي د خلاصون لپاره ولګوه، د دې لپاره دي خپل ځان ته د صبر قلف واچوه، د نفس او شیطان مقابله وکړه او ژبه دي وتړه، ځکه په راحت سره ته هیڅکله راحت ته نشې رسېدلای. د بدو خلکو له ملګرتیا ځان لري ساته، ځکه طبیعت دي له چاپیریال او بدو ملګرو څخه د بدیو غلا کوي. او مخکې تر دې چې د تلو ناڅاپې چیغه درباندې کېږي د تلو بستره دي وتړه ، ځکه هلته بیا نه پښېمانې ګټه کوي، نه دوستان او خپلوان د چا مرسته کوي او نه د مرګ ملکې چاته مهلت ورکوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx