افغانستان

کندهار: طالبانو ۹ تنه بندي عسکر خوشي کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل):طالبانو د کندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کي ۹ تنه هغه عسکر له بنده ازاد کړي چي په وينا يې د مختلفو جګړو په مهال يې ژوندي نيولي وو.

طالب وياند قاري یوسف احمدي وايي ياد بندیان د دوی د مشرتابه د حکم په اساس خوشي شوي.

د کندهار ولايت دولتي چارواکو تر دې مهاله د خوشي شويو عسکرو اړوند څه نه دي رسنيز کړي.

طالبانو د خوشي شویو بنديانو نومونه په لاندي ډول ياد کړي:

۱ : عصمت الله ولد عبدالنافع د کندهار ښار د دوهمي ناحيې اوسېدونکی.

۲ : ضياءالحق ولد عبدالخليل د مزار شريف اوسېدونکی.

۳ : سرورجان ولد محمد اسماعيل د کندهار د ارغنداب اوسېدونکی.

۴ : امين الله ولد عبدالحق د خاص روزګان اوسېدونکی.

۵ : برات خان ولد دين محمد د کندهار د معروف اوسېدونکی.

۶ : ملتان ولد سلطان د ننګرهار د شيرزادو اوسېدونکی.

۷ : روزي خان ولد اشرف خان د ګردېز د سید کرم ولسوالۍ اوسېدونکی.

۸ : پروېز ولد دلاور د بګرام د محمد خيلو اوسېدونکی.

۹ : امين ولد اميرګل د کنړ د څوکۍ ولسوالۍ د سلېمانزو اوسېدونکی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx