پنټاګون روزګان کې د وژل شوي عسکر معلومات خپاره کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت په روزګان کې د هغه امریکايي عسکر د هویت په اړه معلومات خپاره کړل، چې وړمه ورځ د طالبانو نفوذي ملګري خپله د ټوپک شپېلۍ پرې ور واړوله.

پېښه وړمه ورځ د روزګان ولایت اړوند په یوه روزنیز کېمپ کې هغه وخت رامنځته شوه، چې امریکايي عسکرو خپلو افغان همکارانو ته روزنه ورکوله.

طالبانو بریدګر خپل ملګری یاد کړ او ويې ویل چې په برید کې يې څلور تنه وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.

پنټاګون په جګړه کې د یو تن وژل کېدل او دوو نورو ټپي کېدل مني.

د پنټاګونو د معلوماتو له مخې وژل شوی عسکر چې دوی يې زوړور او د ګڼو مډالونو ګټونکی یادوي، جوزف مایکل نومېده، چې شل کاله عمر يې درلود.

د امریکا دفاع وزارت وايي، چې هغه خپلې دندې ته وفادار او ډېر وخت يې د جورجیا او الاباما پولو ته څېرمه په دنده تېر کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو نفوذي ملګري بهرني پوځيان په نښه کوي، بلکې تر دې وړاندې يې هم د دوی پر ګڼ ستوریزو جنرالانو هم د ټوپک شپېلۍ ور اړولې دي.

د پوځي شنونکو په باور په پوځي لیکو کې د طالبانو نفوذ، هغه سرخوږی ګڼل کېږي چې افغان او بهرني پوځي مشران يې له سختې بې باورۍ سره مخ کړي دي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د