د ټاکنو کمیسیون: تر اتو میلیونو ډېرو رایه ورکوونکو نومونه لیکلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي، چې د نوم لیکنې له پای ته رسېدو سره سم د رایه ورکوونکو شمېر تر اتو میلونو هم واوښت.

د ټاکنو کمیسینو یو کمیشنر حفیظ الله هاشمي رسنیو ته وویل چې د رایه ورکوونکو شمېره اته میلیونه او (۶۳۱۵۶۷) تنو ته رسېږي.

د رایه ورکوونکو لپاره د نوم لیکنې لړۍ د وري د میاشتې له ۲۵مې پیل شوې وه، چې د روانې میاشتې تر ۱۵مې يې دوام وکړ.

که څه هم د نوم لیکنې په پیل او اوږدو کې د ګڼو ستونزو خبرونه ورکړل شو، چې خلک نوم لیکنه نه کوي، په اړه يې عامه پوهاوی نشته، پر تذکرو له سټېکر لګولو وېره لري او دې ته ورته نورې ستونزې، خو بیا هم د ټاکنو کمیسیون دا پروسه بریالۍ بولي.

د نوم لیکنې په اوږدو کې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې دولتي مامورین جبراً نوم لیکنې ته اړ کړل شول، پر دې سربېره کندهار، هلمند او ګڼو نورو ولایتونو کې ځايي چارواکو خلک په زور نوم لیکنو ته اړ کړل او اعلان يې وکړ چې که د چا تذکره سټېکر شوې نه وه، پولیس يې د نیولو او ډبولو صلاحیت لري.

په ورته وخت کې د دې پروسې اړوند د ټاکنو د څار بنسټونو هم اندېښنې په ډاګه کړې چې ګواکې د رایه ورکوونکو د کره شمېر ښوودلو لپاره د ټاکنو کمیسیون کوم کره میکانیزم په لاس کې نه لري او د دوی له لوري اعلانېدونکې شمېره د باور وړ نه برېښي.

د ملي شورا غړو بیا دا پروسه په درغلۍ تورنوله او سره له اسنادو او شواهدو يې دعوه وکړه چې یو تن په څو نومونو تذکرې اخیستلی شي او جعلي تذکرې وېشلې کېږي.

پارلماني ټاکنې چې باید په ۱۳۹۴ل کال ترسره شوې وای، د بېلابېلو علتونو پر اساس د روان کال په تله کې ترسره کېږي، چې ورسره د ولسوالیو شوراګانو لپاره هم ټاکنې کېږي.

یاده دې وي د هېواد په ۱۳۵ ولسوالیو کې هیڅ ښځينه هم د ولسوالۍ د شورا د نوماندۍ لپاره خپل نوم نه دی لیکلی، چې د ټاکنو کمیسيون يې اندېښمن کړی دی.