افغانستان

د حکومت دواړه مشران د ناټو سرمشریزه کې برخه اخلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې د حکومت دواړو مشرانو ګډون ته مټې را بډ وهلې دي.

اجراییه ریاست وايي چې د دوی له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نه د ناټو سازمان ملکي نمایند زمیرمان رسماً هیله کړي چې تشریف ور وړي.

په ورته وخت کې د ګلخانې ماڼۍ چارواکي وايي محمد اشرف غني ته هم په دې کنفرانس کې د ناستې بلنه ورکړل شوې ده.

شاه حسین مرتضوي ویلي، چې محمد اشرف غني په دې غونډه کې د ناټو سازمان د غوښتنې له مخې ګډون کوي.

دغه ناسته چې د رواني لمریزې میاشتې په ۲۰مه به بروکسل کې جوړه شي، درې ورځې به دوام وکړي او درېیمه ورځ به د افغانستان اړوند بحث وشي.

په غونډه کې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو په ګډون د ۴۱ هېوادونو مشران یا وزیران برخه وال دي.

څو ورځې وړاندې د ناټو یو مرستیال وویل، چې دوی به په دې غونډه کې د افغانستان د ثبات اړوند او په دې هېواد کې د عسکرو ډېرولو ته د ناټو متحدین تشویق کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x