راځه چې جهاتیان سو

لیکنه: بخت الرحمن شرافت

تیره ورځ شیر بهادر او خان بهادر ددیواله شاته سره ناست، یو او بل ته یې دناخوالو، خواریو، بدبختیو او د ژوند په چارو کې دناکامیو کیسې کولې.

شیر بهادر ورته د خپل ژوند دغربت، مسکنت او خواریو کتاب پرانیستی وه خان بهادر ورته غوږ نیولی وه، شیر بهادر ورته وایې خان بهادره ډيري منډي مي وکړې، دبۍ، ایران، سعودي، سیند او ملتان ټول مي تر پښو وکښو هیڅ مي په جوړه نه کړه، کلي کې په کاریګر، زحمت کش، محنتي او شاقه کار باندي نامداره وم خو چې هرچیري تللی یم ناکامه راغلی، بس دومره څه پیداکړم چې کورته راشم د عبدالعلي دکاندار قرضونه نیم ادا کړم او صبا بیا په منډه یم.

خان بهادر، عینا زما کیسه ده، همداسي در بدره یم، تیر کال ایران ته لاړم ښه کار مي پیدا کړ، بد بختانه چې یوه جمعه بازار ته شوه سوم عسکرو ونیوم درې میاشتې مي زندان کي تیري کړې، چې راووتم بیا مي هرڅه له سره پیل کړو، بیا مي څو میاشتې پرلپسي کار وکړ، که ګورم له کور څخه تلفون راته وسو چې محمد زمان ناروغه دئ، ډاکټر ورته ویلي چې بډوګی یي اپریشن غواړي چې څه مي کټلې هغه مي کورته واستولې،، ما دلته بیا ټیکې ته زور ورکړ،، تر تا دي بې نه وي زه هم ښه موټي لرم په کارکولو کې زه هم نامداریم داچې بخت راسره یاري نه کوي، ټکري خورم.

شیر بهادر: خان بادره نو ولي جهات ته نه ځو، زمونږ دکلي د ټاټوسکي زوي خو دي پیژندی؟

خان بادر،، هو شیره ښه مي پیژندی، په یوه ښه نه وه خپله ګوله یې خولې ته نسو وړلی، بي کاره به کلي کې ګرځیدی زما او ستا جیب ته به یې سترګې وي،، دخلګو پورونه ورباندي وو، نور کلي کي بې باوره سوی وه، چا ورسره ناسته ولاړه نه کوله، خبرې یې بې باوره وې، تر رښتیا یې درواغ ډير وه، بس ظاهري رنګ او روغن یې ډير خوښیدی، نور د یوې ښې نه وو.

شیر بادر: ښه خانه ښه سو، چې ټولي بدۍ یې تا په خپله ژبه راته بیان کړې، خو خبر یې؟ یا شېرو راته ووایه څه کیسه ده،، هاو، خانه ته هم لا تر اوسه دفیل په غوږ کې ویده یې.

دټاټوسکي زوي اوس هغه د ټاټوسکي زوي نه دئ اوس په شبکه غږ کوي، د ټاټوسکي زوي به دي ورته ویلي وي خوله به درماته کړي،، هغه اوس سنګریار دئ،،، وروره سنګریار یې مه کوه،، نوره بلا ځیني جوړه سوې ده، اوس ها پخوانی درې شلې کیلو (…….) نه دئ یو رقم سپیني پونډۍ یې کړې سړی وایي په پونده مي خوله ورلګولې وای، یو سل او لس کیلو وزن لري، نوی ماډل فیلډر موټر ورسره وي،، دوهم واده یې کړی او پرون بیا حاجی لالا راته ویل چې اوس دریمه پسي هم ګرځي… هغه د خیمي او ګنډوالې ژوند یې اوس نه دئ، په لالي کوڅه کي یې ښه ګوټۍ رانیولې، راډو ساعت يې په لاس وي، مور او پلار یې تیر کال حج ته ولیږل، هاغه تر ټولو کوچني وررو ته یي هم هنډا موټر سایکل ولاړ وي.

شیرو، راته کیسه کوه د ټاټوسکي زوي دا دومره دنیا څنګه پیداکړه،، والا که یې نه شکل ددنیا دار وه او نه اخلاق، وۍ زما ربه د ټاټوسکي زوي او دومره پر مختګ، لږ ژر راته کیسه وکړه دايې له کومه کړه، خو نه یې کوم باغ درلود، نه یې چیري تجارت روان وه او نه هم له پلاره او نیکه ورپاته سوې وه، نو بیا دا ټول له کومه.

خانو، دا هر څه یې جهات کي مینده کړو،، چې ورڅخه پوښتنه وکړې درته وایې دا دجهات برکت دئ،، سي جهات کوې داشیان په خاماخوا میندې.

شیره داڅه وایې زمونږ دکلي ملا خو هره ورځ نسیت کې وایې چې جهات معني ستړیا، خواري دربدري او مشقت، داخو ته برعکس راته لګیا یې زه ستا د ومنم که دکلي دملا ده،، جهات ته خو زمونږ دکلي روزي خان ولاړ، چې اوس یې بچیان زما او ستا ساړه ټوک ته سترګې نیولې وي،، جهات ته خو حنان کاکو لاړ چې زامن یې اختر کي بوټونه او چپړي نه لري، جهات ته خو رحیم ولاړ چې کوروالا یې داختر په ماښام دبچیانو لاسونو باندي دنوکریزو پرځاي اوښکي تویوي.

دا ټول ته هم پیژنې او دکورونو په وضعیت یې هم ښه خبر يې، نو دټاټوسکې زوي بیا کوم جهات پیل کړې چې ودونه، فیلډري او کوټیاني پکښي موندل کیږي.

خانه یو خو ته ډير ساده سړی یې، اول خودي خوله نوره سمه کړه،، دغه دظالم بچی نور دټاټوسکي زوي مه بوله سنګر یار ورته وایه داخبره به ور رسېدلې وي ځان به هم غرق کړي اوما به هم درسره غرق کړې.

روزي خان مسکین، حنان کاکو او رحیم مسکینان دي الله پاک دجنت په کوټیانو ونازوي،، هغه جهات ته نه بلکي جهاد ته تللې وو، ما تاته کله ویل چې جهاد ته به لاړشو، ما درته جهات یاد کړی وه، جهاد کې رښتیا هم ستړیاوي، زحمتونه، مسکنت او خوارۍ وي، هغه چې زما اوستا د درازو وړاندي دیوې ګولې ډودۍ په تمه ناست دي، هغه چې اخترونو کي یې مور دنوکریزو پرځاي اوښکي لاسونو باندي تویه وي هغه دجهاتیانو نه.. جهادیانو اولادونه دي، جهادیان اکثره شهیدان شوي ، معیوب شوي، او یا دښمن سره زندانونه کې پراته دې، څو دګوتو په شمیر جهادیان اوس هم شته، چې ورسره مخامخ شې څیرو کي يې د جهاد اثرات لیدل کیږي، ستړي او ستومانه مالومیږي، له ستړیاوو او ستومانیو څخه خوند اخلي، ځکه جهادیانو له الله پاک سره سودا کړې وي، هغو ددې دنیا ژوند داخرت په ژوند باندي سوداکړی وي، دا ډیر کم کسان وي ، دوی ته ((اولی العزمه)) او ټینګو ارادو والا خلګ ویل کیږي،، دوي ددائمي هوساینې او ارام په خاطر موقتي خوندونه او مزې قربان کړې وي، دا ډول خلګ ټینګي ارادې لري، پرالله پاک باندي یې توکل محض کړی وي، دوي دنیا ترک کړې وي، د اخیرت پر ښکلي او خوندور ژوند یې پوخ یقین وي، دا نه ته کولی سي، نه زه او نه دټاټوسکې زوي.

که غواړې چې دې دنیا کې مزې وکړې نو دټاټوسکي د زوي پرقدم قدم کیږده او درځه سر له صبا څخه جهات ته ولاړشو، نوريې نه والا که د ایران په مسافرۍ شل کړې او نه هم د شپیستو په پولۍ، درځه لاړشو ژر تر ژره ځانونه رسمي کړو.

چې یو ځل مو رسمیت پیداکړ ته به بیا وګورې چې دکلیوالو رویه کې څومره تغیر راځي، شمسو اکا خو پیژنې چې لوریې په سیمه کې نوم لري،، که دنر زوي یې کور مخې ته به یې تیر سي،، او چې کله مو ځانونه جهات کې رسمیان کړو بیا به دغه شمسو اکا راپسي ټلفنونه کوي، کورکي لوي کړی سور چرګ به یي مونږ ته ساتلی وي.

خان بادره نوره کیسه مه درازه وه،، درځه چې کار شروع کړو،، آسمه ده شیره نو له کومه ځایه یې شروع کوو، خانه اول به ځانونو ته شبکې انتخابوو،، چې شبکې مو انتخاب کړې بیا به نور کار مخته بیا یو، ځکه چې یو وار جهات کې داخل سوو بیا مو خلګ په خان بادر او شیر بادر نه پیژني هلته به شبکې لرو….

ښه نو څه ډول شبکې دي خوښې دي؟ خانه شبکې باید داسي وي چې خلګ یې واوري او سمدستي دلګۍ راته رسمي کړي ددلګیو درسمیت لپاره شبکو انتخاب ډیر مهم وي.

شیره دلګي يې بیا څه شي دي،، ما خو روزي خان، حنان اکا او رحیم مسکین په یاد دي هیڅ دلګۍ یي نه لرلې، په تش لاس له کوره وواتو دالله اکبر ملکوتي چیغې يې له خولې ووتلي او ولسونه په پسي سوو.

های خانه دخداي سادګیه څو واره مي درته وویل چې هغه جهادیان وه، جهادیان رښتیا هم دلګیو ته ضرورت نه لري،، هغه یوه چیغه کوي، لکه د طالبانو مشر ((لوي ملاصاحب)) چې له میوند څخه چیغه پورته کړه، لوي، واړه، پښتانه، تاجک، عجم او عرب ټول یې ملګري سوو.

زه اوته جهات ته ځو، جهات لپاره به اول شبکې انتخابوو بیا به دلګیاني رسمي کوو،، بس چې کله دلګیاني رسمي سوې، نور زما او ستا ډوډۍ په غوړوکې ده چي هره دلګي مو کوله څوک مو مخه نشې نیولی.

ښه نو شبکې دي نه کړې انتخاب،، زه وایم ددې لپاره چې خلګ ښه وغولوو،، زما شبکه یې شیر بهادر د(ټولو نر) او ستا شبکه یې خان بهادر په (دوي کي نر)،، ((های هوښیاره دلته دي بیا چم راسره وکړ)) ځان دي دټولو نر کړ او زه یواځي په دوي کي نر،، یاره دا نو له خپله پلاره ګیله وکړه، چي نوم دي شیربهادر وای ته به مي هم دټولو نر کړی وای)

خان بهادر آ ښه سمه ده.

شیر بهادر: شبکې خو انتخاب سوې،، نوربه ته ماته (دټولو نر) او زه به تاته په (دوي کې نر) وایم،، خان بهادره داښه له ځان سره تکرار کړه ته خو ډير کوند ذهنه انسان یې داسي نه د امیر په مخکي دي شبکې هیري سي.

شیربهادره ستا خبره رښتیا ده که کوند ذهنه نه وای بیا مي جهات څه کاوو خو یو کار اوکسب به مي زدکړی وو،، داچي په هر ډګرکې مې ټکري خوړلې او اخیرمې جهات ته مخه کړه دا زما کوند ذهني ده.

خان بادره ترڅو چې رسمیات پیداکوو زما مشورو ته به غوږ نیسې،،، اوس به دواړه داسي کوو د څو وروځو لپاره به خلګو ته بلنې ورکوو ښه قورمې او پلاوونه پخوه خلګ راغواړه، کوښښ کوه چې دټاټوسکي زوي او دهغه ملګرو ته هم بلنه ورکړې،،، پام کوه ترخوله دي ونه وزي چې مونږ هم د جهات کولو نیت لرو.

دڅو ورځو لپاره څه خرچه وکړه،، ګوره یوه خبره په غور واوره داسي نه ده چې جهات دي شروع کړ نور به ارام ناست یي من اوسلوا به له اسمانه درباندي را اوري، دلته به هم بیداري کوې،، جهات دچلونو، غولولو، او فریبونو میدان دئ،، دلته چې څومره چلباز ، چالاک او فریبکاره وي هغومره به بریالی وي، داسي مفته نشه یې مه بوله، ښه یې وینې چې زمونږ دهیواد ځیني جهاتیانو څلويښت کاله خوارۍ وکښې، مسافرۍ،، جلاوطنۍ،، غلامي او ذلتونه يې وزغمل، ښارونه یې وران کړو، فساديې وکړ، عام ولس یې وواژه اخیر څلویښت کاله وروسته ایله په کابل کي دیوې یوې ګوټۍ خاوندان سوو.

ځیني نور بیا دجهات په دویمه ورځ په غلطي سره ددښمن په کمین کې ختلي دنیا او اخیرت یي دواړه برباد سوي، نو زما خبري ته غوږ نیسه جهات دغولولو او تیر ایستلو نوم دئ، ډير به بیداره یې، ځکه دې میدان کې دزمریانو پنجې نه بلکي دګیدړو چلونه ښه لوبه کولی سي.

نوداسي به وکړې که کور کې نوې غالۍ لرې هغه به دمیلمنو خونې ته را وباسې، که یې نه لري چیري یې کرایه کړه،، ښه لوښي برابرکړه دڅو شپو لپاره په جهاتیانو باندي ښه قورمي او چلاوونه وخوره…..

په دې پوهیږې چې زما دې خبرو کې څه حکمت پروت دئ؟ نه شیره سرمي نه خلاصیږي، های دخدای سادګیه، زړه ته مي نه لویږي چې ته دي جهات کې هم ددوهمي دریمي او کوټۍ خاوند سي،، لکه چي هسي اخیرت در خرابوم.

دخداي سادګیه، داچې بیا کله زه اوته جهاتیان سو، ښه ډیري پیسې، پیداکړو، دوهم او دریم واده وکړو،، فیلډرې مو دکور مخته ولاړې وي،، هلته که بیا چا ویل چې دا ټول یې له کومه کړو، نو به زه اوته ورته وایو چې مونږ هغه وخت لا قورمې او چلاوونه خواړو چې دجهات نوم مو نه وه اخیستی.

بیا به یي یوه ګټه داوي چې دمیلمنو په مخکي به همیشه ټيټي سترګي نه یو،،،، والا د ټاټوسکي کوټه کي زما سترګي کښته وي، همیشه یي دسترخوان باندي دمیلمنو په وړاندي دال شلومبې او یا کدو شلومبې پروت وي، چې ورته ووایې وروره میلمانه دي، لږڅه اکرام او درناوی یي باید وسي، وایې مونږ جهات کوو، او جهاتیان باید ساده ژوند ولري،، څه نه لرو کومه اعاشه چې مرکز د لهګۍ په نامه راکوي هغه دملګرو نه بس کیږي.

وا ظالمه داچې څه نه لرې دوهم دریم واده دې څنګه وکړ،،، کوټې دي له کومه کړه، له جهات څخه مخکي شمسو اکا دکور مخته نه پریښووې چې جهاتي سوې شمسو اکا خپله شاپیرۍ لور درته په نیکا کړه.

خانه په کورکي یې زمونږ دترلې لور واده ده، هغه وایې ټاټوسکی کورکي قورمي اوکبابونه خوري، میلمنو ته دال او شلومبې ورباسي، نو داچې بیا کورکي کبابونه خورو او میلمنو ته دال او شلومبې ورباسو،، اوس ترجهات مخکي به لا خلګ په قورمو او کبابونو اموخته کړو،،، نه ویل کیږي جهات دئ دنیا او دارایي به مو زیاته شي یو وخت به له اندازې زیات مصرف راڅخه وشي بیا به کولی شو چې دمعترضینو جواب ووایو چې مونږ له پلار او نیکه څخه له مصرف سره اشنا وو.

خان بادره یوه بله ښه خبره مي هم واوره، دې دنیا کې دجهادیانو لوبډلي غړي دلوبي په اوږدو کي یو به پل بسي کمیږي ځیني خپل اخیرت ته ځي، ځیني زخمیان او ټپيان سي، ځیني ړانده او ګوډیان سي،، ځیني دجهاتیانو دفریب او چل ښکار او منزوي سي، ځیني نور مایوسه کورونو باندي کښیني، پای لوبې ته بیا هم جهاتیان وزي کله چې وار ((دپیلانټي شوټ)) راسي دمنډو او ترنډو لوبه برابره سي دلته جهادیان شاته او جهاتیان رامخته سي.

دازمونږ دکور شا او خوا چې کومي هدیرې لیدل کیږي ټولي په جهادیانو ډکي دي،، هاغه ښارونو کي چې بیا کومي کوټۍ او بنګلې تر سترګو کیږي هلته جهاتیان اوسیږي.

خان بهادره مرګ او ژوند دئ، نه ویل کیږي کوم یو وړاندي سو،، سره ملکري یو او یو دبل نمک مو خوړلی،، داسي نه وي اخیرت کې مي له ګریوان څخه ونیسې او دخداي په وړاندي مي ملامت کړې،، چې دا ټول شیر بهادر وه زما اخیرت یې خراب کړ.

خبره داده چې جهات دي شروع کړ، له اخیرت څخه به لاس پریولې،، بس ددې ددنیا دڅو ورځو ژوند دئ هغه هم بخت او شنې دي که د( من او سلوا) څښتن سوې او که دجهات په دوهمه ورځ درباندي سړه مرمۍ ولګیده او مردار سوې،،، نوريې زما غاړي خلاصي داسي نه وي اخیرت کې مي یو خپل بار وي اوبل ستا ده هم را له غاړي سي.

والسلام

بخت الرحمن ((شرافت))

تبصرې (1)

  • شرافت صاحب نوری لیکنی دی خوښووم . مګر په دی لیکنه کی ( سره ددی چه څه ناڅه مثبت اړخ هم لری ) مګر د ناروغو غلامانو د پاره د تبلیغاتو ښه وسله په لاس ورکوی چه هغوی له قصده جهادیانو ته هم جهاتیان او ځان مړوونکی ووایی او په دی واسطه د خلکو سره شکونه او د جهاداو مجاهدینو په ضد ستونزی وزیږول شی .
    دیر کم کسان او یا د ګوتو په شمار کسان دی چه د جهاد په نوم له جهاده بده استفاده کوی او که زیاته استفاده یی کوله هغه د روسانو په ضد جهاد وو چه اداره یی د سوړ جنګ د غلامی تړون له لاسلیکولو وروسته د امریکایانو او اروپایانو په واک کی وه نو جهاد جهات جوړ شو او اوس هم د جهاتیانو او منافقینو ډله په شکاره د امریکایانو سره لوړ مقامونه او لوړ معاشونه لری له کافره مسلمان او له مسلمانه کافر جوړوی ، مګر اوس د اسلامی امارت مجاهدین د نفس مقابل جهاد کی مات شوی نه دی ځکه خو الهی مرستی تر لاسه کوی او امریکا یی د اندیوالانو سره په ډونګو کړی.
    ستاسی دا لیکنه که مظلوم اولس یی ولولی مجاهدینو ته ډیر تاوان اړوی د مهربانی له مخی په دی اړه بله لیکنه ولیکه او یو ډول تعبیر او تفسیر یی وکړه چه خلک له غلط فهمی راوګرځی مننه