شعـــــرونه

غزل – محمدعلي عمري

که درنه ولاړم دهجران غوندي به ورپیږې
پخپل وجودکې دتاوان غوندي به ورپيږې

چي پرځواني مې دپیچګ غوندي راتاوه نه شې
زه ډير ويرېږم دخزان غوندي به ورپیږې

که زما دهيلو جنازې ستاله کوڅې ووتې
لکه جنډه دګورستان غوندي به ورپیږې

دا ستا دحسن تربازارکه زه مایوس ووتم
اقتصادی ناورین دزیان غوندي به ورپیږې

ستا عمري پښتون پیمان دی که دې ونه مانو
ازاردګران پښتونستان غوندي به ورپیږې

مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x