fbpx

سعودي کې د علماوو په نوم کېدونکې ناستې ته افغان پلاوی روان شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): سعودي کې د علماوو په نوم د کېدونکې غونډې لپاره له افغانستان څخه هم ۳۶ کسیزه پلاوی روان شو.

دغه ډله د مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ په جده کې د کېدونکې غونډې لپاره سعودي عربستان ته روانه شوې ده.

دا غونډه په جده کې د روانې میلادي میاشتې په لسمه او یوولسمه د ۳۶ هېوادونو د استازیو په ګډون کېږي، چې په افغانستان کې به د جګړې په اړه هم بحث وکړي.

د سولې شورا وايي دوی دغه پلاوی له «ښکاره پیغام» سره دې کنفرانس ته لېږلی دی.

د دې شورا ویاند احسان طاهري وايي، دا غونډه له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل او افغان حکومت لپاره ډېره مهمه ده.

د افغان پلاوي یو غړي حاجي یوسفي امریکا غږ ته وویل، د دې غونډې د جوړولو هدف دا دی چې په افغانستان کې د جګړې د تحریم «فتوا» ورکړي، هغه وویل: «د دغې غونډې د جوړولو هدف دادی چې د جګړې د تحریمولو فتوا ورکوي او له طالبانو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لاره ونیسي.»

طالبانو وار له مخه دا ډول ناستې د امریکا له لوري د فشار هغه لړۍ بللې چې جنرال نېکولسن يې څو میاشتې وړاندې یادونه کړې وه.

دوی په یوه اعلامیه کې د نړۍ او هېواد په سطحه له علماوو غوښتنه کړې وه، چې په دې ډول غونډو کې له ګډونه ډډه وکړي او د افغان ولس پر وړاندې دې استخباراتي هڅې پر مخ نه وړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د