ټویټر اویا ملیونه اکاونټونه بند کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټولنیزې شبکو مشهورې رسنۍ ټویټر اعلان کړی چې دوی اویا ملیونه هغه اکاونټونه چې غلط خبرونه او تاو تریخوالی یې خپراوه له منځه وویستل.

د راپورونو له مخې ټویټر شبکې په مۍ او جون میاشت کې تر اویا ملیونو څخه زیات اکاونټونه بند کړي او دغه سلسله په جولایي میاشت کې هم دوام مومي.

له تیرې ډېرې مودې راهیسي د امریکا قانون جوړونکو پر فیسبوک او ټویټر یو شمېر نیوکې کړي چې دوی په افراطیت او تاوتریخوالي کې لاس لري، او له دوی یې غوښتي چې دغه ډوله اکاونټونه له منځه ویسي.

دغې ټولنیزې رسنۍ تېر کال له جولاي څخه تر دیسمبر میاشتې پورې دوه لکه ۷۴ زره ۴۶۰ اکاونټونه په دې تور له معلوماتو وروسته بند کړي وو چې د ترهګرۍ په هڅولو کې یې مرسته کوله.

د ترهګرۍ پر وړاندې له ځینو سر سختو هېوادونو لخوا پر ټويټر زور اچول شوی و تر څو هغه حسابونه له منځه یوسي کوم چې د ترهګرۍ په هڅولو کې مرسته کوي.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه له ۲ سلنو څخه زیات د ټویټر اکاونټونه د ترهګرۍ او افراطیت په هڅولو بوخت دي، چې د ټویټر په وینا به دغسې ټول اکاونټونه له منځه وړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د