fbpx

د شل اوریزو سیالیو نوي درجه بندي اعلان شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د شل اوریزو سیالیو نوي درجه بندي اعلان شوه چې په کې استرالیاوي توپوهونکي آرون فینچ نوی ریکارډ جوړ کړ.

وړمه ورځ د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د شل اوریزو سیالیو درجه بندي اعلان شوه چې په کې آرون فینچ په ۹۰۰ نمبرو ترلاسه کولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ او په لومړي نمبر شو.

د پاکستان اوپنر ځوان چپ لاسی توپوهونکی فخر زمان چې په تېره نیږدې کې په زړه پورې توپوهنه کوي له اوږد ټوپ وهلو وروسته په دویم نمبر شو.

د پاکستان، زمبابوې او استرالیا ترمنځ په درې ملکي سیریز کې آرون فینچ او فخر زمان په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې له امله یې فینچ په لومړي او فخر زمان په دویم نمبر شو.

همدا ډول د هند تکړه اوپنر توپوهونکی کی ایل راهول هم د انګلستان پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لړۍ کې غوره توپوهنه ترسره کړه چې له کبله یې درېیم نمبر ته پورته شو.

فخر زمان لومړی پاکستانی او درېیم نړیوال لوبغاړی شو چې په یو کال کې یې له ۵۰۰ زیاتې منډې جوړې کړې، له دې وړاندې ویرات کوهلي او محمد شهزاد هم دغه ریکارډ لري.

آرون فینچ په درې ملکي سیریز کې د زمبابوې پر وړاندې په توپوهنه کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ چې په ځانته ځان یې ۱۷۲ منډې جوړې کړې، او خپل زوړ ریکارډ یې مات کړ.

د شل اوریزو سیالیو توپوهنې په نړیوال رینکینګ کې آرون فینچ لومړی، فخر زمان دویم، کی ایل راهول درېیم، کولن مونرو څلورم او بابر اعظم پنځم نمبر دی، بابر اعظم له لومړي نمبر څخه پنځم نمبر ته راښکته شو.

په توپ اچونه کې راشد خان خپل مقام ساتلی او په لومړي نمبر دی، چې پاکستانی شاداب خان ورپسې په دویم نمبر دی. په همدې ډول پاکستان لوبډله په لومړي، هندوستان دویم او استرالیا په درېیم نمبر ده.

د توپوهونکو نړیوال جدول په لاندې ډول دی:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د