د ټرمپ سیاست… طالبانو ته فرصت او د سیاسي ابتکار اړتیا

لیکوال: عبدالرحمن

کله چې دوه کاله وړاندي په امریکا کې د دیموکرات او جمهوري ګوند تر منځ پر انتخاباتو کشمکش وو، په هغه وخت کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت په څرګند ډول د هیلري کلنټن ملاتړ کوئ. کلنټن د دیموکرات ګوند څخه نومانده وه. اشرف غني او حکومت یې ځکه د ټرمپ مخالفت کوی چې د هغه پالیسي واضحه وه، هغه ویل چې باید امریکا ته لومړیتوب ورکړل شي، په افغانستان کې د امریکايي عسکرو ژوند او د امریکا اقتصاد برباد نه شي، بلکي دغه پیسې او امکانات باید په امریکا کې دننه مصرف شي او د امریکا وران ویجاړ سړکونه او هوايي ډګرونه باندي ورغول شي. بلخوا د هیلري کلنټن پالیسي د اوباما پالیسۍ ته ادامه ورکول وو، او د هغه پالیسي دا وه چې باید روان حالت جاري وساتل شي او افغانان په خپلو کې تر هغو جګړه وکړي تر څو چې خپله سره ستړي شوي نه وي. که د دواړو د سیاستونو تفاوت خلاصه کړو، کلنټن له امریکا څخه بېرون د دغه هېواد سیاسي رقابتونو سیالیو ته ژمنه وه خو ټرمپ د هغې پرخلاف د انزواګرايۍ د سیاست پلوو وو چې یوازې تر امریکا محدود وي او د امریکا منابع له هېواد څخه بېرون په رقابتونو ونه لګول شي.

د دې تر مخه چې ټرمپ ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شي، نوموړي د افغانستان د جګړې پر ضد ډیر توند موقف درلود، نوموړي د ۲۰۱۲ په اګست کې ولیکل: «ولي موږ د هغو افغانانو روزنې ته ادامه ورکوو چې زمونږ خپل عسکر راته پر شا ولي؟ افغانستان نور له لاسه وتلی دی، باید بیرته خپل هیواد ته را وګرځو».

نوموړي د کال ۲۰۱۳ په جنوري میاشت کې ولیکل: «راځئ له افغانستانه ووځو، زمونږ ځواکونه د هغو افغانانو په لاس وژل کیږي چې مونږ یې روزو او مونږ هلته په ملیاردونو ډالره مصرفه وو، څه بیعقلي ده! امریکا له سره جوړه کړئ».

د همدې کال په مارچ میاشت کې ټرمپ بیا ولیکل: «موږ سمدستي باید له افغانستانه ووځو، نور ژوندونه باید ضایع نه شي. که چیري د دې اړتیا وه چې موږ بیا ور وګرځو، نو په ټینګ قوت به ورځو او ژر به ځینی را وځو، امریکا باید لومړی ورغول شي».

د افغانستان په اړه د ټرمپ فکر د هغه د ټویټونو څخه ښه څرګندیږي، په لاندي ادرس کې هغه ۳۰ ویناوي دي چې ټرمپ پر ټویټر نشر کړي دي:

https://www.pastemagazine.com/articles/2017/08/here-are-all-30-tweets-trump-made-about-afghanista.html

او دلته هم:

https://edition.cnn.com/2017/08/21/politics/history-president-trump-remarks-afghanistan-tweets/index.html

ټرمپ دغه پالیسي د دې تر مخه چې د نوموړي د کمپاین برخه وګرځي، د هغه شخصي نظر وو چې وخت په وخت یې پر خپل ټویټر او په تلویزوني مرکو کې اعلان کړی وو.

د ټرمپ دا نظر وو چې باید د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د امریکا تعیین شوي پوځونه خپل هیواد ته را ستانه شي او د هیواد ساتنه په خپل هیواد کې دننه وکړي او هغه پیسې محفوظې کړي چې په بهرنیو هیوادونو کې پر دغو پوځونو مصرفیږي.

نوموړي بیا وروسته د کمپاین پر مهال وویل چې د نړۍ هغه هیوادونه چې زمونږ په پوځ باندي ځان ساتي، باید زمونږ د پوځ مصارف راکړي، مونږ نور د چا لپاره مفت کار نه شو کولای.

همدې خبري د کابل اداره وارخطا کړې وه چې هسي نه دا «لیونی» احتمالي ولسمشر هغه قدمونه په رښتیا هم پورته کړي چې په اړه یې کمپاین کوي.

ټرمپ خپله اقتصادي نظریه پر سعودي باندي عملي کړه او په سلګونو ملیارده ډالر تړونونه یې په امضا کړل، نه یوازي دا بلکي په مختلفو مطبوعاتي غونډو کې يې اشارتا او صراحتا وویل چې د خلیجي هیوادونو پاچاهان چې په ګران بیو الوتکو کې ګرځي او واکمني کوي، دا د دوی په ملاتړ دی او امریکا حق لري چې د دغه ملاتړ قیمت حصول کړي.

ټرمپ که څه هم په ظاهره ډیر کلک او جنګي طبعیته انسان ښکاري خو په حقیقت کې هغه د یوه اقتصادي شالید څخه ولسمشرۍ ته رسیدلی دی او ټول فکر یې همدې لوري ته دی، ځکه نو غالب ګمان دا دی چی نوموړی به جګړه او سوله پر اقتصادي ګټو باندي کوي، هغه جګړه چې د ده اقتصاد ته ګټه رسوي، دی به ورته ادامه ورکوي او هغه جګړه چې د امریکا پر اقتصاد بوج تمامیږي، د هغې څخه لمن را ټولوي.

د نوموړي توندروي په لومړیو کې امریکا او شمالي کوریا د مخامخ اتومي جګړې تر حده ورسول خو بالاخیره په عملي ډګر کې يې د شمالي کوریا د ولسمشر سره په سنګاپور کې یوه تاریخي ناسته وکړه او د امریکا ټول پخواني سیاستونه یې پر دا بل مخ را واړول.

د شمالي کوریا په اړه چې امریکا په تیرو څو لسیزو کې بلکي د کوریا د جګړې وروسته کوم رسمونه انځور کړي وه، هغه یې ټوله دړي وړي کړل او هم هغه د شمالي کوریا ولسمشر چې مخکي به ورته تر شیطان بد صفتونه د رسنیو سرټکي وه، د ټرمپ تر څنګ ولاړ او یو بل ته یې لاسونه په لاس کې ورکړي وه.

د ټرمپ له لوري په ظاهري خبرو او عملي ګامونو تر منځ یوه تګلاره تخمینول ډیره ستونزمنه ده، ځکه چې ټرمپ کیدای شي په یوه وخت کې ډیر تیز او جنګي څرګندوني وکړي او بله ورځ د هغه څخه ۱۸۰ درجې مخالف عمل ته ملا وتړي.

نوموړي د امریکا د واک تر لاسه کولو وروسته څو میاشتي د جنرالانو او د جمهوري ګوند د جنګ پلوه سناتورانو سره بحثونه وکړل او د افغانستان په اړه یې د څرګندونو څخه ډډه وکړه خو وروسته داسي څرګنده شوه چې د امنیتي سلاکار ماک ماسټر، دفاع وزیر جیمز ماټیس او نورو جنرالانو هڅې بریالۍ شوې او نوموړي څخه یې یو وروستی فرصت وغوښت، وروستی فرصت چې دوی به یې په نوي ستراتیژي سره عملي کوي، داسي یوه ستراتیژي چې د اوباما له لوري لګول شوي ټول عملیاتي بندیزونه به پورته کیږي، بمبارۍ به زیاتیږي، د طالبانو او په عمومي ډول په اصطلاح د تروریستي ګروپونو مالي سرچینې به وچیږي، طالبانو باندي به په جګړه کې دومره فشار واردیږي چې بالاخیره د سولې میز ته امادګي وښيي… د جنګ شدت او ملکي تلفاتو کي زیاتوالی یوازي امریکايي عامل هم نه لري. په کابل کي هم داسي حکومت راغی، چي د ۲۰۱۴ له سپټمبر راهیسي چي واک ته رسېدلی تر اوسه یې یو ځل هم د امریکایانو له خوا د ملکي وژنو له امله پوښتنه نه ده کړې. پخوا، د حامد کرزي حکومت د ده پرخلاف په ځینو مسائلو کې امریکایانو سره بحث کاوه. نو د غني له خوا امریکایانو ته د هر څه کولو اجازه هم په دې برخه کي مهمه ده. ځکه غني هم غواړي چي د امریکايي نظامي زور پر مټ طالبانو له منځه یوسي، که دا د زرګونو عامو افغانانو په وینو هم کېږي، اشرف غني ته باک نه لري!

که پورته ټویټونه وکتل شي، په هغه کې یو ځای ټرمپ همدا خبره کوي چې مونږ باید د افغانستان څخه خپل عسکر وباسو، که چیري اړتیا وه نو په شدت سره یو ځل ورسو او چټک ځیني راووځو.

د دې لپاره چې پوهه شو چې اوسنۍ جنګي ستراتیژي په اصل کې د جنرالانو ده، د ټرمپ لاندي ټویټ څخه یې درک لګیږي، مثلا نوموړي وایی:

په کيمپ ډیویډ کې می د خپلو ځیرکو جنرالانو او پوځ مشرانو سره مهمه ورځ تېره کړه، ډیرې پریکړې وشوې چې په هغو کې ځیني د افغانستان په اړه هم دي.

کله چې ټرمپ خپله ستراتیژي اعلان کړه، نوموړي په همدې خبره نه یوازي اعتراف وکړ بلکي خپلې غاړي يې خلاصي کړي او وې ویل زما فکر دا وو چې مونږ باید له افغانستانه پوځونه وباسو. کله چې د ولسمشریزۍ ماڼۍ په دفتر کې کښېنستلم، د جنرالانو سره می ناستي وکړي او د افغانستان حالت می د یوه مسؤول په حیث په تفصیل سره مطالعه کړه، نو لاندي درو پایلو ته ورسیدم:

  • موږ په افغانستان کې ځاني او مالي قربانۍ ورکړي دي، مونږ باید اوس یو ابرومندانه پایله تر لاسه کړو، داسي پایله چې هغه یوه بریا وبلل سي، مونږ د دغې بریا د تر لاسه کولو لپاره باید ټول امکانات په کار واچوو.
  • په یو دمي توګه د افغانستان څخه پوځونو را ایستلو پریکړه به دغه هیواد یو ځل بیا د داعش او القاعده لپاره د جذب په مرکز بدل کړي او یو ځل به بیا د ۱۱ سپتمبر تر مخه حکومت واکمن شي چې ټول تروریستي ګروپونه به افغانستان ته پناه یوسي او موږ به بیا په امریکا کې هدف وګرځوي. د عراق څخه مونږ خپل پوځونه وایستل او پایله دا شوه چې هلته داعش نفوذ وکړ او هغه سیمي يې بیرته ونیولې چې مونږ یې د ازادولو لپاره قربانۍ ورکړي وي.
  • همدا اوس په افغانستان او سرحدي سیمو کې تر ۲۰ زیات وسلوالي ډلې فعالي دي، دغه ډلې امریکا په تور لیست کې اچولی او د امریکا لپاره خطرناکي دي، په ټوله نړۍ کې بل ځای دومره خطري ډلې نشته لکه دلته چې په افغانستان او سرحدي سیمه کي دي.

ټرمپ ټینګار وکړ چې باید ځمکني واقعیت ته وګورو او باید ورسره تعامل وکړو. موږ به د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د نظامي جګړې تر څنګ مالي او دیپلوماتیکه برخه کې هم فعاله رول لوبوو.

د ټرمپ وینا بشپړ متن دلته دی:

https://www.thehindu.com/news/international/full-texts-of-donald-trumps-speech-on-south-asia-policy/article19538424.ece

په هر حال د امريکايي جنرالانو په مشوره د ټرمپ ستراتیژي نوره ناکامه ده، بلکې دا دی نیژدې یو کال تیریږي، ځواکونه زیات شول، بمبارۍ زیاتي شوې، مور بم وکارول شو خو لا هم هیڅ پرمختګ نه دی او نه هم تر اوسه طالبانو د ولسمشر اشرف غني له لوري د سولې وړاندیزونه په مثبته توګه جواب کړي بلکي ورځ تر بلې جګړې زور اخیستی دی.

د طالبانو اوربند

تېر اختر کې د طالبانو اوربند یو ځل بیا داسي فضا جوړه کړې چې د امریکایي جنرالانو له لوري جوړه شوي ستراتیژي یې د سیاسي چلینج سره مخ کړه، نړۍ ولیده چې طالبان نه یوازي جګړه کولای شي بلکي که وغواړي نو کولای شي چې سوله هم وکړي او یا په خپله خوښه د سولې مذاکراتو ته کښيني، ځکه نو په کار ده چې تر جګړې پر خبرو ټینګار وشي او دغه فرصت په هر رنګه چی ممکن وي، د موندلو هڅه یې وشي. په دې برخه کي طالبانو سره د خبرو پلوي په امریکا کې ځکه کېږي، چې طالبانو څو څو ځلي په ښکاره ټکو وویل چې نه به د نړۍ او سیمې امنیت ته مشکل جوړوي او نه به هم افغانستان نور د بهرنیو جنګي ډلو په مرکز بدلېږي. نو کله چې طالبان واردمخه دغه ژمنه کوي، ولي باید د طالبانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړل شي او بې ځایه ځاني او مالي لګښتونه وګالل شي.

هغه جنرالان چې مخکي يې ټرمپ ته په دې قناعت ورکړی وو چې په افغانستان کې یوازي طالبان نه دي بلکې تر څنګ یې شل نوري ډلې په جګړې بوختي دي، که چیري طالبان سوله هم وکړي، نو جګړه به دوام لري او زموږ ځواکونو ته به په افغانستان کې اړتیا وي، خو د طالبانو اوربند د عملي کېدو وروسته دغه ادعاوي ټولې رسوا او نړۍ ولیده چې په افغانستان کې د داعش څخه ماسیوا بله داسي ډله نشته چې د جوړجاړي وروسته امنیت ته ګواښ جوړ کړي او یا د سولې پر وړاندي خنډ شي. خو د داعش تاثیر هم ډیر محدود او په ځانګړې سیمه کي دي او له دغو محدودو سیمو څخه د داعش تصفیه د طالبانو په اهدافو کې شامل دي.

بناءا په دغه اوربند باندي د ټرمپ درې اساسي اندېښنې جواب شوې:

  • که امریکایان خپل پوځونه وباسي، طالبان او حکومت یو له بل سره جوړ جاړی کولای شي، همدا عسکر او طالب چې یو بل په عادي ورځو کې سره وژني، د اوربند او اخترونو په ورځ کې غاړه په غاړه کیدای شي، یو بل ته لمونځ ورکوي او لمونځ پسي کوي. دا سوله او کراري چې په افغانستان کي راځي، دا به د دوی لپاره یوه داسي لاسته راوړنه وي چې دوی یې بریا وبولي او نور افغانستان پریږدي.
  • القاعده له ډیره وخته له افغانستانه وتلې ده او دلته نور وجود نه لری، داعش د همدې سیمه ییزی او نړیوالي استخباراتي لوبې په نتیجه کې دلته راغلی، نو که د امریکایانو، طالبانو او افغان حکومت تر منځ جګړه ختمه شي، داعش د افغانستان څخه یوه بیګانه پدیده ده، په اسانۍ سره له منځه وړل کیدای شي، حتی بهرنیانو ته به اړتیا نه وي.
  • همدې اوربند ثابته کړه، کله چې طالبان وغواړي د افغانستان په سرتاسري کې امنیت راتلای شي، په دې معنی چې په ټول افغانستان کې نافذ ځواک همدا طالبان دي، د ۲۰ ډلو خبرې خپله اوس حکومت او هغه جنرالان نشي توجیه کولای چې ټرمپ ته یې باندي قناعت ورکړی دی.

ټرمپ او د هغه همنظره امریکايي چارواکي

د طالبانو اوربند په حقیقت کې د ټرمپ او په وزارت خارجه کې د هغو چارواکو نظر تقویه کړ چې د افغانستان څخه د ځواکونو پر ایستلو ټینګار کوي.

د دوی موقف اوس یو ځل بیا پر جنرالانو او جنګ خوښو باندي پورته شوی او ډیره تمه کیږي چې د همدې فرصت څخه به اعظمي استفاده کوي.

مایک پامپیو چې د بهرنیو چارو پخواني وزیر ریکس ټیلرسون په پرتله یو سخت دریځه جمهوري پلوه وزیر بلل کیږي، او په ورته وخت کې د ټرمپ تر ټولو وفاداره ملګری بلل کیږي، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو سره د خپلو ځواکونو پر برخلیک خبرو ته د امادګي اشارې ورکړې او ورسره یې د خپل وزارت د سویلي اسیا د چارو مسؤوله الیس ولز را واستوله چې موضوع تعقیب کړي.

ټرمپ چې هر وخت په ډراماټیک ډول خپل موقفونه بدلوي او راتلونکي قدم هیڅ وړاندوینه یې نشي کیدای، د دې ډیر امکان شته چې د پنټاګون د جنرالانو ستراتیژي لغوه اعلان کړي او په هر قیمت د خپلو ځواکونو د ایستلو پریکړه وکړي.

طالبان او د دیپلوماتیک ابتکار اړتیا

طالبانو چې په پوځي ډګر کې د امریکا د ستراتیژي لومړني رسنیز او پوځي ګوزارونه وزغمل اوس وخت را رسیدلی چې په سیاسي او دیپلوماتیک میدان کې يې ثمره وویني. د ټرمپ نظامي ستراتيژي د طالبانو له خوا د متقابل جنګي مانور په واسطه مهار شو، اوس باید د امریکا د دیپلوماتیک جنګ په مقابل کي باید طالب سیاسي مسوولین هم خپل رول ولوبوي او جنګي لاسته راوړنو سره سیاسي لاسته راوړني هم موازي کړي.

دوی باید داسي یو علني سیاست اختیار کړي چې هم د اوربند وروسته ملي اجماع او لسي ملاتړ په خپله ګټه را وڅرخوي او هم د ټرمپ، امریکايي ولس او هغو چارواکو نظر تقویه کړي چې طالبانو ته د یوه مسؤول جهت په سترګه ګوري او فکر لري چې یو داسي جوړجاړي ته ورسره رسیدای شي چې هم د دوی ابرو په کښي خوندي وي او دوی بالاخیره د ټرمپ د کمپایني وعدو سره سم د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کښیږدي.

د اوربند د بریا وروسته طالبانو ته ډېر فرصتونه په لاس ورغلي دي، که ورسره فعاله دیپلوماسي او سیاسي ابتکار وکړي، کیدای شي چې اعظمي استفاده ځیني وکړي. طالبان په جنګي برخه کي کافي تحرک او ظرفیت لري. اوس په کار ده چي دغه جنګي تحرک او ظرفیت سره سیاسي هغه هم مله شي تر څو د یوې نتیجي باعث شي.

طبعا له دې څخه انکار نشي کیدای چي امریکایي جنرالان او د کابل ادارې هغه چارواکي چې په جګړه کې يې ګټه ده، تل به هڅه کوي چې د طالبانو د بریالي سیاست مخه ونیسي او د هغوی پر وړاندي په یوه نامه او بل نامه خنډونه ایجاد کړي او یا اقلا طالبان سیاسي تحرک څخه پر شا کړي. دا په دیپلوماسۍ کې ډېره طبیعي هم ده، ځکه دیپلوماسي خپله د جنګ بل ډول دی، دیپلوماسۍ کې د صداقت توقع سادګي ده. دا اوس د طالبانو پر سیاسي ځیرکتیا پوري اړه لري چې څرنګه د شته فرصتونو څخه استفاده کولای شي او په ورته وخت کې د دغو خنډونو پر وړاندي سیاسي او تبلیغاتي مبارزه کولای شي.

** یوه خبره چې د لیکنې د نشر پر مهال را په یاد شوه، داده، ټرمپ هغه جنرال ګوښه کړی چې هغه یې د افغانستان جګړې ته تشویق کړی او ستراتیژي یې ورته جوړه کړې وه، مک مسټر په سپینه ماڼۍ کې د امنیتي چارو سلاکار وو، په دنده کې يې وروستۍ ورځې د ټرمپ سره ډیرې ترخې وې، حتی ځینو رسنیو ویل چې ټرمپ په عامو مجالسو کې په هغه ملنډې وهلې او ویل به یې چې دا جنرال مو بیرته افغانستان ته ورلیږلی وای.

avatar
1 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه

دغه د طالبانو د سياست او دپلوماسۍ د تړلي خوني د کولف(قفل) کيلي به د چا په لاس کي وي ؟ که دغه څوک پیدا سي او دغه کيلي په يو ډول ځني واخيستل سي او يو څو پوه کسان دغه دروازه خلاصه کړي زه باور لرم چي په لومړي قدم کي به طالب او د طالب په نامه غير طالب بنديان راخوشي سي، بل به سمدلاسه خو د دې وينو بهېده بند سي. د افغانستان او نړۍ خلک به د طالبانو غوڅ ملاتړ ته ور ودانګي(لکه د اوس په شان به د ملامتيا ګوته نه ور ته نيسي)،امريکايانو چي… نور لوستل »

ایمل
میلمه

همت صاحب، زه بالکل درسره موافق يم. کيلي د طالبانو د سياست او ديپلوماسۍ د کسانو په لاس کې ده. د دغه ابتکار د اخيستو او پرمختګ لپاره وړ کسان پکار دي. زه ګومان کوم اوس د جهاد تر ټولو اغېزمنه مرحله همدا سياسي هلې ځلې دي. په دغه ډګر کې که تکړه کسان مخکې شي همدوی به فاتحين وي.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

طالبان خو له اوله ویلی او وایی چه مونږ داشغلګرو سره خبرو کولو ته چه د جنګ مقابل اړخ دی رشتونو او د هغوی د وتلو او مهال ویش د پاره خبرو کولو ته حاضر یو ، مګر دا امریکایان دی چه له ځانه ریفری او د جنګ مقابل اړخ د کابل غلامه اداره جوړوی چه طالبان یی په رسمیت وپیژنی طالبانو به خیر د مظلوم اولس د وژنو او بدمرغیو له امله ورسره د سولی خبری کړی وی خو کشکی هغوی د جنګ او سولی کولو صلاحیت لرلی هغوی ته په هغو ورسپارل شوو دندو کی امریکاییی مشاورین د… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه

بيانزی صاحب اوس خو پخپله امريکايانوله څو بېلو بېلو لارو د سولي د مذاکراتو لپاره تمايل ښوولی دی که ته دغه پورته ليکنه يووار بيا ښه په غور ولولې او د دغه ليکوال بله ليکنه تر دغه سرليک لاندي (امریکا څرنګه د طالبانو سره خبرو ته اماده شوه؟ ) ولولې پوه به سې چي اوس امريکايان د دوی سره خبرو کولو ته يوه پلمه غواړي. خو چا يې پر خبرو غوږ نه دی ايښی.