
سعودي عالم سلمان العوده په زندان کې ۳۰۰ شپې پوره کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان مشهور دیني عالم (شیخ سلمان العوده) د دې هیواد په زندانونو کې ۳۰۰ ورځې پوره کړې، خو تراوسه یې حکومت د نیولو لامل نه دی په ډاګه کړی.
د نوموړي زوی (دکتور عبدالله العوده) تېره ورځ په خپلې ټویټر پاڼه لیکلي:
«د زندان د تورو تمبو شا ته مې د پلار ۳۰۰ ورځې پوره شوې. په دې موده کې له انفرادي زندان، تنګولو، اوږدې بې خوبۍ او ناوړه چلند څخه کړیدلی. یوه ورځ به خدای راولي چې مونږ به یې پوښتنه وکړو».
د شیخ العوده د نيولو لامل هغه ټويټ بلل کیږي، چې په کې يې د مسلمانانو يووالي لپاره دعا کړې وه او د سعودي او قطر د کړکیچ په اړه په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي و: «یا الله د ولسونو د خیر لپاره د هغوی د مشرانو په زړونو کې محبت واچوې».
له دې څرګندونې څو ساعته وروسته د سعودي امنیتي ځواکونو لخوا د (بریده) په ښار کې په خپل کور کې ونیول شو.
نوموړی دا مهال د سعودي عربستان د جدې ښار د (هذیان) په سیاسي زندان کې د بند شپې سبا کوي. ټاکل شوې چې په همدې ښار او د شیخ العوده په ګاونډ کې دوه ورځې وروسته د یو شمېر «دیني عالمانو» غونډه دایره شي او له طالبانو به وغواړي چې له وسلوالې مبارزې لاس واخلي.
شیخ سلمان العوده د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې غړی دی او په فقه، تفسیر، سیرت، عقیدې او بېلابېلو ټولنیزو موضوعګانو کې یې تر ۶۰ زیات کتابونه لیکلي او په اسلامي نړۍ کې له معتبرو علماوو څخه ګڼل کیږي.
ویل کیږي چې د سعودي عربستان په زندانونو کې د حکومت د مخالفو دیني علماوو او داعیانو شمېر زرګونو ته رسیږي، چې ځینې له ۳۰ کلونو راهیسې بندیان دي. سعودي چارواکو یوازې په تېر یوه کال کې ۸۰ تنه دیني علماء، داعیان او دیني شخصیتونه، چې د حکومت وروستي سیاستونه یې نه تاییدول، زندان ته اچولي.
په دې وروستیو کې د سعودي حکومت د اسلامي سني علماوو او تنظیمونو پر وړاندي په خپل دریځ کې سختوالی راوستلی او په همدې لړ کې یې د علماوو نیولو ته توجه زیاته کړې او ځیني سیاسي ډلې لکه اخوان المسلمین او حماس یې «ترهګرې ډلې» نومولې دي.
که څه هم د وهابی مُلایانو څخه دین او انسانیت ته د خیر رسولو توقع نشته خو د یو انسان پتوګه د نوموړی کس زندانی کول یو ظالمانه کړنه ګڼل کیږی.هیله ده چه د سُدی ټولنه د یو ستر مثبت انفجار په ترڅ کی پدې بریالی شی چه خپل هر اړخیز موجودیت د نړیوال استعمار یعنی امریکائیانو او انګرېزانو د پلیدو منګولو څخه وژغوری.
د سعودی اوسنی حکومت یو ګوډاګی حکومت ده او هڅه کوی چی هر قسم کیږی امریکاترینه خوشحاله وی نور د هیڅ شی نه د ایمان د اسلام په قصه کی دی دغه د افغانستان په هکله چی کومه غونډه پکی جوړیږی دا هم د امریکا د امر لاندی غونډه ده او امریکا ورته ویلی چی د افغانستان د سولی لپاره ګام پورته کړه لکه څنګه چی د سولی په هکله دا نوری غونډی کومی نتیجی ته ونه رسیدلی داهم د هماغه غونډو په شان ده او کومه پایله نلری. نو د امارت د مشرانو نه دا هیله ده چی د… نور لوستل »
په کوم وخت کی یی چه ریال درکول ،هغه وخت ګوډاکی حکومت نه وه؟
ده فهیم رورنه داهیله لرم چی ته هم دورس اوپاکستان په خبرو ونه غولیگی
سپینه خبره دا ده،چه هر څوک خپلی ګټی ته ګوری،سعودی خپل مخالف عالم، جیل ته لیږی،طالیبان یی قبر توری خاوری ته لیږی (ظاهرحقانی)او داسی نور،صفا تجارت یی راوان کړی دی،سوله کی هر څه خوندی کیدای شی،
ستاسی له دی تبصری ستاسی پیژندنه ښه کیدی شی چه کومه باغچه کی ټوکیدلی، روزل شوی ، ګلان مو کړی او که میوو نیولو ته رسیدلی یاست ، د میوو په خوند او ګلان په بوی کی به مو د هماغه باغوان د اوبو او پیو بوی او خوند وی چه ستاسی ساتنه او روزنه کی یی وخت او ډآلر خرڅ کړی
ځدران صاحب.یو عام ولسی وګړی یم،سوله او اوربند می ارمان دی.همدا افغانستان کی لوی شوی ،او اوسیږم،د ستا په شان له افغنستان څخه می دجال (انګریز )ته پناه نه د وروړی،یو ډالر می هم معاش نشته،ته خو د لندن میونسپل (شاروالی)څخه هم معاش او هم ورسره تور کار کوی،هم د سوله او اوربند را باندی نه لوریږی،د دجال ښار څخه ډیر په درز سره د جنګ اټن ته ډمبکی او ډولونه وهی؟
د مولوی صاحب ظاهر حقانی دری سوه یوه شپی په قبر کی پوره شوی،