پمپيو: موږ هم دلته یو، د جنګیاليو ملاتړ او د سولې هڅې هم کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په نا اعلان شوي سفر پرون کابل ته را ورسید.

مایک پمپیو، چې د سفر په اړه يې د رسنیو له راپورونو وروسته له محمد اشرف غني سره یو ځای ارګ کې راښکاره شو، وویل د سولې او جګړې ملاتړ يې دنده ده.

پمپیو وویل چې طالبان د دوی د وتلو انتظار نه کوي، د ټرمپ د ستراتیژي له مخې دوی د خپلو ځواکونو د ایستلو موده نه متعینوي تر څو بیا طالبان هغې نیټې ته انتظار وکړي.

هغه د اشرف غني په تایید وویل چې د ټرمپ ستراتیژي بریالی دی او دوی هغه پایلې وينې چې له روانې جګړې يې تر لاسه کړې دي.

پمپیو یو ځل بیا وویل چې د طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو د برخلیک په اړه خبرو ته اماده دي، خو دوی پر بین الافغاني خبرو ټینګار لري، چې دوی به یې په هره معنی ملاتړ وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې دوی به د افغان عسکرو ملاتړ هیڅکله پرې نه ږدي، خو یادونه يې وکړه چې د دوی ملاتړ به تر هغو له افغان عسکرو سره وي چې د دوی پر اوږه ټوپک وي او جګړه پر مخ وړي.

دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکو جدې ته د علماوو ۳۶ کسیزه ډله لېږلې چې په وینا يې د سولې او جګړې په اړه بحث وکړي.

په ورته وخت کې د ناټو په کېدونکې ناسته کې هم د روانې جګړې په اړه بحث کېږي، د ناټو د یو مرستیال په وینا دوی به د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د ځواکونو ډېرولو او د افغان عسکرو ملاتړ ته وهڅوي.

د امریکايي او ناټو چارواکو د افغانانو په زړونو کې د سولې اړوند را ټوکېدونکې تمې کمزورې کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د