غزني: مرکز کې د خوږياڼو ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غزني مرکز ته څېرمه د خوږياڼو پر نقل شوي مرکز برید کې طالبانو د دې ولسوالۍ امنیه قومندان او د هغه شپږ ملګري وژلي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي چې طالبانو تېره شپه په دې مرکز برید وکړ، چې پکې د ولسوالۍ امنیه قومندان سید احمد او څلور پولیس وژل شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړی امان الله کامراني وايي په برید کې امنیه قومندان او شپږ پولیس وژل شوي دي.

طالبانو د برید پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د دوی ځواکونو تېره شپه ښارته څېرمه کاریز سیمه کې هغه پوځي مرکز، چې حکومت يې د خوږيانيو ولسوالۍ معرفي کې تر برید لاندې ونيو.

دوی هم د اوو پولیسو د وژلو خبر ورکړی او د خپل یو ملګري ټپي کېدل يې منلي دي.

د خوږياڼيو ولسوالۍ له څو کلونو راهیسې د طالبانو تر لاس لاندې ده، چې مرکز يې ښار ته څېرمه کاریز سیمه کې دوو پوستو کې اچول شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د