ټاکنې؛ په ۳۷ ولسوالیو کې هیچا او ۱۳۵ کې یوې ښځې هم ځان نه دي نوماند کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي د هېواد په ۳۷ ولسوالیو کې د ولسوالیو شوراګانو لپاره هیچا هم خپل ځان نه دی نوماندی کړی.

د دې کمیسیون کمېشنر سید حفیظ الله له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې پر دې سربېره په ۱۳۵ ولسوالیو کې یوې مېرمنې هم د ولسوالۍ د شورا لپاره ځان نه دی نوماند کړی.

د سرچینې په وینا دا په داسې حال کې دی چې د مېرمنو لپاره د ولسوالیو په شوراګانو کې ۸۱۹ چوکۍ ورکړل شوې دي.

هغه دودیز قیودات او له ښځو سره ناسم چلند د دې علت یاد کړ، چې مېرمنې تر نوماندۍ تېرې شوې، خو پر نظام او سیستم بې باوري يې یاده نه کړه.

د ټآکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې د ولسوالیو د شوراګانو لپاره ټولې ۲۴۲۷ چوکۍ ځانګړې شوې، چې ۶۱۵۱ تنو ورته ځانونه نوماند کړي.

حفیظ الله هاشمي وویل، د کابل په دوو ولسوالیو کې هم هیڅ مېرمنې خپل ځان نه دی نوماند کړی.

هغه وړاندې وویل، د پکتیکا په اوولس، د پکتیا په نهو، د ننګرهار په څوارلسو، د کندهار په دیارلسو، د هرات او هلمند په لسو – لسو، د فراه، فاریاب او خوست په اوو – اوو، د زابل، روزګان، تخار او جوزجان په شپږو- شپږو، د بدخشان، بغلان او غور په پنځو – پنځو، د بادغیس، پروان، بلخ، نورستان، کاپیسا، سرپل، او نیمروز ولایتونو په یوه یوه او ګڼو نورو ولسوالیو کې چې شمېر يې نږدې یو نیم سلو ته رسېږي، هیڅ ښځې خپل ځان نه دی نوماند کړی.

د امریکا په مشرۍ د ناټو دلته مېشت مسؤلین او افغان چارواکي د مېرمنو د کاري فرصتونو او هڅونې په اړه پرلپسې تبلیغات کوي، چې پکې د محمد اشرف غني مېرمن د مېرمنو لپاره د پروموټ په نوم ځانګړې پروژه پر مخ وړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د