د فوټبال نړیوال جام نیمه پایلوبه کې نن بیلجیئم او فرانس مخ کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د فوټبال نړیوال جام سیالیو لړۍ په وروستي پړاو کې نن لومړۍ نیمه پایلوبه د بیلجیئم او فرانسې لوبډلو ترمنځ پېل کیږي.

په روسیه کې د پېل شوي فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته د لار موندلو لپاره نن دوه تکړه لوبډلې مخامخ کیږي چې د سختې لوبې ترسره کېدلو تمه کیدونکې ده.

بیلجیئم لوبډله چې په کوارټر پایلوبه کې یې د یاد جام تر ټولو تکړه لوبډلې برازیل ته حیرانونکې په ۲-۱ ماتې ورکړه، تمه کیږي چې فرانسه هم ماته کړي.

خو له بل پلوه فرانسې لوبډلې د نړۍ مشهور ستوري لیونل میسي لوبډلې ته په ۴-۳ او یوروګوای لوبډلې ته په کوارټر پایلوبه کې په ۲-۰ ماتې ورکړې وه، چې تېر پرفامنس ته په کتلو له یادې لوبډلې هم ډیره تمه کیږي، چې په پایله کې به نن شپه په ۱۰:۳۰ بجې په زړه پورې نیمه پایلوبه ترسره شي.

په دویمه سیالۍ کې چې سبا شپه په همدغو بجو ترسره کیږي د انګلستان او کرویشیا لوبډلې مخامخ کیږي، چې د انګلستان لوبډله د سیالیو له خوښونکو لوبډلو څخه ده خو د کرویشیا لوبډله ارجنټاین او بیا روسیې لوبډلې ته له ماتې ورکولو وروسته د انګلستان لوبغاړي ویرولي دي.

د یادونې وړ ده چې په کوارټر پایلوبه کې بیلجیئم برازیل او کرویشیا روسیې لوبډلې ته ماتې ورکړې او نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د