fbpx

شنونکي: د امریکايي چارواکي سفر؛ د پردې تر شا د دسیسې ښکارندوی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او د رسنیو په وړاندې يې هغه څه وویل چې شنونکي يې تکراري بولي.

هغه له محمد اشرف غنی سره یو ځاي پر رسنیو را ښکاره شو او ويې ویل چې د افغان ځواکونو ملاتړ به کوي، دلته به پاتې کېږي او هم به د سولې لپاره هڅې کوي.

د ولسي جرګې غړې ارین یون وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سفر موخه هغه څه نه و، چې له رسنیو سره شریک شول.

د دې په وینا د امریکايي چارواکو پرلپسې سفرونه او رسنیو ته تکراري څرګندونې دا په ډاګه کوي چې د پردې تر شا نور څه روان دي.

هغه وايي کله چې په دومره لوړه سطحه چارواکی کوم هېواد ته سفر کوي، نو د سفر اجنډا، موخه او پایلې يې لا تر مخه معلومې وي، خو دلته د امریکايي چارواکي سفر هیڅ نه لري او حتی پایله يې هم معلومه نه شوه.

د چارو یو بل شنونکي حسین سجادي نړۍ نیوز ته ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سفر موخه معلومه نه شوه، هغه څه چې ده رسنیو ته وویل تکراري و.

محمد اشرف غني په داسې حال کې له مایک پمپیو سره پر رسنیو یو ځای را ښکاره شو، چې له هغه سره له خبرو څو ساعته وروسته نن وختي بروکسل ته د ناټو په ناسته کې د ګډون لپاره وخوځيد.

د ناټو سرمشریزه کې به درېیمه ورځ د افغانستان پر وضعیت خبرې وشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د